د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۴۲

نړۍ

د امریکايي سرتېرو وژونکو ته ډونالډ ټرمپ خبرداری

کندهار کې امریکايي سرتېري، ارشیف

د امریکا ولسمشر وایي، که ثابته شي چې کوم هېواد د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره انعام ټاکلی، عمل به یې بې ځوابه پاتې نه شي.

د امریکا د استخباراتو په مخکینیو راپورونو کې چې په جون میاشت کې خپاره شوي، راغلي وو چې مسکو طالبانو ته پیسې ورکوي چې په افغانستان کې امریکایي سرتېري ووژني.

هغه مهال ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې په دې خبرونو باور نه کوي.

مسکو هم هغه راپورونه رد کړل.

سي ان ان خبري شبکې تېره میاشت ویلي وو چې د امریکا استخباراتو دغه راز ایران ته هم اشاره کړې چې ګواکې په افغانستان کې پر امریکایې اهدافو د بریدونو په بدل کې یې طالبانو ته انعام ټاکلی دی.

تهران دا راپورونه رد او بې اساسه یې بللي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پرون داګست شلمه په سپینې ماڼۍ کې په یوې خبري غونډي کې د یوه خبریال د داسي پوښتني په ځواب کې چې ګواکې ولسمشر په دې ډول مواردو کې جدي اقدام نه دی کړی، داسي وویل: "تاسو د انعام په اړه په هېڅ نه پوهیږئ، که پوهېږئ موږ ته یې ووایاست، البته چې تاسو نه پوهېږئ، که وګورم چې دا خبره سمه ده او یو حقیقت دی، نو موږ به داسې ګوزار هغوی ته ورکړو چې ستاسو سر وګرځي."

په کانګرس کې ډیموکراتان پر ولسمشر ټرمپ او جمهوري غوښتونکو انتقاد کوي چې د امریکایې سرتېرو د وژلو په اړه یې استخباراتي معلومات جدې نه دي ګڼلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ختیځې اروپا څو هېوادونو د کډوالو لپاره د اروپايي کمېسیون پلان رد کړ

د اروپايي ټولنې بیرغونه

د ختیځې اروپا څو هېوادونو د کډوالو لپاره د اروپايي کمېسیون نوی پلان رد کړی او ویلي یې دي چې د دې پلان محدودیتونه باید زیات شي.

اروپايي کمېسیون چې د اروپايي ټولنې تر ټولو لوړه اجرائیه څانګه ده، نن په یو بیان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو په نوي تړون کې د اروپا په سرحدونو کې د نورو محدودیتونو او د رد شویو کډوالو د ایستلو لپاره د پروسیجرونو د ټاکلو وړاندیز وکړ.

په بیان کې همداراز د نویو کډوالو پر ستراتېژۍ د بحث لپاره د اروپايي ټولنې د سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه هم شوې ده.

چک جمهوریت، پولنډ، هنګري او سلواکیا چې د پراخو محدودیتونو غوښتنه کوي ویلي دي چې د دې تړون بنسټ سم دی، خو له غیر قانوني کډوالو سره د چلند په برخه کې ډېر بدلون نه‌دی په‌کې راغلی.

د نوبل کلنۍ جایزې په پیسو کې زیاتوالی راغی

د سرو زرو پر یوې سکې د نوبل انځور

د نوبل بنسټ وايي چې د نوبل کلنۍ جایزې په پیسو کې یې یو میلیون سویډي کرون چې د یو لک او ۱۰ زره امریکايي دالرو معادل کېږي زیاتوالی راوستی.

د نوبل د بنسټ مشر لارس هایکېنسټن نن سویډي رسنیو ته وویل چې د نوبل د جایزې اندازه سږ کال ۱۰ میلیونه سویډي کرون ته چې د یو میلیون ۱۱۰ زره ډالرو معادل دي لوړه شوې ده.

ښاغلي هایکېنسټن ویلي چې د دې پرېکړې علت د نوبل د بنسټ د لګښتونو او پانګې ترمنځ تناسب دی چې اوس د پخوا په پرتله په ډېر مناسب حالت کې دی.

د نوبل جایزې له مؤسس، ډینامیټ جوړوونکي الفرد نوبل څخه شاوخوا ۳۱ میلیونخ کرون پانګه میراث پاتې شوه چې د نوبل بنسټ د معلوماتو له مخې په ننني حساب ۱،۸ میلیارده ډالر کېږي. دا پیسې له ۱۹۰۱ کال راهیسې هر کال د نوبل جایزې ګټونکو ته ورکول کېږي.

د نوبل بنسټ ویلي چې د نوبل جایزې د سپارلو دودیز مراسم سږ کال د کرونا وبا له کبله لغوه شوي، خو یوازې د سولې جایزه به د ساده مراسمو په ترڅ کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ورکړل شي.

د کوسوو د استخباراتي خدماتو پخوانی مشر صالح مصطفی ونیول شو

ارشیف، د کوسوو ملي بیرغ مخ ته ولاړ کس

په کوسوو کې د ځانګړي څارنوال دفتر وايي چې د کوسوو د امنیتي ځواکونو د استخباراتي خدماتو پخوانی مشر، په جنګي جرمونو تورن صالح مصطفی د کوسوو د ځانګړې محکمې د حکم په اساس توقیف شوی دی.

د ځانګړي څارنوال دفتر نن پنجشنبه په یوه بیان کې وویل چې مصطفی نیول شوی او په هاګ کې د کوسوو د ځانګړې محکمې توقیف‌ځای ته بیول شوی.

مصطفی د کوسوو د ازادي بخښونکي پوځ له مهمو قوماندانو څخه و چې د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کلونو ترمنځ د کوسوو په جګړه کې یې برخه لرله.

سلمان: له ایران سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده

د عربستان پاچا شاه سلمان

د سعودي عربستان پاچا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ایران ته په اشاره د دغه اسلامي جمهوریت د مخنیوي لپاره د یوه جامع حل غوښتنه وکړه او هم‌یې پر نړیوالو غږ وکړ چې پرینږدي، تهران د ډله‌ییزې وژنې وسلې ترلاسه کړي.

سلمان بن عبدالعزیز وویل، یوې هر اړخیزې حل‌لارې او د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده چې له ایران سره مقابله وشي.

هغه وویل، د سعودي تجربې ښودلې چې جزیي حل‌لارې او قناعت د هغه ګواښ مخه نه‌ده نیولې چې ایران نړیوالې سولې او امنیت ته متوجې کړی.

سلمان دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې دوهمې ورځې ته په یوه ثبت شوې وېډیویي وینا کې وکړې.

هغه د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ وکړ او د لبنان د حزب‌الله ډلې د بې‌وسلې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني دغې اسامبلې ته په وینا کې وویل چې متحده ایالات نه پر ایران خبرې تحمیلولی شي او نه هم پرې جګړه.

د استرالیا په جنوب کې اکثر نهنګان تلف شوي

د دغو مړه شویو نهنګانو شمېر په دې سیمه کې نږدې ۵۰۰ ته رسېږي.

د ژغورونکو د هڅو سربېره د استرالیا په جنوب کې د تسمانیا ټاپو په اوبو کې ایسار شوي اکثر نهنګان تلف شوي دي.

د دغو مړه شویو نهنګانو شمېر په دې سیمه کې نږدې ۵۰۰ ته رسېږي.

اوس د دوی له ډلې د تقریباً ۳۸۰ نهنګانو مړینه تأیید شوې ده.

دغه پيلوټ نومي نهنګان تر ډېره د استرالیا د جنوب په اوبو کې ژوند کوي. دغه نهنګان تر اوو مترو پورې اوږده وي او درې زره کیلوګرامه وزن لري.

بلغاریا دوه روسي ډیپلوماتان د جاسوسۍ په تور باسي

د بلغاریا بیرغ

بلغاریا له دوو روسي ډیپلوماتانو وغوښتل چې له دې هېواده ووځي.

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې دا ډیپلوماتان په نظامي جاسوسي تورن کړل او امر یې ورته وکړ چې په ۷۲ ساعتونو کې له بلغاریا خارج شي.

په پلازمېنه صوفیه کې د روسیې سفارت ویلي دي چې مؤجه دلیل د دې ډیپلوماتانو د شړلو لپاره نه‌شته.

لوکاشینکا د شپږم وار لپاره د ولسمشرۍ لوړه وکړه

الکساندر لوکاشینکا در لوړې پر مهال

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا نن د شپږم وار لپاره د ولسمشرۍ لوړه پر ځای کړه.

دا مراسم چې له وړاندې نه‌وو اعلان شوي داسې مهال ترسره شول چې د تېرې میاشتې ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو تر اعلان وروسته په دې هېواد کې پراخې حکومت ضد مظاهرې وشوې.

بیلتا رسمي خبري اژانس نن راپور ورکړ چې نننیو مراسمو ته سلګونه لوړپوړي چارواکي وربلل شوي وو، خو په راپور کې دا نه‌دي ویل شوي چې دا چارواکي څوک او څه شمېر کسانو په مراسمو کې ګډون کړی وو.

بیلتا لیکلي د بلاروس د انتخاباتو کمېسیون مشر ښاغلي لوکاشینکا ته د ولسمشرۍ تصدیق‌نامه وسپارله.

لوکاشینکا چې ۲۶ کاله‌یې پر دې هېواد واکمني کړې ده د انتخاباتو د نتایجو په تړاو د تر ټولو لویو ننګونو سره مخامخ دی.

استرالیا کې نن هم د نهنګانو د ژغورنې عملیات دوام لري

تر اوسه د تسمانیا ټاپو په کم عمقه اوبو کې څه باندي ۴۰۰ نهنګان بند پاته دي.

په استرالیا کې نن هم په یوې ساحلي سیمه کې د بند پاته شویو نهنګانو د ژغورنې عملیات دوام لري.

د راپورونو له مخې تر اوسه د تسمانیا ټاپو په کم عمقه اوبو کې څه باندې ۴۰۰ نهنګان بند پاته دي.

د دې سیمې د وحشي ژویو او پارکونو د خدماتو مشر نیک دیکا نن وویل چې داسې ښکاري ډېری نهنګان به مړه شوي وي.

د ښاغلي دیکا په خبره د نهنګانو د وضعیت د ارزونې لپاره کښتۍ لېږل شوي څو معلومه کړي د ځینو نهنګانو ژغورل شونی دی که نه؟

پیلوټ نومي نهنګان معمولاً د استرالیا په جنوب کې اوسېږي. دغه نهنګان تر اووه متره اوږدوالی او درې زره کیلو ګرامه وزن لري.

د کرملېن منتقد الکسي ناوالني له روغتونه رخصت شو

الکسي ناوالني او د هغه مېرمن

د کرملېن منتقد الکسي ناوالني په جرمني کې تر درملنې وروسته د برلین له یوه روغتونه رخصت شو.

په جرمني کې د چریتي روغتون په یوې اعلامیه کې نن ویلي چې د ناوالني روغتیایي وضعیت اوس دومره ښه شوی چې د روغتون د ځانګړو مراقبتونو له برخې رخصت شي.

ډاکتران دا هم وایي چې د مسمومیت د اوږدمهاله اغېزو په اړه د ارزونې لپاره لا اوس وختي دی.

نوموړی تېره میاشت هغه مهال چې په صربیا کې په یوې الوتکه کې ناروغ شوی وو، جرمني ته د درملنې لپاره انتقال شو. روغتیایي چارواکي وایي د ناوالني ازموینو په جرمني، فرانسې او سويډن کې وښودله چې نوموړی په نوويچوک ډوله کیمیاوي مادې مسموم شوی وو.

لوېدیځ هېوادونه له روسیې څخه په دې اړه د وضاحت غوښتنه کوي، خو مسکو تر اوسه په دې اړه د پلټنو پیلولو څخه ډډه کړې ده او وایي لا هم منتظر دي چې د جرم شواهد وویني.

کرملېن د ناوالني په مسمومېدو کې لاس لرل ردوي.

امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۲ لکو واوښت

په امریکا کې د درملنې لاندې په کرونا ویروس اخته شوی کس

په امریکا کې د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېرو له دوو لکو واوښت.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون راپور ورکړی چې هلته په کرونا د اخته نږدې اووه میلیونه کسانو له ډلې دوه لکه او ۸۰۷ کسان مړه شوي.

اندېښنې دا دي چې په امریکا کې ورځ تر بلې د کرونا مثبتې پېښې او مړینې زیاتېږي، خو دا هېواد په نږدې یوه نیمه میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي.

تر امریکا وروسته په برازیل او هند کې د کرونا له لاسه ګڼ خلک مړه شوي.

په برازیل کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو لک او ۳۸ زرو کسانو او په هند کې له ن۹۰ زرو تنو پورته تللی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۱ میلیونه کسان په کرونا اخته دي چې له ډلې یې ۲۳ میلیونه بېرته ښه شوي او له ډلې یې نږدې یو میلیون ۹۷۰ زره ۸۵۷ تنه مړه شوي.

اروپايي اتحادیه: اوکراین دې د پیسو نړیوال صندوق سره رغوونکی کار وکړي

د اروپايي اتحاديې جګپوړی ډیپلومات جوزف بورېل

د اروپايي اتحادیې جګپوړی ډیپلومات وایي، اوکراین ته په کار ده چې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق "ای.اېم.اف" سره رغوونکی کار وکړي ترڅو د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله د ځپل شوي اقتصاد د رغونې لپاره د اروپایي اتحادیې مرسته ډاډمنه کړي.

دغه څرګندونې د دې اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل پرون له اوکراین څخه د کتنې پر مهال وکړې.

هغه وویل، اروپایي اتحادیه هم چمتو ده چې له کیف سره په اقتصادي برخه کې د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ایرو مرسته وکړي ترڅو هغه اقتصادي زیانونه محدود کړي چې د کرونا ویروس خپرېدل‌یې سبب شوي دي.

د قانون د تنفیذ ادارو او د مرکزي بانک خپلواکۍ ته ګواښونو د هغو پنځه میلیارده ډالرو معامله له خنډ سره مخامخ کړې چې په جون میاشت کې له "ای.اېم.اف" سره لاسلیلک شوې ده.

پر دې سربېره د کیف مهمو لوېدیځو متحدینو په اوکراین کې د اصلاحاتو د پرمختګونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د فرانسې ولسمشر د ناوالني د مسمومېدو په اړه له مسکو وضاحت وغوښت

الکسي ناوالني

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له مسکو څخه وغوښتل چې د حکومت د سیاسي مخالفانو د مشر الکسي ناوالني د مسموم کېدو په اړه وضاحت ورکړي.

ناوالني د برلین په یوه روغتون کې بستر او روغتیایي وضعیت‌یې په ښه کېدو دی.

ډاکترانو ویلي چې نوموړی د نوویچوک په نوم فلج کوونکې مادې مسموم شوی دی.

دغه ماده په پخواني شوروي کې تولیدېده. مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته پرون په وینا کې وویل، په اروپا، روسیه یا سوریه کې له کیمیاوي وسلو څخه استفاده نه‌شي زغمل کېدای.

۴۴ کلن ناوالني د اګسټ په ۲۰مه له سایبریا څخه مسکو ته د سفر پر مهال ناروغ شو.

د هغه د سپرلۍ الوتکه په نیمه لاره کې په اومسک ښار کې بېړنۍ کېناسته او نوموړی روغتون ته ولېږدول شو.

روحاني: ایران د امریکا د داخلي او انتخاباتي چنې وهلو وسیله نه‌ده

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، هېواد یې د امریکا انتخاباتو او د دې هېواد د داخلي پالېسۍ د چنې وهلو وسیله نه‌ده.

روحاني دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وکړې او ویې‌ویل چې متحده ایالات پر ایران نه خبرې او نه هم جګړه تپلی شي.

هغه زیاته کړه: "موږ د امریکا د داخلي او انتخاباتي چنې وهلو وسیله نه‌یو. هر دولت چې په امریکا کې انتخابېږي، هغه به په ناچارۍ د ایران ستر ملت ته تسلیم شي."

متحده ایالاتو د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران پر دفاع وزارت او د دې هېواد په اټمي پروګرم کې ښکېلو یو شمېر نورو ادارو نوي بندیزونه ولګول.

د ایران ولسمشر زیاته کړه چې تر بندیزونو لاندې ژوند کول سخت، خو د ده په وینا له خپلواکۍ پرته ژوند کول تر هغه هم سخت دی.

د پاکستان پوځ: له افغانستانه په ډزو کې مو یو سرتېری وژل شوی

ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان له خاورې په ډزو کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان پوځ ویلي چې دغه سرتېری تېره شپه ناوخته هغه مهال ووژل شو چې په باجوړ سیمه کې پر یوې سرحدي پوستې برید وشو.

په دې اړه د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا پېښه په دې سیمه کې د هغه تاوتریخوالي د زیاتوالي ښکارندویي کوي چې کلونه کلونه د پاکستانیو او بهرنیو سخت دریځه وسله‌والو مرکز و.

د چین ولسمشر یو منتقد په ۱۸ کاله بند محکوم شو

چین کې یوه محکمه

چین د ولسمشر شي جین پېنګ یو منتقد او د املاکو د معاملو مشهوره څېره په ۱۸ کاله بند محکوم کړ.

رین ژیکیان د پیکېنګ د یوې محکمې د حکم له مخې، په ۶۱۸ زره ډالرو مالي جریمه هم محکوم شوی دی.

هغه د محکمې له‌خوا په اداري فساد، رشوت اخیستو، درغلۍ او له قدرته په ناوړه استفادې تورن شوی دی.

د محکمې په ویناو ژیکیان دا لګېدلي تورونه منلي او پر خپل جرم‌یې اعتراف کړی دی.

ویل کېږي دغه ۶۹ کلن شتمن کس، د چین د کمونېست ګوند له غړو، له دې ډلې د ولسمشر له مرستیال وانګ کیشان سره نږدې اړیکې لرلې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG