د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۴۹

افغانستان

چارواکي: د بلخ په شولګره کې ۱۹ طالبان وژل شوي

ارشیف

طالبان د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره د جګړې په ترڅ کې ۱۹ طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایې تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د پنجشنبه په ورځ شوې ده.

هغه زیاته کړه: "طالبانو د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په سیاه آب سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر موقعیتونو وبریدونه وکړل چې افغان ځواکونو د هوایې قواوو په ملتیا دا بریدونه په شا وتمبول، په دې نښتو کې ۱۹ طالبان ووژل شول."

ښاغلی رضایي وایي، په دې برید کې دوه افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ارزګان کې د ماشومانو ژوند د ګوزڼ او شري ناروغیو له خطر سره مخ دی

ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول

ارزګان روغتیايي چارواکي وايي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ګڼو ماشومانو ژوند د شري او ګوزڼ د ناروغیو له خطر سره مخ دی.

د ارزګان ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي له تېرو دوه کلنو راهیسې یو لک او شپاړس زره ماشومان د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد له واکسینو بې برخې دي.

دوی وايي، وسله‌وال طالبان اجازه نه ورکوي چې په دې سیمو کې ماشومانو ته واکسین ورکړي.

د ارزګان د عامې روغتیا د ریاست د واکیسنو د برخې مسؤل سیف‌الدین بارک ازادي راډیو ته وویل، د وسله‌والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دا مهال لسګونه ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته دي، او که په دې سیمو کې د پولیو واکیسنو ته اجازه ورنه کړل شي، پر دې ناروغۍ د ګڼو نورو ماشومانو د اخته کیدو وېره شته.

روغتیايي چارواکي وايي،که چیرې په یوه سیمه کې د ګوزڼ یو مثبته پېښه رامنځته شي، او نور ماشومان واکسین شوي نه‌وي، نو په یو ورځ کې په ګوزڼ ناروغۍ د نورو ۲۵۰ ماشومانو د اخته کېدو احتمال شته.

خو وسله‌وال طالبان بیا دا نه مني چې ګني دوی د واکیسنونو مخه نیولي وي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په یو استولي پیغام کې ویلي، واکسیناتوران کولی شي، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې جومات پر جومات ماشومان واکسین کړي.

چارواکي: د کرنې او خوراکي خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه

ارشیف

د کرنې او خوراکي خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دغه پروژه د نړیوال بانک د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په وړیا مرستو پلې کېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه پروژه به په دوو کلونو کې په ۳۴ ولایتونو کې پلې شي.

هغه زیاته کړه: "د اوبولو لګولو د کانالونو بیاروغونې، د اوبو د مدیریت، د اصلاح شويو تخمونو د ویش او په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو لپاره د کچالو، پیازو او سبزیو لپاره د سړو خونو په برخه کې عملي کېږي."

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د کرنې او خوراکي توکو د خوندیتوب دغه بېړنۍ پروژه به ۵ ميلیونه کاري ورځې رامنځ ته کړي او په مستقیم ډول به اووه لکه تنه له دې پروژې ګټه واخلي.

د بایسکل ځغلونې د ازاد سبک سیالۍ پیل شوي

ارشیف

د بایسکل ځغلونې د ازاد سبک سیالۍ تېره ورځ په کابل کې پیل شوي.

د افغانستان د ملي االمپيک کمېټې د مطبوعاتو کمېټې مسؤل مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل په یادو سیالیو کې په دوو برخو کې د کابل او هرات ولایت ۳۲ نارینه او ښځینه لوبغاړو ګډون کړی.

د ښاغلي قاري زاده لوبو نه به شپږ تنه چې څلور یې نارینه او دوه یې ښځینه وي، د بایسکل ځغلونې ملي لوبډلې ته انتخاب شي.

زابل کې د سولې جام فوټبال سیالۍ پيل شوي

ارشیف

په زابل ولایت کې د سولې جام فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د زابل ولایت د المپیک امر محمد ویس عزیزي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دغو سیالیو کې د مرکز کلات لسو الف لوبډلو ګډون کړی.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې دغه لوبې تېره ورځ پیل شوې او شااوخوا شل ورځې به دوام وکړي.

د زابل د المپیک کمېټې امر وايي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د نورو فدارسیونونو لوبې هم پيل شي.

پولیسو کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی

دغه موټر د کابل پلچرخي سیمه کې پر عمومي سړک نیول شوی او پولیسو یې چلوونکی توقیف کړی دی.

پولیسو کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک مازدا ډوله موټر نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دغه موټر کې څلور زره کیلو ګرامه سودیم نایټریټ مواد ځای په ځای شوي وو.

له دغو موادو د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي.

دغه موټر د کابل پلچرخي سیمه کې پر عمومي سړک نیول شوی او پولیسو یې چلوونکی توقیف کړی دی.

طالب مرکچي پلاوی: ښځې دې د راتلونکې په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه لري

قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي

په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوی یو غړی وایي، د افغانستان ښځې باید د خپلې راتلونکې په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه لري.

طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښځې له زده کړو او کارونو منعه کړې وې.

اوس چې له دې ډلې سره د سولې خبرې روانې دي، د د بشري حقونو فعالان په افغانستان کې د ښځو راتلونکې ته اندېښمن دي.

مولوی عبدالسلام حنفي د طالبانو له الاماره ویبپاڼې سره مرکه کې ویلي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم ښځو روغتونونو کې کار کاوه او د پولیسو لیکو کې یې د تالاشۍ دنده مخته وړه، خو په خبره یې دا چې حالات جنګي وو او دوی سره د اوس په نسبت امکانات کم وو، نورو برخو کې یې حقونه خوندي نه وو.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان په اسلامي نظام کې د ټولنې د ټولو اقشارو حقونه خوندي دي، مونږ د افغانستان ټولو ښځو ته ډاډ ورکوو چې انشاالله د دوی ټول حقونه به په اسلامي نظام کې محفوظ وي."

افغان مېرمنې د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته په تېرو ۱۹ کلونو کې د زده کړو او کار په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

دوی اندېښمنې دي چې د طالبانو سره د روغې جوړې په صورت کې د دوی پر حقونو جوړجاړی ونه شي.

په وروستیو کې د نړۍ یو شمېر پخوانیو او اوسنیو مشرانو او مخکښو نړیوالو څېرو هم په یو پرانیستې لیک کې د سولې په بین الافغاني خبرو کې د ښځو د حقونو پر بشپړ خوندیتوب ټینګار وکړ.

بدخشان کې د ماشومانو ګوزڼ ۲ پېښې ثبت شوې

د پولیو یا ګوزڼ له امله فلج شوی ماشوم

په بدخشان ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې.

د بدخشان عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې دا له ۱۴ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په دې ولایت کې ثبت کېږي.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیالې نوشین ګهر ازادي راډیو ته وویل، په پولیو یا ګوزڼ دا دوه تر پنځو کلونو کوچني ماشومان د یمګان او کشم ولسوالیو اوسېدونکي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا ځیني غړي وايي چې په وروستیو کې د طالبانو د مخالفت له کبله په دې ولایت کې سلګونه ماشومان د پولیو له واکسینه بې‌برخې شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې ډله‌یې د پولیو واکسین د تطبیق مخه نه‌نیسي.

په وروستیو کلونو کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي د افغانستان په څو ختیځو او جنوبي ولایتونو پورې محدوده شوې وه.

بشري حقونو کمېسیون: کندهار کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي

ارشیف

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېر یوه کال کې په دې ولایت کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د سږ کال د روژې له میاشتې را په دې خوا په کندهار کې هدفي بریدونه زیات شوي دي.

په دې بریدونو کې چې عموماً له موټرسایکل څخه په کار اخیستو کېږي، قومي مشران، د امنیتي ادارو کارکوونکي او پولیس په نښه کېږي.

د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس په هدفي بریدونو کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې امنیتي ځواکونو یو شمېر حمله کوونکي نیولي دي.

چارواکي: ارزګان کې لسګونه امنیتي ځواکونه محاصره شوي

د ارزګان نقشه

د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې لسګونه امنیتي ځواکونه محاصره شوي دي.

د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو حملې نورې هم زیاتې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "کریمي همداراز وویل چې پرون په دې سیمه کې ۵ افغان سرتېري ټپیان شوي او طالبانو ته هم مرګ‌ژوبلې اوښتي، خو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه‌لري."

له دې سره په یو وخت د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې هم طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د دهراوود او ګېزاب په جګړو کې لسګونه افغان سرتېري وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

راشد لطیف: محمد نبي به د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړی پاتې شي

محمد نبي

د پاکستان پخواني کرکټر راشد لطیف د کرکټ افغان لوبغاړی محمد نبي ستایلی او ویلي یې دي چې نبي به تل د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړی پاتې شي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې محمد نبي په تازه درجه‌بندۍ کې د نړۍ په کچه د ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو لوبو لومړی درجه الراونډر اعلان شو.

۳۵ کلن محمد نبي تېرو څو کلونو کې د افغانستان په ملي لوبډله او بهرنیو لیګونو کې ښه ځلېدلی دی او ګڼ شمېر مینه‌وال لري. محمد نبي او د کرکټ بل افغان ستوری راشد خان دا مهال د هند د کرکټ په لیګ کې د سنرایزرس حیدراباد په لوبډله کې لوبېږي.

له افغانستان سره د ناټو او اروپایي ټولنې د استازو د همکارۍ ډاډ

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتېکورو

په افغانستان کې د ناټو او اروپایي ټولنې استازو دولت ته د ثبات لپاره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتېکورو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د افغانستان د دوامداره ثبات د ملاتړ لپاره به د ناټو او اروپایي ټولنې همکارۍ دوام پیدا کړي.

کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر بیا په جلا ټویټ کې ویلي چې دوی په افغانستان کې له ناټو سره یوځای د پياوړو ملکي پولیسو جوړولو ته کار کوي.

دغه څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې کابل کې د ناټو او اروپایي ټولنې استازو پرون ګډه ناسته درلوده.

قطر کې افغان پلاوی: له ۳ ورځو راهیسې مو له مقابل لوري سره نه‌دي لیدلي

قطر کې د سولې خبرو پیلېدل

په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوی وایي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې دوی خپل‌منځي غونډې کوي او له مقابل لوري سره‌یې نه‌دي لیدلي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، ګډو هوکړو ته رسېدل وخت غواړي، خو دوی ګام پر ګام مخته ځي.

هغې زیاته کړه: "تېرو ورځو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی پر هغو موضوعاتو چې ډېر کار ته‌یې اړتیا لرله، داخلي جلسې جوړې کړې دي. مذاکره دوه اړخیز بهیر دی او په ځینو مواردو کې مشترکو ټکو ته د رسېدو لپاره اوږدېدای شي."

بین‌الافغاني خبرې دوه اوونۍ مخکې دوحه کې پیل شوي، خو تر اوسه د مخامخ خبرو تګلاره او اجنډا نه‌ده بشپړه شوې.

د دواړو لورو مرکچیان هیله‌من دي چې ژر به دغه تګلاره بشپړه شي ځکه د دوی په ټکو اختلافي مسایل جدي نه‌دي.

د کاپیسا چارواکي: حصه دوم کې پر دوو نجونو ډله ییز جنسي تېری شوی

ارشیف

د کاپیسا امنیتي مسئولین وایي، په دې ولایت کې د غیر مسئولو وسله والو لخوا پر دوو نجونو ډله ییز جنسي تېری شوی دی.

یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د کاپیسا ولایت په حصه دوم ولسوالۍ کې شوې.

د دغې سرچینې په وینا یوولسو نامعلومو وسله والو پر دوو پیغلو نجونو ډله ییز جنسي تېری وکړ.

سرچینه زیاتوي، د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي او د کاپیسا پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.

په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

خلیلزاد: ښایي طالبان د سیاسي هوکړې مخکې دایمي اوربند ونه مني

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وړاندوینه کوي چې طالبان به ښایي یوې سیاسي هوکړې ته تر رسېدو دمخه دایمي اوربند ونه مني.

زلمي خلیلزاد پرون د پي بې اس نیوز اور امریکایې رسنۍ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه.

هغه وویل: "فکر کوم تاسو سم وایاست چې طالبان به تر هغو یو هر اړخیز او دایمي اوربند ونه مني چې یوه سیاسي حل لاره نه وي موندل شوې او دا په نورو ځایونو کې هم په ورته شخړو کې بې ساری کار نه دی، زه فکر کوم هغوی د تاوتریخوالي کموالی عملي کولی شي او په پام کې به یې ولري البته دا په دې پوري اړه لري چې وړاندیزونه څه دي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو سره هممهاله د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې درنې جګړې دوام لري.

زلمي خلیلزاد دا هم ویلي چې د روانو جګړو د ډېروالي سره سره د تاوتریخوالي کچه او د ملکي او پوځيانو د مرګ ژوبلې شمېره د پروسږ کال تر همدې مودې پرتله کمه ده.

دغه امریکایې ډیپلومات زیاتوي چې د جګړو د دواړو لورو لخوا د تاوتریخوالي کمېدو ته اړتیا ده.

په همدې ترڅ کې طالبانو نن په بدخشان او بامیان ولایتونو کې د یو شمېر سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې، خو کره شمېره یې نه ده ښودلې.

هرات کې د فول رزم جام سیالۍ ترسره شوې

ارشیف

په هرات ولایت کې نن د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې تر نوم لاندې د فول رزم جام سیالۍ ترسره شوې.

د هرات ولایت د فول رزم فدارسیون په یوې اعلامیې کې راغلي، په دغو سیالیو کې له ۱۲ زونونو ۶۰ تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ګډون کړی.

د اعلامیې له مخې په دغو سیالیو کې ۱۲ ورزشکاران تر نورو ښه وځلېدل.

د یو بل خبر له مخې د هرات ولایت د بدني روزنې ریاست فني مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل، په دغه ولایت کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د بدمنټون سیالۍ هم روانې دي.

د ضیا په خبر د بدمنټون دغه ټاکنیزې سیالۍ کې له خبریالانو د ملاتړ په نامه نومول شوې، چې په کې تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ګډون کړی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG