د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۳۳

ټرمپ: واشنګټن به د بلاروس ناوړه وضعیت په دقت څاري


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په بلاروس کې روان وضعیت ناوړه وباله او ویې‌ویل واشنګټن به دغه وضعیت په دقت څاري.

په بلاروس کې د اګسټ میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ تر لانجمنو ټاکنو وروسته هره ورځ مظاهرې کېږي.

د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون ویلي چې دغه ټاکنې په لوی اکثریت مستبد ولسمشر الکساندر لوکاشینکا ګټلې دي.

اپوزېسیون ویلي چې په دغو ټاکنو کې درغلي شوې او مظاهره‌چیان د پولیسو له سختو فشارونو دغه‌راز د زرګونه مظاهره‌چیانو له توقیف کېدو سره سره د لوکاشینکا لیرې کېدو لپاره خپل غږ پورته کوي. په دغو مظاهرو کې کارګرانو هم برخه اخیستې ده.

سوتلانا څیخانوفسکایا

په دغو ټاکنو کې سوتلانا څیخانوفسکایا د اپوزېسیون عمده کاندیده وه چې د نتایجو تر اعلان وروسته لتوانیا ته وتښتېده.

هغې پرون دوشنبه په یوه وېډیويي پیغام کې لوکاشینکا ته په خطاب کې وویل: "موږ یو موټي یو. ته باید پوه شې، موږ به دې په هغه صورت کې ومنو، که ارادې دې پاکې وي او په صادقانه ډول پښېماني وښیې."

الکساندر لوکاشینکا پرون په پلازمېنه مېنسک کې د ټراکټورونو د کارځای کارګرانو ته په وینا کې وویل: "تاسو د غیر عادلانه ټاکنو خبره کوئ او عادلانه ټاکنې غواړئ."

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا

په دې وخت کې د خلکو له منځ څخه یوه سړي وویل، هو داسې ټاکنې چې ته په‌کې نه‌یې.

لوکاشینکا په ځواب کې وویل: "زه دا پوښتنه ځوابوم، موږ ټاکنې وکړې تر هغو چې زه مو مړ کړی نه‌یم، نورې ټاکنې به نه‌کېږي."

خو لوکاشینکا څو ثانیې وروسته خپل نظر بدل کړ او ویې‌ویل، په بلاروس کې نوې ټاکنې په هغه صورت کې ممکنې دي، که نوی اساسي قانون تصویب او توشېح شي.

مظاهره‌چیان

تېره یکشنبه هم د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې په زرګونه مظاهره‌چیان لارو سړکونو ته راوتلي وو چې دا د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ستره مظاهره ګڼل شوې ده.

XS
SM
MD
LG