د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۰۵

بزنس ورلډ: کونړ کې د لشکر طیبه د دوو مهمو قوماندانانو په شمول ۵ غړي وژل شوي


بهرنۍ ورځپاڼې
  • ګارډين

بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په خپله پرونۍ لیکنه کې د سولې د بین‌الافغاني مذاکرو پر برخلیک او د حکومت د مرکچي هیئت د غړې فوزیې کوفي پر ټپي کېدو لیکنه خپره کړې ده.

فوزیه کوفي تېره جمعه د پروان-کابل پر لاره، په کلکان سیمه کې د ناڅرګندو کسانو په ډزو برسېرنه ټپي شوه.

د ورځپاڼې په لیکنه فوزیه کوفي د حکومت د ۲۱ کسیز مرکچي هیئت غړې ده چې له طالبانو سره به د سولې په راروانو بین‌الافغاني مذاکرو کې برخه اخلي.

د لیکوال په باور که څه هم وسله‌والو طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اړوندو وسله‌والو پر دولتي اشخاصو خپلو حملو ته دوام ورکړی، خو ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، ویلي چې پر فوزیې کوفي په حمله کې د دوی ډله لاس نه‌لري.

د ګارډین په لیکنه، د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دې پېښې په اړه د پولیسو د تحقیقاتو خبره کړې، خو د دې حملې په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

په لیکنه کې د طالبانو او امریکا موافقې ته هم اشاره شوې چې له مخې یې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو، دغه‌راز د طالبانو او حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابرېږي.

  • بزنس ورلډ

هندۍ خپرونې بزنس ورلډ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستانۍ افراطي ډلې لشکر طیبه د پنځو غړو د وژل کېدو په اړه لیکنه خپره کړې چې په وینا یې د دې ډلې دوه مهم قوماندانان هم په وژل شویو کې شامل دي.

دې هندۍ رسنۍ د ځینو سرچینو په حواله ویلي چې دا پاکستاني وسله‌وال، د افغانستان د ملي امنیت له ځواکونو سره په نښته کې د یکشنبې په شپه وژل شوي دي.

په دانګام ولسوالۍ کې د لشکر طیبه د وژل شویو قوماندانانو نومونه پاچا خان او اختر بلل شوي دي.

د خپرونې په وینا د لشکر طیبه ډلې دا وسله‌وال چې په دانګام کې ځای پر ځای وو پر افغان امنیتي پوستو بریدونه پلانول.

پاکستان سم د لاسه د دغو ادعاوو په اړه عکس‌العمل نه‌دی ښوولی.

ملګرو ملتونو په خپل یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې تر شپږ زرو زیات پاکستاني وسله‌وال فعال دي.

XS
SM
MD
LG