د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۴۳

دیپلومات: په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو ستونزه باید هواره شي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • فارن پالیسي

د افغانستان ښځې باید د دغه هېواد د سولې بهیر په مرکز کې وي، دا د فارن پالیسي د یوه مطلب سرلیک دی.

لیکوال ویلي، افغانستان راتلونکې کې یوازې د هغو کسانو مشارکت ته اړتیا نه لري چې وسلې لري، بلکې د نورو افرادو ګډون ته هم اړتیا لري.

مطلب کې راغلي، د سولې بهیر کې د ښځو ونډه ګټوره ده او دا ونډه پخوا د فلیپین، لایبریا او شمالي ایرلنډ د سولې بهیرونو کې تجربه شوې.

د مطلب په دوام راغلي، که د سولې بهیر کې ښځې معنا داره رول ولري، دا د دې ښکارندويي کوي چې پایله به تر ډېره حده بریالۍ او تل پاتې وي.

ځینې مېرمنې بیا اندېښمنې دي چې ممکن د سولې په خبرو کې به د دوی د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ شي.

اوس د ټولو هيلې بین الافغاني خبرو ته دي، هغه خبرې چې ټاکل شوې نژدې ورځو کې د قطر پلازمېنه دوحه کې پيل شي.

  • ديپلومات

ديپلومات په یوه مطلب کې افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو حضور ته کتنه کړې.

لیکوال ویلي، طالبان په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو حضور ردوي، خو پوښتنه شوې چې ایا دا ادعا سمه ده؟

د مطلب په دوام راغلي، د بهرنیو جنګیالیو د شتون په اړه د طالبانو انکار د طالبانو او امریکا د هوکړې د عملي کېدو برخه کې ځینې پوښتنې را ولاړوي.

دواړو لورو تېره فبروري کې په قطر کې هوکړه لاسلیک کړه او په کې وویل شول چې امریکا د ۲۰۲۱ کال تر نیمایي په دې شرط خپل ځواکونه له افغانستانه باسي چې طالبان به له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې وویل، افغانستان کې د القاعده سلګونه جنګیالي له طالبانو سره اړیکه لري، خو طالبانو هغه راپور رد کړ.

د مطلب لیکوال په دې باور دی چې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو ستونزه باید هواره شي، هغه که په ښکاره یا د پردې تر شا وي چې د لیکوال په ټکو تاریخ بیا تکرار نه شي.

څو ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر فاکس نیوز ته وویل، د نومبر تر پایه به افغانستان کې د دوی د ځواکونو شمېر له پنځو زرو ټیټې کچې ته راشي.

نوموړي دا شرط وړاندې کړ چې د ځواکونو وتل به وضعیت ته په کتو کېږي.

امریکا له دې وړاندې هم ویلي، هغه وخت خپل ځواکونه له افغانستانه باسي چې ډاډه شي دغه هېواد بیا د نړیوالو ترهګرو په پټنځای نه بدلېږي.

XS
SM
MD
LG