د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

ساینسپوهانوپه انتارکتیکا کې د پنګوینونو څو نوې ډلې موندلي دي


پنګوین د مارغانو له ډلې دی خو الوتلی نه شي او اکثرا په کنګل وهلو سیمو کې په لویو ټولنو کې ژوند کوي. 
پنګوین د مارغانو له ډلې دی خو الوتلی نه شي او اکثرا په کنګل وهلو سیمو کې په لویو ټولنو کې ژوند کوي. 

ساینسپوهانو له فضا څخه په اخیستل شویو تصویرونو کې په انتارکتیکا کې د پنګوینونو څو نوې ډلې موندلي دي چې مخکې له دې نه وې لیدل شوې.

ساینسپوهانو د هغو پنګوینانو ۱۱ نوې ډلې یا ټولنې موندلې دي چې په انتارکتیکا کې پټ شوي وو.

پنګوین د مارغانو له ډلې دی خو الوتلی نه شي او اکثرا په کنګل وهلو سیمو کې په لویو ټولنو کې ژوند کوي.

دا پنګوینان د انتارکتیکا په هغه سیمه کې استوګن دي چې اقلیمي بدلونونه پکې راغلي او له دې کبله د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په هغه تازه نظرپوښتنه کې چې د چاپېریال ساتنې یوه اړوند ژورنال په روانه اونۍ کې کړې ده ویل شوي چې یوه سټلایټ له فضا څخه د امپراتور ډوله پنګوین ۱۱ نوې ټولنې په انتارکتیکا کې موندلي دي.

امپراتور د پنګوینانو هغه ډول دی چې تر نورو لوی دی او د سر په دواړو خواوو کې ژېړه لیکه لري.

له دې نویو ټولنو سره د پنګوینانو په ټول شمېر کې په سلو کې شاوخوا شل زیاتوالی راځی.

د چاپیریال پوهان وايي، نوې موندنې به پر دې بېساري مارغه د چاپېریال د اغېزو په اړه یو نوی تصویر په لاس ورکړي.

د کوپرنیک څار دوه په نوم د اروپايي کمېسیون د اړوندې سپوږمکۍ د ماموریت په موندنو کې په انتارکتیکا کې د کنګل پرمخ د پنګوین د غایطه موادو نښې لیدل شوي دي.

دا ماموریت وايي، دا نښې چې پخوا تردې نه دي لیدل شوي څېړونکو ته دا فرصت ورکوي چې د دې مارغانو نورې ټولنې ومومي.

د یوولسو نویو ټولنو موندلو په انتارکتیکا کې د دې بېساري مارغه د ټولنو ټول شمېر ۶۱ ته لوړ کړ.

د پنګوینانو د ټولنو په اړه تحقیق خورا زیات ګران کار دی ځکه دوی په هغو لیرې پرتو سړو سیمو کې چې د سړو درجه یې د فارنهایت منفي ۵۸ ته رسېږي، او د انسان ورتګ تقریباً ناممکن دی استوګنه خوښوي.

XS
SM
MD
LG