د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د روسیې په خبروفسک ښار کې اعتراضونه څلورمې اوونۍ ته وغځېدل


د روسیې په خبروفسک کې د اعتراضونو دوام
د روسیې په خبروفسک کې د اعتراضونو دوام

د روسیې د لیرې ختیځ په خبروفسک ښار کې پرون شنبه له باراني هوا سره سره زرګونه کسانو د پخواني والي په ملاتړ د څلورمې پرله‌پسې اوونۍ لپاره زرګونه کسانو مظاهرې وکړې.

دوی شعار ورکاوه، ټول هېواد دې زموږ ملاتړ وکړي.

دا څلورمه پرله‌پسې اوونۍ ده چې د اوونۍ په پای کې د خبروفسک د پخواني والي سرګي فورګال په ملاتړ په دې ښار او د روسیې د لیرې ختیځ په نورو ښارونو کې مظاهرې کېږي.

سرګي فورګال د جولای میاشتې پر نهمه په دې تور ونیول شو چې د روسیې د تحقیقات کمېټې په حواله په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵م کلونو کې یې د ګڼو تجارانو په وژنه کې لاس درلود.

دا نیونه د دې سبب شوه چې د ده ملاتړي لارو سړکونو ته په مظاهرو راووځي. دوی وايي دا پېښه سیاسي انګېزه لري.

د مظاهرې یوې برخه‌والې چې په امنیتي دلایلو نه‌غواړي خپل نوم واخلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې مرکزي حکومت ته په اشاره وویل: "دوی موږ ته اهمیت نه‌راکوي، خپلې پښې په موږ پاکوي. زموږ انتخاب‌یې له‌منځه وړی او هڅه کوي چې د خپلې لوبې قانون پر موږ وتپي، خو موږ یې بس ردوو."

په خبروفسک کې پرون مظاهره‌چیانو په داسې حال کې چې سیمه‌ییز بیرغونه او شعارونه لېږدول، د محلي حکومت د دفترونو له مخې د تېرېدو پر مهال‌یې د «ازادۍ» شعار ورکاوه.

معترضان در حال انتقال سرگی فورگال والی پیشین خاباروفسک که از سوی حکومت روسیه بازداشت شده است.
معترضان در حال انتقال سرگی فورگال والی پیشین خاباروفسک که از سوی حکومت روسیه بازداشت شده است.

د ښاروالۍ چارواکي اټکل کوي چې په پرونیو مظاهرو کې د ګډونوالو شمېر ۳،۵۰۰ ته رسېده، خو په ځینو محلي رسنیو کې دا شمېر تر ۱۰ زرو زیات ښوول شوی دی.

د مظاهرې ځینو برخه‌والو له واک څخه د ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیرې کېدو شعار ورکاوه.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، پولیسو په پرونیو مظاهرو کې چې په خبروفسک کې وشوې، مداخله نه‌ده کړې.

د کومسو مولسک نا امور، ولادي فستوک او یژنو ساخالینسک په ګډون د لیرې ختیځ له نورو ښارونو هم د مظاهرو راپورونه ورکړل شوي چې د خبروفسک ښار پرتله د برخه‌والو شمېر یې کم ښوول شوی دی.

د خبروفسک مشهور والي سرګي فورګال چې د روسیې د ملت‌پال لېبرال ډیموکراتیک ګوند غړی هم و، په ۲۰۱۸م کال د خلکو د پراخ ملاتړ له کبله د ټاکنو پر مهال خپل سیال ته چې د واکمن ګوند متحدې روسیې غړی و، ماتې ورکړه او د والي په توګه وټاکل شو.

فورګال او ملاتړي یې وايي، پر ده لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري او ښايي علت‌یې دا وي چې ده د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې د پوتین یوه متحد ته ماتې ورکړې وه.

کرملېن وايي پر فورګال لګېدلي تورونه جدي دي چې باید ځواب‌یې ورکړي.

XS
SM
MD
LG