د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۲۴

افغانستان

د حامد کرزي هوایي ډګر کې نوي ماشینونه فعال شول

د حامد کرزي هوايي ډګر

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د نویو ماشینونو د فعالېدو خبر ورکړ.

د دې نړیوال هوایي ډګر قوماندان محمد عثمان جانباز وویل: "خوشبختانه د اکسرې قوي ماشینونه اوس لرو چې د دې توان لري، که څوک قاچاق یا ممنوعه څه انتقال کړي، زموږ پرسونل کولای شي چې هغه وپېژني او د قانون منګولو ته‌یې وسپاري."

څه باندې درې میاشتې مخکې د همدې هوایي ډګر په دروازو کې سکنرونه نصب شوي وو.

چین له افغانستان سره د دې ماشینونو مرسته کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

شاهین قول اردو: شمال کې ۷ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

ارشیف

شاهین قول اردو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شمال کې د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د ۱۴ طالبانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه وايي، طالبانو د بلخ ولایت په شولګرې، د فاریاب په ګرزیوان، د جوزجان په فیض‌اباد او د سرپل په صیاد ولسوالیو او د سرپل په مرکز کې پر افغان ځواکونو د حملو پلان لاره، خو په ځوابي حملو کې اووه تنه طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د تندر او شاهین قول اردوګانو د دې ادعاوو په اړه طالبانو څه نه‌دي ویلي.

تندر قول اردو: پکتیکا کې ۹ طالبان وژل شوي

ارشیف، پکتیکا کې افغان ځواکونه

تندر قول اردو په پکتیکا ولایت کې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د نهو طالبانو د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه وايي، طالبانو غوښتل د پکتیکا په ارګون او وازې خوا ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو حملې وکړي، خو د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د ارګون ولسوالۍ په شېخانو سیمه کې پنځه تنه طالبان وژل شوي او درې ټپیان دي او د وازې خوا ولسوالۍ په تروکي سیمه کې څلور طالبان وژل شوي دي.

په بیان کې د یوه افغان سرتېري د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

ولسمشر غني به نن د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړي

ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې غوښتنه تأیید کړه او ژمنه‌یې وکړه چې د دې بندیانو د خلاصون حکم به نن لاسلیک کړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې نن په خپله درېیمه او وروستۍ غونډه کې په خپل پرېکړه‌لیک کې د سولې د ټینګښت لپاره د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

افغان حکومت مخکې ویلي و چې دا بندیان خطرناک مجرمان دي او ولسمشر یې د خوشې کولو صلاحیت نه‌لري، خو ښاغلي غني جرګې ته په وینا کې وویل چې د جرګې پرېکړه د ملت پرېکړه ده او حکومت‌یې په تطبیقولو مکلف دی.

ښاغلی غني وايي: ‌"لویې جرګې په خپل پرېکړه‌لیک کې همداراز ټینګار کړی چې د دې بندیانو له خوشې کېدو سره سم باید له کومې پلمې پرته د مستقیمو خبرو ژر تر ژره پیل یقیني شي."

جرګې همداراز په هېواد کې د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه کړې او پر نړیوالې ټولنې، په خاص ډول پر متحده ایالاتو یې غږ کړی دی چې له افغانستان سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

اشرف غني به نن د مشورتي لویې جرګې د وړاندیز په اړه پرېکړه وکړي

محمد اشرف غني

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن (یکشنبه) په مشورتي لویه جرګه کې د ۴۰۰ طالب بندیانو په اړه د دې جرګې د وړاندیز په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

د ولسمشر غني د پرېکړې تر اعلان مخکې باور کېږي چې مشورتي لویه جرګه به حکومت ته د پاتې طالب بندیانو د خلاصون سپارښتنه وکړي.

د طالب بندیانو خلاصون به د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته لار هواره کړي.

د مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالله عبدالله پرون وویل، د ۵۰ واړو کمېټو غړو د بندیانو د خلاصون ملاتړ کړی.

کرکټ بورډ: د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ سیالۍ لغوه شوه

ارشیف، ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دوی او زېمبابوې د ملي لوبډلو ترمنځ پلان شوې سیالۍ لغوه شوې ده.

ټاکل شوې وه چې دغه لوبډلې به نږدې راتلونکي کې پنځه ۲۰ اوریزې سیالۍ کوي.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي د زېمبابوې حکومت خپلې کرکټ ادارې ته د کرونا ویروس د خطر له امله د یادو لوبو اجازه ورنه‌کړه چې ورسره د لوبو دا لړۍ هم لغوه شوه.

کورنیو چارو وزارت: د پولیسو د بایومټریک لړۍ نږدې وروستۍ شوې ده

ارشیف

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو کې د خیالي تشکیلاتو د له‌منځه وړلو په هدف‌یې د دوی د بایومټریک کولو لړۍ نږدې وروستۍ کړې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ۹۰ فیصده پولیسو بایومټریکي معلومات د (اپس) په نوم سیستم کې ځای شوي او تمه ده پاته نور پولیس هم ثبت شي.

وزارت وایي، له دې سیستم سره پولیسو ته معاش هم په خپل وخت د هغوی بانکي حساب ته لېږدول کېږي.

په دې وروستیو کې پولیسو شکایت درلود چې معاشونه په خپل وخت نه‌ورکول کېږي، چارواکو هم دغه ستونزه تر یوه حده منلې او ویلي یې دي، د هغو پولیسو معاشونو کې ځنډ راغلی چې ثبت شوي نه‌دي.

کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه نن پای ته رسېږي

مشورتي جرګه

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه له درېیو ورځنیو بحثونو وروسته نن پای ته رسېږي.

د جرګې د کاري کمېټو له بحثونو جوړ پرېکړه‌لیک نن اورول کېږي او بیا به ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې د پای وینا کوي.

کاري کمېټو پرون په خپلو بحثونو کې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو خبره وکړه، خو شرط‌یې دا و چې په بدل کې یې باید ملي او نړیوال ضمانتونه ورکول شي.

د مشورتي لویې جرګې مشر او د پخلاینې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي د ۴۰۰ طالب زندانیانو له خوشې کېدو وروسته درېیو ورځو کې به قطر کې بین‌الافغاني خبرې پيلېږي.

د دغو زندانیانو د خوشې کېدو په وړاندې مخالفتونه هم شته چې تفصیل‌یې په روانه خپرونه کې اورېدلی شي.

'د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته به بین‌الافغاني خبرې پیل شي'

د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله

افغان چارواکي وایي د ۴۰۰ طالب بندیانو تر خوشې کېدو درې ورځې وروسته به بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغو خبرو د پیل لپاره بل هېڅ خنډ نه‌شته.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "درې ورځې وخت غواړي، وروسته له دې چې بندیان خوشې شي چې بین‌الافغاني خبرې پیل شي. بله کومه مانع نه‌شته. دا معلومداره مسئله ده چې که سبا دا کسان خوشې شي که بل سبا، تر هغه درې ورځې وروسته بین‌الافغاني مذاکرات پیلېدای شي."

ښاغلي عبدالله رسنیو ته دا هم وویل چې د دغو خبرو لومړی پړاو به په قطر کې وي، خو نور جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

وسله‌والو طالبانو هم وړاندې ویلي وو چې د دوی ټول پنځه زره طالبان خوشې شي، نو په درېیو ورځو کې به له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

د مشورتي لویې جرګې د څه باندې درې زرو ګډونوالو څخه اکثرو یې نن د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره موافقه وکړه، خو دوی وایي دا اقدام به په مشروط ډول کېږي او لومړی به د جګړو ډګر ته د دغو کسانو د بېرته نه‌ورتګ او د دایمي اوربند په اړه ضمانتونه اخیستل کېږي.

مشورتي لویه جرګه پرون په کابل کې پیل او سبا یکشنبه به د وروستي پرېکړه‌لیک په صادرولو پای ته ورسېږي.

افغان حکومت ویلي وو چې دغه ۴۰۰ طالب بندیان پېچلې حقوقي دوسیې لري او ولسمشر یې د خوشې کېدو صلاحیت نه‌لري، نو ځکه‌یې د وروستۍ پرېکړې په اړه مشورتي لویه جرګه راوبلله.

بادغیس کې سږ کال د پستې حاصلات ۳۶ زره ټنو ته رسېږي

ارشیف

د بادغیس د کرني ریاست مسئولین وایې په دې ولایت کې د پستې باغونو په ډېرېدو سره به افغانستان د سیمې په کچه د پستې د سیالۍ بازار ته راووځي .

دغه چارواکي وایي، د دې ولایت پسته به سږکال ۳۶ زره ټنو ته ورسېږي.

اوس مهال ترکمنستان او ایران په سیمه کې د پستې عمده صادروونکي دی.

د افغانستان د پستې وده هم مخ په ډېرېدو ده.

د دې لپاره چې د پستې باغونه ډېرو اوبو لګولو ته اړتیا نه لري، نو د بادغیس ځمکې د پستې باغونو لپاره ډېر مساعد ګڼل کېږي.

د دې ولایت باغ لرونکي له حکومت څخه د پستې د روزنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه لري، څو لا ښه محصولات واخستلی شي.

سیمه ییز چارواکي: هرات کې ۸ کسان ټپیان شوي

ارشیف

اته تنه چې ملکیان هم په کې شامل دي، په هرات کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا په یوه ویشتل شوي توغندي کې ټپیان شول.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد آزادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت ځواکونو لخوا دا توغندی په تیروتنې ویشتل شوی دی.

دا پېښه نن تر غرمې دمخه په هرات کې د ملي امنیت ریاست ته څېرمه شوې ده.

بلخوا د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي آزادي راډیو ته وویل چې اته تنه ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي چې یو لس کلن ماشوم، څلور نارینه او درې پوځیان په کې شامل دي.

د درېیو ټپیانو روغتیایې وضعیت نازک ښودل شوی دی.

 چارواکي: بلخ کې ۱۶وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

شپاړسو وسله والو طالبانو ته په بلخ ولایت کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې چې نن شنبه خپره شوه راغلي چې د طالبانو یوې ډلې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په «وزیرآباد» سیمه کې د برید پلان درلود چې افغان هوایې ځواکونو یې مخه ونیوله.

اعلامیه زیاتوي چې پدې پېښه کې دوولس طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.

دا پېښه تیره شپه شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکايي او پاکستاني چارواکو پر افغان سوله خبرې کړي

ښي لورته پومپیو او چپ لور ته قریشي

د امریکا د متحدو ایالتونو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په پروسه کې د اسلام اباد پر همکارۍ خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، چې مایک پومپیو او د هغه پاکستاني ساري شاه محمود قریشي د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې د امریکا او پاکستان د همکارۍ پر اهمیت بحث وکړ.

په اعلامیه کې د افغانستان سوله د سیمې له ثبات سره تړلې بلل شوې ده.

دواړه مشران په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې د افغانستان چارواکو تر دې مخکې پاکستان په وار- وار د افغانستان د سولې په مسئله کې په دوه مخي سیاست تورن کړی، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.

عبدالله عبدالله له بلقیس روش بخښنه وغوښته

د مشورتي جرګې انځور

د ملي مصالحې عالي شورا مشر په ولسي جرګه کې د فراه د استازې بلقیس روشن په وړاندې د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ د شوي چلند له کبله بخښنه وغوښته.

عبدالله عبدالله، چې د درې ورځنۍ مشورتي لویې جرګې مشري هم کوي، پرون ناوخته له ملي ټلویزیون نه په مرکه کې وویل، له مېرمن روشن سره شوي چلند خواشیني کړی دی.

هغه زیاته کړه: "د دغه ټربیون له لارې له مېرمن روشن نه بخښنه غواړم، دا چلند له هغو ارزښتونو او چلند سره چې دا نظام ورباندې ولاړ دی، په ټکر کې دی، د منلو وړ نه دی او باید وڅېړل شي."

مشورتي لویې جرګې ته د ولسمشر د پرانیستونکې وینا پر مهال بلقیس روشن هغه شعار اوچت کړ چې ورباندې لیکل شوي وو: "وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی."

افغان ولسمشر محمداشرف غني د وینا پروخت بلقیس روشن ته وویل چې چا ته باج نه ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړیو پورې تړلې ده.

مېرمن روشن وروسته د یوې ښځې له خوا په ټېلو- ټېلو د جرګې له تالاره بهر وایستل شوه.

خوست کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

ارشیف

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي، د داخلي کرکټ د ودې لپاره به ډېر ژر په خوست ولایت کې د کرکټ سیالۍ پیل شي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک، پرون جمعه ازادۍ راډیو ته وویل: "ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خوست ولایت کې د کرکټ لوبې پیل شي. دغه لوبې به د اتو ولایتونو ترمنځ وي او ګرېډ ون سیالۍ دي. د لوبغاړو لپاره دغه لوبې خورا مهمې دي."

دغه مسابقې راروانه پنج شنبه (د اګست پر ۱۳مه) پیلېږي او د اګست میاشتې تر ۲۲مې دوام کوي.

په مسابقو کې به د دغو اتو ولایتونو ټیمونه په خپلو کې مسابقه کوي، چې پایلوبه یا نهايي مسابقه به یې په کابل کې وشي.

کندز کې ۲ کسان د هیرویینو د قاچاقو پر مهال نیول شوي

ارشیف

دوه کسان کندز ولایت ته د هیرویینو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.

د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۴ نېټه دوه کسان هغه مهال ونیول چې څه د پاسه یو کیلوګرام هیرویین یې په ۵۹ کپسولونو کې په خپلو خېټو کې پټ کړي او کندز ولایت ته یې قاچاق کول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG