د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۰۶

سټارز انډ سټرايپس: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو د ټرمپ ټینګار


بهرنۍ ورځپاڼې
  • سټارز انډ سټرایپس

ستارز انډ سټرایپس ورځپاڼې له افغانستانه د خپل هېواد د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ټینګار یوه لیکنه خپره کړې.

لیکوال لیکي، ټرمپ تېره میاشت د دفاع وزارت له چارواکو سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر په اړه خبرې کړې وې. په لیکنه کې وړاندې د هغو امریکایي چارواکو له قوله چې له موضوع خبر وو، ویل شوي چې ټرمپ په نومبر میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر ورځې له افغانستانه د پام وړ شمېر امریکایي سرتېرو پر کمېدو ټینګار کاوه.

خو لیکوال وایي، ټرمپ ته ویل شوي چې په افغانستان کې تر ۸،۶۰۰ څخه د کم شمېر امریکایي سرتېرو حضور د قطر د موافقې په شرطونو پورې تړلې چې تر اوسه نه‌ده تطبیق شوې.

د دغې موافقې لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې. اوس د شخړو کمېدل، د بندیانو د تبادلې د بهیر بشپړېدل او د بین‌الافغاني خبرو پیلېدل د دوهمې مرحلې شرطونه دي.

سټارز انډ سټرایپس وړاندې لیکي، امریکایي پوځي چارواکو له ډېرې مودې انتظار درلود چې په منځني ختیځ او افغانستان کې باید د امریکایي سرتېرو شمېر کم شي هغه هم عمدتاً په درې دلیلونو؛ د اسلامي دولت ډلې ځپل، په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته هیله او ښایي تر ټولو مهم په شخړو کې د خپل هېواد له ښکېلتیا سره د ټرمپ نه‌لېوالتیا.

خو د منتقدینو په باور په سیمه کې د امریکا د حضور کمېدا پر ایران تر اخري حده د فشار راوستو لپاره د ټرمپ د ادارې له ژمنې سره په تضاد کې ده.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په غور ولایت کې د هغې نجلۍ کیسې ته پام اړولی چې وایي، د خپلې مور او پلار د وینو غچ‌یې له وسله‌والو طالبانو اخیستی.

په مطلب کې راغلي چې پېغلوټې قمرګلې له خپل کوچني ورور سره په ګریوه کلي کې له وسله‌والو یرغلګرو سره جګړه کړې ده.

هغې له ازادي راډیو سره هم په دې اړه خبرې کړې دي.

قمرګلې ویلي چې د شپې یوه بجه دوی په کور کې ویده وو چې د دهلېز دروازه کې ټک ټک شو او بریدګر راننوتل او مور او پلار یې په ډزو ووژل. قمرګله وایي دې هم دوه حمله کوونکي په ډزو ووژل.

د قمرګلې نوم د ډېرو نړیوالو رسنیو سرلیکونه جوړوي او د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د هغې ستاینه کړې ده.

ځینو په ټولنیزو شبکو کې هغه اتله بللې ده.

طالبانو تر اوسه د دغې، د تېرې اوونۍ د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

خو ګارډین لیکي چې طالبان اکثره هغه کسان چې د افغانستان له حکومت یا افغان امنیتي ځواکونو سره د کار کولو شک پرې وکړي، په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG