د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۴

دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې مراسمو لپاره ولې شبرغان غوره شوی؟


(ښی-کین) عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، شاکر کارګر

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش مشر او د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د رتبې د ورکړې مراسم نن چهارشنبه د جوزجان په مرکز شبرغان کې ترسره شول.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د ولسمشرۍ د تېرو لانجمنو انتخاباتو په نتیجه کې یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د سیاسي لانجو د هواري په هدف لاسلیک شوې موافقه کې دوستم ته د دغې رتبې وړاندیز کړی او منل شوې وه، په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

په دې اړه نوریاس نوري د پوځي چارو له پوه او د افغانستان د دفاع وزارت له پخواني ویاند جنرال دولت وزیري سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې معمولاً دا ډول مهم مراسم چې د افغانستان په تاریخ کې درېیم مارشال ثبتېږي، په کابل کې ترسره کېږي ولې ورته شبرغان غوره شوی؟

ښاغلي وزیري په ځواب کې وویل؛

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:14 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG