د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د افغانستان ځینو خصوصي تعلیمي او تحصیلي بنسټونو غوښتنه: حضوري زده‌کړې دې پیل شي


ارشیف، د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې یو شمېر محصلین. November 18 2019
ارشیف، د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې یو شمېر محصلین. November 18 2019

د افغانستان یو شمېر خصوصي تعلیمي او تحصیلي بنسټونه له حکومته په حضوري ډول د زده‌کړو د بیا پیل غوښتنه کوي.

دا غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې کرونا ویروس سره د مبارزې عالي کمېټې د زمري د میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې په حضوري ډول د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د فعالیتونو د ځنډېدو په تړاو خپله طرحه د تصویب لپاره د کابینې مجلس ته ولېږله.

د دې بنسټونو مسؤلینو د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د قرنطین په موده کې دوی ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي او که دا حالت دوام وکړي په لاریونونو به لاس پورې کړي.

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مشر شفیع‌الله نعیمي د دغه غونډې په څنډه کې ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د قرنطین پر مهال دوی ته نږدې ۷ نیم میلیارده افغانۍ تاوان رسېدلی دی.

ښاغلی نعیمي زیاتوي: "په ټوله کې باید حکومت او د اضطرار کمېټه د خصوصي تحصیلي بنسټونو نظریاتو ته هم پام وکړي او دغه نظریات باید د یوې مناسبې لارې په پیدا کولو سره وکاروي، که پرېکړه هم کوي باید د همدې نظریاتو پر بنسټ وي."

په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې یو شمېر محصلین
په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې یو شمېر محصلین

د خصوصي ښوونځیو ټولنه هم د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي، دوی ټینګار کوي، که غوښتنه‌یې ونه‌منل شي په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې د مشرتابه پلاوي غړی عظیم میدانوال ازادي راډیو ته وویل، په وروستیو څو میاشتو کې د ښوونځیو د رخصتېدو له امله ښوونځي له لویو تاوانونو سره مخ او نږدې ٧٥ زره ښوونکي بې‌روزګاره شوي دي.

هم‌مهاله د ښوونیزو مرکزونو مسؤلین وایي، که د فعالیتونو د پیل اجازه ورکړل شي ټولې روغتیایي سپارښتنې به په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس سره د مبارزې عالي کمېټې پرون د کابینې مجلس ته داسې یوه طرحه لېږلې چې که تصویب شي پر بنسټ به‌یې تعلیمي او تحصیلي بنستونه د زمري میاشتې تر ١٥مې نېټې پورې تړلي پاتې شي.

په پام کې ده چې کابینه سبا د دوشنبې په ورځ دا طرحه وڅېړي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وایي چې د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو دروازې به د حکومت او کرونا ویروس سره د مبارزې د بېړنۍ کمېټې په امر پرانیستل کېږي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان زیاتوي: "تر څو چې افغان حکومت د کرونا ویروس د ګواښ له امله د حضوري زده‌کړو د پیل اجازه ورنه‌کړي، موږ به انلاین زده‌کړو ته دوام ورکړو، ځکه چې اوسنیو شرایطو کې د حضوري زده‌کړو په بحث کې موږ ته د ښوونکو او زده‌کوونکو روغتیا لومړیتوب لري."

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په افغانستان کې د کرونا ویروس په خپرېدو سره د دغه ویروس د پراخېدو د مخنیوي په هدف ټولې تحصیلي او تعلیمي مؤسسې رخصت اعلان کړې، خو وروسته بیا ځینو تحصیلي بنسټونو د قرنطین په موده کې د انلاین زده‌کړو تګلاره خپله کړه.

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسؤلینو په وینا د افغانستان ١٣١ خصوصي پوهنتونونو کې له ۲ لکو زیات محصلین زده‌کړې کوي.

خو د خصوصي ښوونځیو د تولنې مسؤلین بیا وايي چې د خصوصي ښوونځیو شمېر ٢،٥٠٠ ته رسېږي چې یو لک او ۷۵ زره زده‌کوونکي او ٧٥ زره ښوونکي لري.

XS
SM
MD
LG