د ملګرو ملتونو امنیت شورا سوریې ته د بشري مرستو رسولو بهیر وغځاوه خو هغه یې له ترکیې د سوریې شمالي برخې ته چې د سوریې د رژیم یاغیان پرې کنټرول لري، په یوه دهلیز پورې محدود کړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې سوریې ته د ترکیې له پولې یوه دهلیز ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورکوي.
دا هغه څه و چې د روانې اوونۍ په پیل کې روسیې وړاندیز کړی و خو د امنیت شورا د اکثریت غړیو ملاتړ یې خپل نه کړ.
سوریې ته د بشري مرستو رسولو په اړه دا د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځم پرېکړه لیک دی چې پرون شنبې دې شورا تصویب کړ.
له دې مخکې نور پرېکړه لیکونه چې روسیې او یو شمېر یې لویدیځو هېوادونو وړاندې کړي و، رد شوي و.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک یوه ورځ وروسته له هغې تصویبوي چې سوریې ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسولو بهیر چې له ترکیې د دوو دهلیزونو له لارې ترسره کېده، پای ته رسېدلی و.
دغه پرېکړه لیک چې مسوده یې د جرمني او بلجیم له خوا وړاندې شوې وه، د دولسو نورو میاشتو لپاره له کوم ځنډ پرته د مرستو رسولو دغه بهیر غځوي.
یو شمېر لویدیځ هېوادونه بیا دې ته اندېښنه لري چې د مرستو رسولو دغه بهیر چې په یوه دهلیزپورې محدودېږي په سیمه کې یو ملیون او درې سوه زره اوسېدونکي د ژوند له لومړنیو اړتیا بې برخې کېږي.
د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشري چارو ډلو تر ډېره هڅه کړې وه چې د سوریې شمال لویدیځ ته چې اوسېدونکي یې سخت مرستو ته اړ دي، د بشري مرستو دوه دهلیزونه پرانیستې وي، خو دغه هڅې بریالۍ نه شوې.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د تېرې ورځې پرېکړه لیک ته د دې شورا دولس غړیو مثبته رایه ورکړه او روسیې، چین او د دومینیکن جمهوریت له رایې ورکولو ډډه وکړه.
روسیې او چین له دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بل هغه پرېکړه لیک ویتو کړی و چې له ترکیې یې د شپږو میاشتو په مخه د بشري مرستو رسولو دوو دهلیزونو ته اجازه ورکوله.
یوه د باب السلام لاره ده چې د سوریې حلب ته غځېدلې او بله هم د باب الحوا چې د سوریې د یاغیانو تر کنټرول لاندې ادلیب سیمې ته غځېدلې.
سوریې ته د دوو دهلیزونو له لارې د امنیت شورا د پرېکړه لیک مخکینۍ مسودې ته چې د شپږو میاشتو په مخه یې بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکوله، دوه ځلې د روسیې او چین له خوا ویتو شوی و.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې غونډه د کرونا وبا په خاطرد ویډیو کنفرانس له لارې د بندو دروازو ترشاه جوړه شوې وه.
د سوریې شمال لویدیځې برخې ته د بشري مرستو رسولو دغه بهیر د دمشق له مداخلې پرته له ۲۰۱۴ کال راهیسې پیل شوی چې د اعتبارموده یې هرځلې تمدیدېږي.
ملګري ملتونه له ترکیې د سورېې د خاورې دې برخې ته د بشري مرستو رسول ډېر حیاتي بولي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د دغه پرېکړه لیک له تصویب مخکې د روسیې له خوا هغه وړاندې شوی ضمیمه شوي متن رد کړ چې پر سوریې یې د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا لګول شوي بندیزونه دې هېواد ته د بشري مرستو رسولو په وړاندې خنډ بلل.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې مرستیال سفیر دیمیتري پولیانسکې له راییګیري وروسته وویل چې مخکې مسکو د بشري مرستو رسولو لپاره د باب الحوا د یوه دهلیز د پرانستل کېدو ورته وړاندیز کړی او هغه باید یوه اوونۍ مخکې تصویب شوی وی.
هغه وویل، روسیې ځکه دغه پرېکړه لیک ته رایه ورنه کړه چې پر سر یې بې باکه او نه درناوی بحثونه شوي و.
پولیانسکې زیاته کړه، د سوریې شمال لویدیځه برخه له نړیوال قانون سره اړخ ځکه نه لګوي چې په دې سیمه کې ملګري ملتونه حضور نه لري چې د ده په وینا د نړیوالو تروریستانو پر دې سیمې څارنه وکړي چې کېدونکي مرستې څوک ترلاسه کوي.
خو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې کیلی کرافت له دې کبله چې د باب السلام او له عراقه بل دهلیز ال یا روبیه ته اجازه نه ده ورکړل شوې، د خواشینۍ وړوبلل.
هغې زیاته کړه چې د دغو بندو دروازو تر شا ملیونونه انسانان، ښځې، ماشومان او سړیان ژوند کوي چې باورکوي نړۍ یې غوښتنې اوروي.
مېرمن کرافت وویل چې روغتیا او هوساینه یې اوس له ستر خطر سره مخامخ دي.
جرمني او بلجیم چې وړاندې شوې پرېکړه لیک یې تصویب شوی په یوه ګډ بیان کې وویل، په حلب کې یو میلیون او درې سوه زره کسان چې اته سوه زره کسان یې داخلي بې ځایه شوي سوریایان دي ژوند کوي او دوی ته د باب السلام د دهلیز له لارې مرستې رسیدلې، اوس د مرستو دغه لاره پرې وتړل شوه.