د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

ایران کې د کوویډ۱۹ د خپرېدو مخنیوي په هدف پر لویو غونډو بندیز ولګېد


ایران د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله خورا زیات زیانمن شوی دی.
ایران د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله خورا زیات زیانمن شوی دی.

د ایران ولسمشر د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په دې هېواد کې د ودونو او جنازو په څېر د لویو غونډو جوړول ممنوع اعلان کړي دي.

ولسمشرحسن روحاني په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ودونو او جنازو په څېر پر لویو غونډو د موقتي بندیز غوښتنه کړې، خو هغه په ایران کې د اقتصادي فعالیتونو د بندېدو د بلې دورې سپارښتنه نه ده کړې.

پرون شنبې (د چنګاښ په ۲۱مه) د ښاغلي روحاني له دې اعلان وروسته ډېر ژر پولیسو په پلازمېنه تهران کې تر بلې خبرتیا پورې د ودونو او فاتحې د سالونونو د بندېدو خبر ورکړ.

ایران د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله خورا زیات زیانمن شوی دی.

د ایران حکومت له اپرېل میاشتې وروسته د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه په تدریجي ډول نرم کړل خو د کوویډ ۱۹ ناروغۍ نوې پېښې، چې شمېر یې په چټکۍ زیاتېده باعث شوې چې ډېری خلکو د دې محدودیتونو د بیا انفاذ غوښتنه وکړه.

د ایران د روغتیا وزارت پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په کوویډ۱۹ ناروغۍ د ۱۸۰ کسانو د مړینې خبر ورکړ او همداراز ویې ویل چې په دې ویروس ۲۴۰۰ نور کسان هم اخته شوي دي.

د وورلډمیټرز ویبسایټ د شمېرنو له مخې په ایران کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر له ۲۵۵ زرو او په دې ناروغۍ د مړو شمېر له ۱۲۶۰۰ اوښتی.

ولسمشر روحاني وویل چې په عمومي غونډو، لکه د ودونو، جنازې او فاتحې په مراسمو د خلکو راټولېدل په ایران کې په کوویډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو او له دې کبله د مړینو د شمېر د زیاتېدو علت دی.

حسن روحاني
حسن روحاني

هغه دا یادونه هم وکړه چې ښايي پوهنتونونو ته د شمول د کانکور ازموینه هم وځنډول شي.

خو ښاغلي روحاني د دې محدودیتونو له یادولو سره سره د یوې بلې دورې په مخه پر اقتصادي فعالیتونو د بندیز نظریه رد کړه او ویې ویل چې د اقتصادي فعالیتونو بندېدل به د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز وکړي.

روحاني په خپلو څرګندونو کې چې پرون د چنګاښ په ۲۱مه نېټه د ده د دفتر پر رسمي ویبپاڼه خپرې شوې، ویلي چې د اوږدې مودې لپاره د اقتصادي فعالیتونو بندېدل به د خلکو لپاره هم د منلو وړ نه وي.

د ایران ولسمشر ویلي، دی غواړي چې عادي ژوند خو د کلکو روغتیايي شرایطو په پام کې ساتنې سره پیل شي.

په فبروري میاشت کې وروسته له دې چې په ایران کې د کرونا د مخنیوي لپاره په اقتصادي فعالیتونو کې ځنډ راغی، میلیونونه ایرانیان وزګار شول او د دې هېواد پولې واحد- ریال خپل له نیمايي زیات ارزښت بایلود.

اقتصادي بحران د ایران په پارلمان کې د ولسمشر روحاني د سیاسي راتلونکې په اړه تاوده بحثونه هم پارولي دي او حتی ځینو سیاسي جریانونه په ډاګه د هغه د استعفا غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG