د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس پر وړاندې د ډله‌ییز خوندیتوب د احتمال څېړنه کوي


افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ
افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د ډله‌ییز خوندیتوب د احتمال پر څېړنو بوخت دی.

دغه وزارت یوه داسې نظر پوښتنه یا سروې پیل کړې چې له مخې یې په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته او له دې ویروسه د روغو شویو کسانو شمېر معلوم کړي.

عامې روغتیا وزارت وايي د دې نظر پوښتنې (سروې) لپاره په ټول هېواد کې له ۱۲ زره کسانو سره مرکې کېږي، له ۳۶۰ کلیو به په تصادفي ډول غوره شي.

په دې نظر پوښتنه کې د سږ کال د لومړیو درې میاشتو د مړینې کچه د تېر کال له درې لومړیو میاشتو سره پرتله کېږي، څو په ډاکه شي چې څومره کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۱» ازادي راډيو ته وویل: "دغه نظر پوښتنه د عامې روغتیا وزارت سره مرسته کوي چې په راتلونکي کې د قرنطین او ګرځ‌بندیز په تړاو ښه پرېکړه وکړو، کله چې د دې سروې پایلې شریکې شوې موږ ته به هم معلومات وشي چې په افغانستان کې څومره خلک په دې ویروس اخته دي او حکومت د راتلونکو درې میاشتو تر یو کاله پورې کوم پروګرامونه پلي کړي چې په دغه ویروس د ډېرو کسانو د اخته کېدو مخه ونیول شي."

اکمل سمسور
اکمل سمسور

دې څېړنه کې د (کرونا چټک ټسټ) نه کار اخیستل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دغه ‌‌‌‌‌‌ ټسټ اعتبار نه‌دی تأيید کړی.

‎خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، د روغتیا نړیوال سازمان یوازې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د تشخیص په برخه کې چټک ټسټ نه‌دی تأیید کړی او په خبره‌یې، څېړنیزو پروګرامونو کې له دغه ‌‌‌‌‌‌ډول ازمایښت کار اخیستل علمي ستونزه نه‌لري.

‎یو شمېر ‌‌‌‌‌‌ډاکتران وایي، په دغه څېړنه کې د کرونا ویروس د چټک ټسټ نه استفاده کولای شي د پایلو په اړه‌یې شکونه راوپاروي.

‎په جرمني کې د داخله برخې متخصص ‌‌‌‌‌‌ډاکتر اسدالله ژرفبین وايي: "د چټک ازمایښت په اړه چې دولت غواړي په اړه‌یې سروې وکړي، فکر نه‌کوم چې منطقي او علمي اوسي، ځکه چې د روغتیا نړیوال سازمان دا ازمایښت نه‌تأییدوي."

ارشیف
ارشیف

په کابل کې د روغتیا وزارت څېړنه نن بشپړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۱۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۲۳ کسه مړه شوي.

دغه‌شان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۳ کسان له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ بېرته روغ شوي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې پېښې شااوخوا ۳۴ زرو ته ورسېدې چې له ډلې یې ۹۹۴ کسه مړه او شااوخوا ۲۱ زره بېرته روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG