د ترکیې سترې محکمې پرون پرېکړه وکړه چې ایا صوفیه دې جومات شي.
د ترکیې ولسمشر رحب طیب اردوغان پرون جمعه څو ساعته وروسته له دې چې د ترکیې سترې محکمې له موزیم څخه پر جومات د ایا صوفیې د بدلولو پرېکړه اعلان کړه، دا حکم لاسلیک کړ.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې د سترې محکمې د پرېکړې پر اساس به د ترکیې د حکومت هغه پرېکړه لغوه شي چې په ۱۹۳۴ م کال کې یې کړې وه. هماغه وخت د ترکیې حکومت پتېیلې وه چې دا پخوانۍ کلیسا دې موزیم وي.
دا تاریخي ودانۍ له نن څخه ۱۴۸۸ کاله وړاندې د رومي امپراتور لومړي ژوستینین د مېرمن په امر جوړه شوې ده.
پر جومات د ایا صوفیې له اړولو سره پراخ مخالفتونه کېدل، خو له دې سره سره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په وروستیو څو کلونو کې هڅه کوله چې دا تاریخي موزیم په جومات بدل کړي.
ده د وړم کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په لړ کې ژمنه کړې وه چې دا ودانۍ به چې له ۸۵ کلونو راهیسې ورڅخه موزیم جوړ شوی دی، په جومات بدله کړي.
ایا صوفیه په ۵۳۷ م کال د بیزانس امپراتورۍ په مهال د ارتودوکس مسیحیانو د کلیسا لپاره جوړه شوې وه.
د دې ودانۍ پر جوړولو ۱۰۰ معمارانو او ۱۰ زره کارګرو ۵ کاله کار کړی دی.
د ایا صوفیې ګنبده ۵۵ متره لوړه ده او قُطر یې ۳۱ متره دی.
عثمانیانو په ۱۴۵۳ م کال دا کلیسا ونیوله او هغهیې په جومات بدله کړه.
بالاخره په ترکیه کې د اتاتورک له لوري د سیکولر جمهوریت له اعلانه وروسته په ۱۹۳۴ م کال دا تاریخي ودانۍ په موزیم بدله شوه.
د ملګرو ملتونو یونېسکو دا ودانۍ چې هم د مسلمانانو او هم عیسویانو لپاره سپېڅلې ده، د نړۍ د لرغوني میراث په لېست کې شامله کړه.
ایا صوقیه په ترکیه کې یو تر ټولو مهم تورېستي ځای ګڼل کېږي.
یوازې تېر کال ۳ میلیونه او ۷ لکه سیلانیان د ایا صوفیې لیدلو ته ورغلي وو.
په وروستیو اوونیو کې پر جومات د دې ودانۍ د اړولو موضوع په ترکیه او نړۍ کې تاوده بحثونه پارولي دي.
تر دې وړاندې د یونان د باندنیو چارو وزیر ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې پر خپلو نړیوالو ژمنو ودرېږي او د ایا صوقیې په شان مهمو ودانیو چې د ټولو انسانانو ګډ میراث دی، د ساتنې لپاره خپلو ملي او کورنیو ګټو ته اهمیت ورکړي.
د نړۍ د ارتودوکس مسیحیانو مشر هم په یوه پیغام کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتي چې پر جومات د ایا صوفیې د اړولو پرېکړه بېرته واخلي ځکه چې دې ودانۍ ته هم مسلمانان او هم عیسویان درناوی لري.
د ملګرو ملتونو یونېسکو د پنجشنبې په ورځ وویل، په استانبول کې د ایا صوفيې موزیم په وضعیت کې د هر راز بدلون په اړه دې ادارې ته خبر ورکړای شي چې پر اساسیې د نړیوال میراث په کمېټه کې پرېکړه وشي.
خو د ترکیې د سترې محکمې پرېکړې او د اردوغان له لوري د هغې توشېح وښوده چې ترکیه دې غوښتنو ته پام نهکوي.