د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

د کانګرس یو غړی: د نیویارک ټایمز راپور د امریکایي پوځیانو ژوند له خطر سره مخ کړی


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه لیکي، جمهوري غوښتونکي جیم بنکس پر نیویارک ټایمز ورځپاڼې تور پورې کړی دی چې د دې راپور له خپرېدو سره چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعامونه ورکړي دي، د امریکایي پوځیانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

نیویارک ټایمز د جون په ۲۶مه دا راپور خپور کړ بیا وروسته یو شمېر نورو چاپي خپرونو پر دې موضوع راپورونه ورکړل.

د کانګرس غړي جیم بنکس د جمعې په ورځ وویل چې د نیویارک ټایمز راپور داسې جوړ شوی دی چې دا ښکاره کړي چې ولسمشر ټرمپ په یو ډول پر دې انعامونو سترګې پټې کړې دي.

ښاغلي بنکس فاکس نیوز ته وویل، حقیقت دا دی چې دا استخباراتي معلومات یو چا نیویارک ټایمز ته افشا کړي او هغوی هم خپاره کړي اوس موږ له حقیقته هېڅ خبر نه‌یوو چې څوک مسؤل وګڼو.

بنکس په استازو جرګه کې د پوځي خدماتو د کمېټې غړی دی، دی زیاتوي چې دا به نوره هم بده وي که چېرته دغه اطلاعات چې د استخباراتو غړو خپل مشر ته رسولي دي وروسته غلط ثابت شي.

واشنګټن ټایمز بیا د ډیموکرات راجا کریشنامورتي خبرې رااخیستې دي چې د ښاغلي بنکس له خبرو سره هم نظره نه‌دی. دی وایي، کله استخباراتي معلومات ډېر کره وي، کله ډېر نه‌وي او مخالفت ورسره کېږي بیا په دې برخه کې مشر پرېکړه کوي.

د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ اوبراین ویلي و که چېرته دا راپورونه تأیید شي چې روسیې طالبانو ته د دې لپاره انعامونه ورکړي چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه او د هغوی متحدان ووژني، واشنګټن به سخت ځواب ورکړي.

ورته ژمنه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره اوونۍ وکړه او ویې‌ویل، که دا خبره ثابته شوه چې روسان د امریکایانو ژوند په خطر کې اچوي، نو جدي ځواب به ورکړو.

روسانو او طالبانو دا راپور رد کړی دی.

  • مېل انلاین

یوې بلې چاپي خپرونې، مېل انلاین یوه بله موضوع رااخیستې ده، دا خپرونه لیکي، د ډنمارک د کډوالو شورا له نړیوالو د لسګونو میلیونو ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده. دا مؤسسه په نړۍ کې یوه له لویو غیر دولتي مؤسسو څخه ده چې له بې‌ځایه شویو او کډوالو سره مرستې کوي.

مېل انلاین لیکي چې (DRS) مؤسسې په وروستیو کې د نړۍ په ۳۷ هېوادونو کې د ۷۰ میلیونه بې‌ځایه شویو کسانو لپاره د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په خاطر د ۶۰ میلیونه ډالرو مرستو راټولولو هڅې پيل کړې دي.

د دې مؤسسې سفیره ۳۲ کلنه افغانه نادیه ندیم ده. نادیه ندیم وایي، ۱۰ کلنه وه چې له خپلو څلورو خویندو او مور سره د شپې مهال له افغانستانه په لارۍ کې وروسته تر دې ووته چې پلار یې جنرال و او طالبانو وواژه. دوی بیا ډنمارک ته ولاړل او هلته‌یې پناه واخیسته.

نادیه ندیم د فوټبال مشهوره لوبغاړې ده، د اروپا په څو کلبونو کې د حرفه‌اي فوټبال لوبغاړي په صفت لوبېدلې ده، اوس د فرانسې له مشهور فوټبال کلب پاریس سان جیرمان سره لوبه کوي، په ورته وخت کې په ډنمارک کې د طب پوهنځی لولي چې یو سمستر یې پاتې دی.

مېل انلاین لیکي، نادیه غواړي چې د خپل ژوند تجربې له هغو نورو کډوالو سره شریکې کړي چې له جګړه‌ځپلو سیمو اروپا ته راغلې دي او په دې ډول له هغوی سره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG