د کورونا له بیا خپرېدو سره چین د جګړې د وخت تدابیر غوره کړل
وروسته له دې چې د چین په پلازمېنه پېکینګ کې دوې میاشتې د کورونا وایرس مثبتې پېښې ثبت نه شوې، په دغه ښار کې یو وار بیا مثبتې پېښې زیاتې شوي دي. چینايي چارواکو که څه هم دا ښار بشپړ قرنطین کړی نه دی، خو سخت تدابیر یې پلي کړي دي. چین په نړۍ کې د کورونا وایرس د خپرېدو اصلي او لومړی مرکز ګڼل کېږي.