د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۳۷

سټارز اند سټرایپس: بولتون د کتاب په خپرولو جرم کوي


بهرنۍ ورځپاڼې
  • سټارز اند سټرایپس

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولتون پر څرګندونو ډېرې تبصرې کېږي.

سټارز اند سټرایپس ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، جان بولتون په یوه کتاب کې چې روانه اوونۍ د سې شنبې په ورځ خپور شو، د افغانستان په اړه په سپینه ماڼۍ کې د نظر پر اختلاف او ځینو داسې مسایلو بحث کړی چې د جمهوري پال ګوند د غړو په باور باید نوموړي پټ مسایل نه‌وی افشار کړي او د ډیموکرات ګوند غړو بیا ویلي چې ده باید دا مسایل تېر کال د استیضاح کېدو په ترڅ کې څرګند کړي وی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو مخکې تر مخکې ویلي و چې بولتون د دې کتاب په خپرولو جرم کوي.

بولتون لیکلي چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر زیاتېدا ناکامه هڅه بلله او غوښتل‌یې چې ډېر مخکې لا له افغانستانه ټول پوځیان وباسي.

بولتون په دې کتاب کې چې سرلیک‌یې دی "هغه خونه چې دا په‌کې پېښ شول" د ټرمپ په کابینه کې د خپل ۱۷ میاشتني کار په لړ کې مسایل رانغښتي دي.

بولتون لیکلي، ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهم کال کې غوښتل چې له افغانستانه امریکايي پوځیان وباسي، خو د هماغه وخت د دفاع وزیر جیم مټېس او نورو د اصرار له کبله‌یې دا کار ونه‌کړ.

امریکا له طالبانو سره د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د سولې موافقه وکړه چې پر اساس‌یې تر جولای پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته راکمېږي، خو امریکايي چارواکو ویلي چې ډېر مخکې یې د خپلو پوځیانو شمېر دې حد ته رالږ کړی دی.

  • جاپان اېن اېچ کې

د جاپان اېن اېچ کې نشراتي مؤسسې په خپله خپرونه کې په افغانستان کې د یوه جاپاني خدمتګار تتسو ناکامورا په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ناکامورا چې ډېرو په افغانستان کې کاکا مراد باله، شپږ میاشتې مخکې د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې ووژل شو او ډېر افغانان پرې سخت خوابدي شول.

د جاپان اېن اېچ کې ورلډ خپرونه وايي، ناکامورا ووژل شو، خو سولې ته د نوموړي ژمنه په افغانستان کې د خلکو په ذهنونو کې تازه ده.

خپرونې د ناکامورا هغه انځور ته اشاره کړې چې په کابل کې یو شمېر کسانو پر دېوال کښلی او پرې لیکل شوي دي "ته به زموږ په زړونو کې ژوندی یې".

د ناکامورا د وژلو په تور څلور تنه نیول شوي وو، خو په دې خاطر بېرته پرېښودل شول چې په پېښه کې د لاس لرلو په اړه‌یې شواهد او اسناد ونه‌موندل شول.

ناکامورا په افغانستان کې څه باندې ۳۰ کاله تېر کړل او پر ګڼو پروژو یې کار وکړ چې له کبله‌یې ډېرې ځمکې ابادې شوې.

جاپانۍ خپرونې لیکلي چې د ناکامورا له مړینې نیم کال وځي، خو د افغانستان په وضعیت کې لا هم ښه‌والی نه‌دی راغلی، د طالبانو او داعش حملې روانې دي او اوس کرونا ویروس هم پرې زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG