- ډېلي ټلګراف
ډېلي ټلګراف ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې روغتیايي کارکوونکي چې د کرونا ویروس سره په مبارزه بوخت دي، له حملو سره مخامخ کېږي.
ورځپاڼه لیکي چې طالبانو او د افغان حکومت ځواکونو په تېرو میاشتو کې دا کارکوونکي په نښه کړي دي.
په مقاله کې د افغانستان د روغتیايي سیستم وضعیت ضعیف بلل شوی او ویل شوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله سخت زیانمن شوی دی.
ورځپاڼې د ثور میاشتې هغې حملې ته هم اشاره کړې چې د کابل په دشت برچي کې پر یوه زېږنتون وشوه او د نویو زېږېدلو کوچنیانو، ښځو او روغتیایي کارکوونکو په ګډون ۲۴ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
د بېپولې ډاکټرانو ادارې د کابل په لوېديځ کې د روغتون دا برخه مدیریت کوله، خو تر حملې وروستهیې وویل چې په دشت برچي کې خپل فعالیت دروي. د هغې حملې مسئولیت چا نهدی منلی.
افغان حکومت او طالبان یو بل ملامت کړل. د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال ازادي راډيو ته وویل چې هغې حملې چې ملکیان په نښه کوي د طالبانو کار دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وویل چې دا ډول حملې دولتي ځواکونه کوي او ادعا يې وکړه چې ډېری دا حملې هوایي وي.
- ريپبلېک ورلډ
ریپبلېک ورلډ په افغانستان کې تر ۵۰ زیاتو ملکیانو د برمته نیول کېدو په اړه لیکلي دي.
په مقاله کې راغلي چې طالبانو د سولې د خبرو پر یوه وخت د خلکو برمته نیولو ته دوام ورکړی دی.
د دایکنډي د والي ویاند عباس کامیار ازادي راډيو ته وویل چې په برمته نیول شویو کې نهه موټر چلوونکي او ۲۸ ښځې او کوچنیان وو. ده وویل چې طالبانو د ځايي مشرانو په منځګړیتوب هغوی ټول راخوشې کړل. چارواکو ویلي چې دا کسان له ارزګانه راخوشې شول. د دې پېښې انګېزه نهده روښانه.