د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۴۲

هند او چین په همالیا کې بیا ولې ښکر په ښکر شول؟


د هند سرحدي سرتېري

لډاغ د هند او چین ترمنځ ، د همالیا په لویدیځه لمن کې لوړه اوسمسوره سیمه ده.

دا سیمه د سمندر له سطحې په ۴۲۵۰ متره ارتفاع کې پرته ده او ګڼ ځنلګونه، دریابونه او لوړ غرونه لري.

په دې ښکلې سیمه کې اکثره د حرارت درجه د سلسیز په حساب تر صفر لاندې وي.

د هند او چین ترمنځ د سرحدي کنټرول غیر رسمي کرښه ( ایل اې سي ) بلل کېږي.

دا کرښه په کومو سیمو کې تېریږي؟

د هندۍ ورځپاڼې، هندو په مقاله کې چې د جون په ۱۳مه خپره شوه د دې کرښې پر جغرافیايي موقعیت او سیاسي اړخ مفصل بحث شوی دی.

د مقالې په حواله، په لویدیځو سیمو کې دا کرښه تر ډېره حده د چین له لوري سرحد بلل کېږي.

خو د هند حکومت د کراکوروم پر دره چې دا کرښه ورڅخه پیل کېږي، اختلاف لري.

د هند نظامي لارۍ د لډاغ سیمې ته روانې دي کومه ځای کې چې نښته شوې.
د هند نظامي لارۍ د لډاغ سیمې ته روانې دي کومه ځای کې چې نښته شوې.

په ختیځ کې دا کرښه هند سرحد ګڼي چې د مک ماهون له کرښې سره تېرېږي او د هند اروناچل پردېش ایالت له تبته جلا کوي.

د مک ماهون کرښه په ۱۹۱۴ میلادي کال کې چې هند لا د بریتانیې تر لاس لاندې واو د تبت ترمنځ منل شوې وه.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، په دې ځای کې د کرښې دواړو خواوو ته د اختلاف ريښې په هغو تبیعضي اداري مسایلوکې ريښه لري د هند پر لویه وچه د بریتانیې د واکمنۍ له مهاله پاتې شوي دي.

د هندو ورځپاڼې په حواله، په سیکم کې چې د کرښې په امتداد کې منځنۍ سیمه ده، د هند او چین حکومتونه ایل اې سي د جلايي کرښه ګڼي او یوازې پر خال خال ځایونو اختلاف لري.

د هندو د دې مقالې د لیکوال، اننت کرشننت په لیکنه، ( ایل اې سي) کرښه د دې لپاره جنجالي ده چې یوې خوا هم په رسمیت نه ده منلې او د نړۍ په هېڅ رسمي نقشه کې دا کرښه د هند او چین ترمنځ د رسمي سرحد په توګه نه لیدل کېږي.

د اختلافونو یو دلیل دا دی چې ( ایل اې سي) په نظري ډول منل شوې او دا سیمه غرنۍ ده او کله چې د ځمکې پرمخ د دې کرښې د منلو خبره را مخته کېږي دواړه خواوې پردې نه جوړېږي چې دقیقاً له کومو سیمو کې تېرېږي.

د همدې اختلاف له کبله، هند او چین په ۱۹۵۹ میلادي کال کې خونړی جنګ وکړ.

په لډاغ او د هند د شمال ختيځ په ځیني نورو سیموکې په ۱۹۶۲ میلادي کال کې بله خونړۍ نښته وشوه او د دواړو اټمي قدرتونو ترمنځ د ۱۹۶۷ میلادي کال په جنګ کې سل ګونه کسان ووژل شوو.

له دې کبله، دواړو خواوته د باور فضا خړه ده.

د وضعیت د نسبي کرارۍ لپاره، نوي ډیلي او پکنګ په ۱۹۹۳ میلادي کال کې موافقه وکړه چې یو لوری به هم د کنټرول وروستۍ کرښې ته نږدې له پوځي قوې کار نه اخلي او هر یو به خپل پوځيان له دې ځایه شل کیلومتره لرې کوي.

آرشیف
آرشیف

سره له دې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د هند، چین او بهوتان پولې ته په نږدې سیمه کې لنډه نښته شوې وه خو له هغه راهیسې نسبي کراري وه.

خو په لډاغ کې چې د هماچل پردېش او تبت ترمنځ پر کرښه پرته ده، وروستۍوسله واله لانجه، د تېرې دوشنبې په شپه پېښه شوه.

هندي لوري پر چینايي پوځيانو تور پورې کړ چې په د ګالوان دره کې یې د ۱۹۹۳ کال له موافقې سرغړونه کړې وه.

خو چینايي لوري ادعا وکړه چې د هند عسکر پر کرښه ور اوښتي وو.

د رپوټونو پر اساس، په نښته کې د هند ۲۰ عسکر ووژل شول.

د چین پوځ لا نه دي ویلي چې عسکر یې په نښته کې وژل شوي که نه خو هندي رسنیو ادعا کړې چې د چین لور ته هم ۴۰ عسکر وژل شوي یا سخت زخیمان شوي دي.

په سیمه کې سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د هند حکومت د سه شنبې په ورځ، اضافي ملېشه ځواکونه سیمې ته واستول.

د هند صدراعظم نرندر مودي د جون په ۱۷مه، په ټلوېزیوني وینا کې له چین سره د وروستۍ سرحدي لانجې په اړه وویل چې دوی سوله غواړي.

مودي وویل چې هند به یوازې په هغه وخت کې چې له مقابله لوري تحریکونکی اقدام وشي، برابر ځواب ورکوي.

مودي وویل: "زه غواړم چې خپل هېواد ته ډاډ ورکړم چې زموږ د عسکرو قرباني به بې ځایه ولاړه نه شي."

د هند صدراعظم نرندر مودي
د هند صدراعظم نرندر مودي

د هند صدراعظم وویل چې هېڅ څوک باید پردې شک ونه کړي چې د هند خاورې بشپړتیا د دوی لپاره تر بل ارزښت لوړ ځاي لري.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هند باید ناسمه محاسبه ونه کړي او باید د چین تعهد باید چې د خپلې خاورې د بشپړتیا ساتنې ته یې لري، بابېزه ونه ګڼي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لی جان د سه شنبې په پیکنګ کې خبریالانو ته وویل: "نوی ډيلي او پیکنګ له پوځي او ډیپلوماتیکو چینلونو په تماس کې دي او د ستونزې د حل هڅې کوي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت له هنده وغوښتل چې د پېښې په اړه جدي څېړنه وکړي او مسئول کسان مجازات کړي.

د تازه لانجې علت څه دی؟

یو شمېر پوځي څارونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په وروستیو کې د هند حکومت په دې سیمه کې د لارو او سرکونو، هوايي ډګرونو او لویو تاسیساتو په جوړولو بنا کړې ده.

هند غواړي چې هغه خلا چې د چین خواته له شوي پرمختګه د هند لوري ته معلومېږي، ډکه کړي.

د هند حکومت په اکټوبر کې د دې سیمې په ګالوان دره کې یوې هوايي اډې ته تللی سرک جوړ کړ.

نوې ډیلي وویل چې دا کار یې د کنټرول له کرښې خپل لور ته کړی دی.

خو د چین حکومت د هند پردې کار سخت اعتراض وکړ او ویې ویل چې سرک په هغو سیمو کې نږدې تېر شوی چې دوی یې د ځان د خاورې برخه ګڼي.

XS
SM
MD
LG