د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

جرمني د روسیې حکومت په برلین کې د یوې وژنې په حکم ورکولو تورن کړی


ځلیم خان خانګوشویلي د اګست په ۲۳ مه په رڼا ورځ په برلین کې ووژل شو چې له امله یې ګرجستان کې د جرمني سفارت مخې ته لاریون وشو.
ځلیم خان خانګوشویلي د اګست په ۲۳ مه په رڼا ورځ په برلین کې ووژل شو چې له امله یې ګرجستان کې د جرمني سفارت مخې ته لاریون وشو.

جرمني څارنوالانو د روسیې حکومت په برلین کې د یوې وژنې په حکم ورکولو تورن کړی دی.

دوی وايي، تېره کال د جرمني په پلازمېنې برلین کې د یو چینچن ټبري ګرجستاني وژنه د روسیې د حکومت په امر شوې وه.

په جرمني کې څارنوالانو یو روسی کس چې ګومان کېږي تېر کال یې په برلین کې د ځلیم خان په مشرۍ یو چیچن ټبری ګرجستانی وژلی، رسماً په قتل تورن کړی او ویلي یې دي د دې وژنې امر د روسیې د حکومت له خوا ورکړل شوی و.

ځلیم خان خانګوشویلي د اګست په ۲۳ مه په رڼا ورځ په برلین کې ووژل شو او دې پېښې د مسکو او برلین اړیکې ترینګلې کړې.

جرمني د تېر کال په ډېسیمبر میاشت کې دوه روسي ډیپلوماټان په تحقیقاتو کې د همکارۍ نه کولو له کبله وویستل.

د المان فیډرالي څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ دا کس وادیم کی معرفی کړ او هغه یې په وژنه او د وسلې لرلو له قانون څخه په سرغړاوي تورن کړ.

څارنوالان وايي، چې نوموړي ته د تېر کال د جولای له نمايي مخکې د روسیې د فیدراسیون د مرکزي حکومت له خوا دنده سپارل شوې وه څو ځلیم خان خانګوشویلي چې یو وخت په چیچنیا کې د روسي ځواکونو خلاف جنګیدلی و، له منځه یوسي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د څارنوالانو له دې اعلان وروسته وویل چې د روسیې سفیر پرون یو ځل بیا د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو، څو د برلین دریځ د شک او تردید پرته روسي لوري ته روښانه شي، او د ا چې جرمني د دې قضیې په خاطر د نورو اقداماتو برخه کې خپل حق ساتي.

خو روسي رسنیو وروسته په برلین کې د روسیې د سفیر له قوله راپور ورکړ چې که جرمنې د دې قضیې په خاطر نویو اقداماتو ته مخه کړي د روسیې له غبرګون سره به مخ شي.

د روسیې سفیر سرګي نیخایېف د مسکو په امر د ځلیم خان د وژنې تور بې بنسټه وباله او رد یې کړ.

ځلیم خان څلوېښت کلن و، او له څو بریدونو ژوندی وتلی و.

نوموړی د ۲۰۰۰ میلادي کلونو په لومړیو کې د چیچنیا په دویم جنګ کې د بیلتون غوښتونکو تر څنګ د روسي ځواکونو خلاف جنګیدلی و.

XS
SM
MD
LG