په امریکا کې د وژل شوي تور پوستي جورج فلوید ورور له ملګرو ملتونو د تحقیقاتو غوښتنه وکړه. جورج فلوید نږدې یوه میاشت مخکې د پولیسو د توقیف پر مهال ووژل شو چې له املهیې د امریکا په متحده ایالاتو او نورې نړۍ کې پراخې مظاهرې او اعتراضونه وشول.
د جورج فلوید ورور فیلونیس فلوید له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د امریکا په متحده ایالاتو کې دې د پولیسو له لوري د تور پوستو د وژلو د پېښو او د سولهییزو مظاهرو پر ضد د تشدد، بېپرې تحقیقات پيل کړي.
فیلونیس فلوید پرون په یوه وېډیو پیغام کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له څانګې چې مرکز یې په جنوا کې دی، د دې تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
د دې غوښتنې پر مهال په جنوا کې د افریقایي هېوادونو په بلنه د امریکا په متحده ایالاتو کې د پولیسو له لوري د نژادي تبعیض او خشونت په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وشوه.
جورج فلوید د مې په ۲۵مه وروسته تر دې ساه ورکړه چې یوه سپین پوستي پولیس په مینیاپولیس کې د هغه پر غاړه نږدې نهه دقیقې زنګون ایښی و. تر دې وروسته د امریکا په متحده ایالاتو او د نړۍ په یو شمېر نورو سیمو کې د توکمپالنې پر ضد مظاهرې وشوې.
د مظاهرو په ترڅ کې د جون په ۱۲مه یو بل تور پوستی امریکایی، رایشارد بروکس د نیولو پر مهال د پولیسو له لوري د شا لهخوا دوه ډزه ولګېد چې له دې سره اعتراضونه نور هم سخت شول.
د جورج فلوید ورور په خپل پروني وېډیویي پیغام کې د خپل ورور د قضیې په برخه کې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې له لوري د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
فیلونیس فلوید زیاته کړه چې په متحده ایالاتو کې د تور پوستو ژوند ته اهمیت نهورکول کېږي او د کمرې مخې ته د ده د ورور له وژنې څرګندېږي چې پولیس له تور پوستو سره څرنګه چلند کوي.
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو جګپوړې چارواکې میچیل باچلېت د جورج فلوید مړینه داسې بېرحمي وبلله چې د دې په وینا نهشي توجیه کېدای. دې خبرداری ورکړ چې دا پېښه د منظمې توکمپالنې سمبول ده چې په میلیونونو افریقایان ترې اغېزمن کېږي.
مېرمن باچلېت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې په غونډه کې د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ چې د غلامۍ او استثمار میراث ته د پای ټکی کېږدئ.
دې وویل چې هېوادونه باید د پولیسو په برخه کې اصلاحات راولي.
بل لور ته د سې شنبې په ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې باید د پولیسو روزنه ښه شي چې څرنګه له ځواکه استفاده وکړي او څرنګه سم چلند وکړي.
همداراز جمهوري غوښتونکو په سنا کې د چهارشنبې په ورځ یوه نوې لایحه د پولیس په ادارو کې د اصلاحاتو لپاره وړاندې کړه.
تیم سکات په سنا کې د جمهوري غوښتونکو یوازني تور پوستي استازي چې د دې لایحې په چمتو کېدو کې برخه اخیستې ده، وویل، له دې لایحې سره به هم پولیس نور خوندي شي او هم به مشکوک کسان تر پخوا مصونه شي.
بل لور ته ډیموکراتان په استازو جرګه کې د یوې داسې لایحې لپاره چمتووالی نیسي چې د تبعیض مخه ورسره ونیول شي او تمه ده چې د جولای په څلورمه دا لایحه په قانون بدله شي.