د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۲۵

دې هېل: د طالبانو دوه مخې لوبه، هم جګړه کوي او هم د سولې خبرې


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • دې هېل

دې هېل خپرونې په افغانستان کې د طالبانو د نویو تهدیدونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې طالبانو د سولې د مذاکراتو تر نوم لاندې نړۍ ته خپل ځان په یوه بڼه وړاندې کړی او بل لور ته‌یې له نورو سخت دریځو ډلو سره لاس یو کړی دی.

د دې هېل خپرونې لیکوال په دې باور دی چې دا د طالبانو دوه مخې لوبه ده چې پر یوه مهال هم جګړه کوي او هم د سولې خبرې کوي.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو هغه راپور ته هم اشاره شوې چې وايي طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې ساتلې دي.

په دې مقاله کې لولو چې حقاني شبکه د طالبانو خطرناک مټ دی چې د سولې هېڅ دلیل نه‌ویني او دا شبکه له داعش او لشکر طیبه ډلې سره اړیکې لري.

په مقاله کې لیکل شوي چې لشکر طیبه پاکستان مېشتو سخت دريځو رامنځته کړې او له نورو سخت دريځو سره په روزنه او لوژیستکي برخه کې ملاتړ کوي. په مقاله کې لیکل شوي چې د لشکر طیبه لږ تر لږه ۸۰۰ جګړه‌ماران په افغانستان کې فعالیت کوي.

د مقالې د لیکوال په وینا اوس‌مهال حقاني شبکه د طالبانو ۲۰ فیصده برخه جوړوي او د داعش تر بیرغ لاندې شا او خوا ۲،۲۰۰ جګړه‌ماران په افغانستان کې فعال دي چې لږ تر لږه ۱۰ فیصده‌یې بهرني جګړه‌ماران دي او په سوریه او عراق کې د جګړې تجربه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي وو چې شاوخوا شپږ نیم زره پاکستانيان د طالبانو په لیکو کې جنګېږي.

د دې هېل د مقالې لیکوال په دې باور دی چې د طالبانو په ډله کې پر سیاسي او نظامي کچه مخالفتونه شته او له همدې کبله طالبان په علني توګه نه‌غواړي له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي ځکه په دې کار سره د طالبانو ترمنځ پر نظامي کچه مخالفتونه نور هم زیاتېدای شي.

د مقالې په پای کې لولو چې امریکا په دې اړه پرېکړه نه‌شي کولای چې په افغانستان کې څه کول غواړي، خو که په راتلونکي کې امریکا هر ډول پرېکړه وکړي، له نورو ډلو سره د طالبانو ائتلاف باید له پامه ونه‌غورځول شي.

  • دې نشنل انټرسټ

دې نشنل انټرسټ خپرونې په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا پرېکړه چې له افغانستانه خپل ځواکونه ژر تر ژره ایستل غواړي، د امریکا کورني سیاست ته په کتو شوې ده، نه د افغانستان وضعیت ته په کتو.

د مقالې لیکوال لیکي، په افغانستان کې د امریکا جګړه له کلونو راهیسې د پای ته رسېدو په حال کې ده او څه نا څه پای ته رسېدلې ده.

په مقاله کې لیکل شوي چې په افغانستان کې د امریکا د دې دريځ په نتیجه کې چې ګواکي جګړه انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده، په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې تر ټولو زیات بهرني سرتېري وګمارل شول.

په ۲۰۱۱م کال کې په افغانستان کې یو لک نظامي پرسونل ځای پر ځای شوي وو.

په مقاله کې راغلي چې د افغانستان جګړې ته د پای ټکي ايښودو کلونه موده ځکه ونیوله چې ګاونډي پاکستان سخت دريځو ته خوندي ځایونه ورکول جاري ساتلي او په افغان حکومت کې فساد او خپلمنځي اختلافاتو دوام وکړ.

د مقالې د لیکوال په باور طالبان هېڅ اړتیا نه‌ویني چې په افغانستان کې د یوه باثباته حکومت برخه شي ځکه غړي يې فکر کوي ډیموکراسي یو بهرنۍ مفکوره ده. د لیکوال په باور طالبان د سولې په مذاکراتو کې ځکه ګډون کوي چې دا ورته یو ځل بیا د واک ترلاسه کولو لاره ښکاري.

مقاله یوه پوښتنه مطرح کوي چې ایا امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې؟ په ځواب کې راغلي چې نه. د لیکوال په وینا امریکا په خپل لومړي هدف کې بریالۍ شوې چې القاعده ډله ضعیفه کړي او طالبانو ته سزا ورکړي. په مقاله کې همداراز راغلي چې په افغانستان کې د ډیموکراسي ټینګولو بې‌ضرورته مفکوره هسې هم نه‌بریالۍ کېده.

د مقالې په پای کې لولو چې بریا په دې معنی ده چې نړیوالې ترورېستي ډلې د هدفمنو هڅو په نتيجه کې په تدریجي توګه ماتې وخوري.

XS
SM
MD
LG