د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۵۷

نړۍ

د بې‌پولې خبریالانو سازمان له جرمني د یوه ایراني قاضي نیول غوښتي

ارشیف

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، د جرمني قضايي چارواکو ته‌یې د یو شکایت په سپارلو سره په دې هېواد کې د یو ایراني قاضي غلام رضا منصوري د نیولو غوښتنه کړې.

نوموړی په ایران کې د خبریالانو په زنداني کولو او شکنجه تورن دی.

وروسته له هغې چې د غلام رضا منصوري د تښتېدو او د المان په یو ښار کې د هغه د حضور په اړه راپورونه خپاره شول، د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د پنجشنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې اړه‌یې د جرمني لوی څارنوال ته شکایت سپارلی دی.

د بې‌پولې ژورنالېستانو سازمان وايي، منصوري په ۲۰۱۳ م کال کې په ایران کې پر لږ تر لږه ۲۰ ژورنالېستانو د زندان حکم صادر کړی دی.

دې سازمان ټینګار کړی چې د جرمني لوی څارنوال باید پرې نه‌ږدي چې دا ایرانی قاضي د عدالت له منګولو وتښتي.

منصوري خپله د جون په اتمه په یو وېډیو پیغام کې خپل ځای نه‌دی ښودلی، خو ویلي یې دي، هغه همدا چې د کرونا له کبله د سفر محدودیتونه پای ته ورسېږي بېرته به ایران ته ستون شي.

ځیني راپورونه وايي چې منصوري د درملنې لپاره له هېواد بهر تللی دی.

ایران په ۲۰۲۰ م کال کې د رسنیو د ازادۍ په لېست کې د ۱۸۰ هېوادونو په لړ کې ۱۷۳م ځای لري. په تېرو کلونو کې په دې هېواد کې په لسګونه ژورنالېستان، وېبلاګ لیکونکي او د رسنیو کارکونکي د چارواکو له‌خوا نیول شوي او بندیان شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روسیه: محکمه د یوې خبریالې په اړه خپل حکم اعلانوي

د سویتلانا پروکوپیووا

ټاکل شوې په روسیه کې یوه محکمه د یوې خبریالې په اړه خپل حکم اعلان کړي.

د سویتلانا پروکوپیووا په نوم د دغې خبریالې محاکمه کولو په روسیه کې د بشري حقونو د ملاتړو غبرګونونه پارولي.

د روسیې په لویدیځ پیسکوف ښار کې څارنوالانو له پوځي محکمې غوښتي چې دا خبریاله د ترهګرۍ د توجیه کېدو په جرم په ۶ کاله بند محکومه کړي.

څارنوالان هڅه کوي چې دغه خبریاله ۴ کاله له رسنیز فعالیته هم بې برخې کړي.

پروکوپیووا د ازادي راډیو له روسي څانګې سره په مقطعي ډول کار کاوه.

پروکوپیوا د محکمې په جریان کې ځان بې ګنا بللی او دغه محکمه یې په روسیه کې د بیان ازادۍ د وژلو یوه هڅه بللې ده.

سعودي عربستان د حج د سږنیو مراسمو لپاره روغتیایي اقدامات اعلان کړل

ارشیف

سعودي عربستان د حج د سږنیو مراسمو لپاره چې یوازې په کور دننه محدود شمېر حاجیانو ته اجازه ورکول شوې، روغتیایي اقدامات اعلان کړل.

د روېټرز خبرې اژانس د راپور له مخې سعودي عربستان دغه روغتیایي اقدامات د دې لپاره کړي چې د حج د مراسمو په وخت کې د کرونا ویروس د نوې څپې د خپرېدو مخه ونیسي. د دغو اقداماتو له مخې د خلکو پر راټولېدو بندیز لګول کېږي او حاجیانو ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې له یو بل سره وګوري.

سعودي عربستان په تېره جون میاشت کې اعلان وکړ چې یوازې په کور دننه زرو حاجیانو ته اجازه ورکوي چې د حج په سږنیو مراسمو کې چې د جولای له ۱۹مې پیلېږي او د اګسټ تر ۲مې دوام کوي، ګډون وکړي.

دا د سعودي عربستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې د حج د مراسمو لپاره له بهره سعودي عربستان ته د حاجیانو پر ورتلو بندیز لګول کېږي.

دغه‌راز د دغو نویو اقداماتو له مخې حاجیان اجازه نه‌لري پر کعبې لاس ولګوي، حاجیان به تل ماسکونه اغوندي او په خپلو کې به لږترلږه یو نیم متر واټن ساتي.

هر کال د حج په مراسمو کې شااوخوا دوه‌نیم میلیونه کسانو ګډون کاوه. له افغانستانه هم هر کال شااوخوا ۳۰ زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته تلل.

د یوه ۲۵ کلن تړون په اړه د ایران او چین خبرې

د ایران او چین بیرغ

ایران له چین سره د ۲۵ کلن تړون په اړه خبرې کړې دي.

دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د خپل هېواد پارلمان ته وکړه او ویې‌ویل، پر دې تړون د باور او اعتماد په فضا کې خبرې شوي او کله چې هغه وشو، شرطونه به‌یې اعلان شي.

ظریف ټینګار وکړ چې له چین سره کېدونکی تړون چې د ده په وینا خبره‌یې د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې کله چې د چین ولسمشر شي جین پنګ له تهرانه کتنه کوله راپورته شوه، کوم پټ تړون نه‌دی.

دغه‌راز د ایران ستر مذهبي مشر ایات‌الله علي خامنه‌یي هم په ښکاره له چین سره د دوه اړخیز ستراتېژیک تړون ملاتړ کړی دی.

چین د ایران د سوداګرۍ لوی شریک او د ایران د اوومه تېلو د صادراتو چې د امریکا بندیزونو سخت ځپلی دی، مهم پېرېدونکی دی.

ایران د فارس خلیج ساحلي کرښې اوږدو کې د پټو توغندیو ځایونه جوړ کړي

فارس خلیج

ایران ویلي، د فارس خلیج د ساحلي کرښې په اوږدو کې یې د پټو توغندیو ځایونه جوړ کړي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو مشر ویلي، ایران دغه تأسیسات تر ځمکې لاندې جوړ کړي او ویلي یې دي چې دا به د ایران دښمنانو ته ناوړه عواقب ولري.

امیرالبحر علي رضا تنګ سیري صبح صادق اوونیزې ته ویلي، ایران د فارس او عمان خلیجونو په څنډو کې دغه ځایونه جوړ کړي چې دښمنانو ته به‌یې وېره پيدا کړي.

د سپاه پاسداران د دغه لوړپوړي چارواکي دا خبرې تر بېګا ناوخته پورې کومې سرچینې تأیید نه‌کړې او نه هم عربي هېوادونو په دې اړه کوم غبرګون وښود.

د اسرائیل پوځ: فلسطینیانو له غزې تراړې دوه توغندي راتوغولي

ارشیف

د اسرائیل پوځ وایي، فلسطینیانو پرون له غزې تراړې د دوی پر خاوره دوه توغندي توغولي دي.

د دغو توغندیو د لګېدو اصلي ځایونه نه‌دي په ډاګه شوي.

د اسرائیل پوځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، "دوه توغندي له غزې تراړې د اسرائیلو پر خاورې لګېدلي دي".

ګمان کېږي چې د حماس سخت دریځې ډلې به چې پر غزې کنټرول لري، دغه کار کړی وي، خو دغې ډلې تر پرون ناوخته په دې اړه څه نه‌و ویلي.

پرون د اسرائیل په جنوب کې د خطر زنګ اورېدل شوی، خو د دغه هېواد رسنیو ویلي، د اوسپنیزې ګنبدې دفاعي سیستم فعال نه‌شو او دا په دې معنی چې راکټونه ګڼ مېشتو سیمو خواته نه‌دي توغول شوي.

حماس د جون میاشتې په وروستیو کې خبرداری ورکړ چې د اسرائیل له خاورې سره د لوېدیځې غاړې د یو شمېر سیمو د یوځای کېدو پلان د جګړې په معنی ده.

له دغه خبرداري وروسته له غزې پر اسرائیل دوه توغندي وویشتل شول او اسرائیلو په ځواب کې د فلسطین دننه د حماس پر تأسیساتو هوایي بریدونه وکړل.

حماس او اسرائیل په تېرو څو کلونو کې درې خونړۍ جګړې کړې دي، د دوی وروستۍ جګړه په ۲۰۱۴ کال کې وه چې ۲،۲۰۰ فلسطینیان او ۷۴ اسرائلیان په‌کې ووژل شول.

د ایران نظنز اټمي تأسیساتو کې اورلګېدنې د پام وړ ویجاړي اړولې

د ایران سویل کې د نطنز اټومي سایټ

د ایران په نظنز اټمي تأسیساتو کې اورلګېدنې د پام وړ ویجاړۍ رامنځته کړي.

د ایران ایرنا خبري اژانس د دغه هېواد د اټمي ادارې د ویاند په حواله پرون وویل، هغه اورلګېدنه چې د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوه، ورانی یې زیات و.

د ایران د اټمي ادارې ویاند بهروز کمالوندي ویلي، دغه اورلګېدنه کولای شي د سنترفیوژونو پراختیا او تولید ټکنی کړي.

کمالوندي ویلي، ایران کولای شي یوه پرمختللې ودانۍ د اوسنۍ نړېدلې هغې پر ځای جوړه کړي.

یوه سایبریایي پړانګ د سویس په زیوریخ کې د ژوبڼ یوه ساتونکې مړه کړې

د سویس په زیوریخ ژوبڼ کې یو سایبریایي پړانګ

یوه سایبریایي پړانګ د سویس په زیوریخ کې د ژوبڼ پر یوې ساتونکې حمله کړې او مړه کړې یې ده.

راپورونه وايي پړانګ پر هغې ۵۵ کلنې ښځې چې په ژوبڼ کې یې کار کاوه، پرون شنبه د نندارچیانو په مخکې حمله وکړه.

څېړونکو پلټنې پیل کړي چې دغه ښځه ولې د پړانګ قفس ته دننه شوې وه.

د عمومي مقرراتو له مخې په ژوبڼ کې باید د وحشي ژویو او انسانانو ترمنځ کوم مستقیم تماس نه‌وي.

دغه پړانګ چې پنځه کلن دی، تېر کال له ډنمارک څخه د زیوریخ ژوبڼ ته ولېږدول شو.

سویس د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونه کمول د جون میاشتې پر شپږمه پیل کړل او په دې لړ کې یې ژوبڼونه هم بېرته پرانیستل.

کروېشیا کې له کرونا وبا سره سره پارلماني ټاکنې کېږي

د کروېشیا پارلمان

د کروېشیا وګړي له کرونا وبا سره سره نن یکشنبه د خپل هېواد په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکوي.

لومړنۍ نظر پوښتنې ښيي که چې د کروېشیا دوه سیال سیاسي ګوندونه به سخت په رقابت کې وي.

د صدراعظم اندرې پلیکنوویچ په مشرۍ مرکزي ښي اړخی ګوند، د کروېشیا متحد ډیموکرات په دغو ټاکنو کې د بریا تمه لري.

بل‌خوا د داور بیر ناردیچ په مشرۍ کیڼ اړخی سوسیال ډیموکراتیک ګوند هم په دغو ټاکنو کې بریا ته سترګې نیولې دي.

دغه سیالي د کروېشیا په پارلمان کې د ۱۵۱ سیټونو د اکثریت خپلولو لپاره کېږي.

ګټونکی ګوند باید ۷۶ څوکۍ خپلې کړي، که نه د ائتلافي حکومت د تشکیل انتخاب به په مخکې وي.

ننني انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د کروېشیا اقتصاد د کرونا وبا له کبله سخت زیانمن شوی دی.

اتریش کې یو روسی پناه غوښتونکی په ډزو وژل شوی

د اتریش پولیس

د اتریش محلي رسنۍ وايي له پلازمېنې ویانا بهر یو روسی پناه غوښتونکی په ډزو وژل شوی دی.

دغه پېښه تېر ماښام د ګیراسدورف ښارګوټي په یوه لوی شاپنګ مال کې شوې چې وروسته دغه شاپنګ مال د یوه ساعت لپاره وتړل شو.

لومړني راپورونه وايي دغه پناه غوښتونکی پر تندي ویشتل شوی او د امبولانس تر رسېدو مخکې یې ساه ورکړې ده.

تر پېښې څو ساعته وروسته د پولیسو د سختې تالاشۍ په نتیجه کې له پلازمېنې ۲۰۰ کیلومتره لیرې یو مشکوک کس ونیول شو.

د اتریش پولیس دا قضیه څېړي او هڅه کوي د قتل انګېزه معلومه کړي.

ریابکوف: مسکو 'جي-۷' غونډه کې د ونډې په اړه امریکا سره خبرې نه‌دي کړي

'جي-۷'

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي مسکو د 'جي-۷' هېوادونو په غونډه کې د ونډې په اړه له امریکا سره خبرې نه‌دي کړي.

د یاد وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د جولای پر څلورمه تاس خبري اژانس ته وویل: "موږ دا ډول خبرې نه مخکې لرلې دي او نه‌یې اوس لرو."

د ریابکوف دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې په روسیه کې د امریکا سفیر جان سولیفن د جولای پر درېیمه «ار.بي.سي» ټلوېزیون ته ویلي وو چې واشنګټن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د 'جي-۷' له نورو غړو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی چې ایا په دې ډله کې د روسیې لپاره د یوه مناسبه رول ځای شته که څنګه.

په دې ډله کې د روسیې د بېرته راوستلو مسئله د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په مې میاشت کې هغه مهال مطرح کړه چې دا غونډه د کرونا ویروس د خورېدو له کبله د سپټمبر میاشتې ته وځنډول شوه.

ولسمشر ټرمپ هغه مهال وویل چې دی غواړي د استرالیا، روسیې، جنوبي کوریا او هند په ورګډولو سره د دې غوڼدې د بلونکو لېست وغځوي، خو د کاناډا او فرانسې په ګډون هېوادونو پر نظر انتقاد وکړ.

روسیه پخوا د دې ډلې غړې وه، خو په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا له الحاق وروسته د 'جي-۷' هېوادونو له لېسته وایستل شوه.

ټرمپ: امریکا ۴ میاشتې دمخه په ټولو برخو کې ښه وضعیت کې وو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د جولای پر څلورمه د دې هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام په ترڅ کې وویل، څلور میاشتې دمخه امریکا د نړۍ تر بل هر هېواد په ټولو برخو کې په ښه وضعیت کې وو.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه وېډیویې پیغام کې د سپینې ماڼۍ په رسمي ټویټر پاڼه کې وویل: "د خپل ستر هېواد ټولو وګړو ته د جولای څلورمه د خوښیو هیله کوم. دا یوه خاصه ورځ ده چې ډېر مسایل او تر ټولو ډېر ازادي لمانځو. موږ یو هېواد لرو چې واقعاً بېرته راګرځي. څلور میاشتې دمخه مو په ټولو برخو کې ریکارډ درلود. موږ د بې‌کارۍ تر ټولو ټیټه، د کاري بوختیاوو تر ټولو ښه سطح، او د اسهامو تر ټولو ښه بازار مو درلود. د تاریخ په اوږدو کې تر بل هر هېواد ښه وو."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، دا چې د ده په وینا د چین وحشتناکې وبا امریکا په نښه کړه، خو اوس متحده ایالات د بریالیتوب په درشل کې دی.

د ورلډومېټرز سایټ د شمېرو له مخې تر پرون پورې په امریکا کې شااوخوا دوه میلیونه او ۹۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او په همدې هېواد کې له کرونا ویروس څخه څه باندې ۱۳۲ زره کسان مړه شوي دي. شمېرې ښیي چې په امریکا کې یو میلیون او ۲۳۶ زره کسان له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه بېرته جوړ شوي دي.

راپور: هند کې یوه کس تر ۱۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته کړي

ارشیف

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې په هند کې یوه تن په څو ورځو کې تر سلو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته کړې دي.

د پېښې تحقیقات روان دي.

د هند په شمال کې د بیهار په ایالت کې د یوه ځوان د واده په مراسمو کې تر ۳۰۰ ډېرو کسانو برخه واخیسته او دا ځوان ۲۶ کلن و، د کوویډ نولس ناروغۍ په څېر نښې یې لرلې او د واده په درېیمه یې ساه وخته.

واده د جون په پنځلسمه و او د بیهار په مرکز پاټنا کې د روغتیایي برخې مسئول راج کیشور چوهدري وایي، د واده او ماتم په محفلونو کې د خلکو تر ګډون وروسته یوسل او یولس کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او نور هغه کسان چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه هغوی قرنطین شوې دي.

چارواکو اوس د مړه شوي زوم له کورنۍ تحقیقات پيل کړې دي.

ډاکتران نه پوهېږي چې دا دومره ډېر کسان په یوځای د مړه شوي زوم له امله په کرونا اخته شوې دي که د دوی یوځای کېدل د دې سبب شوي دی، ځکه چې کورنۍ تر مړینې وروسته دستي د دې ځوان جسد سوځولی دی، د دې ځوان خپله مېرمن په کرونا ویروس نه ده اخته شوې د کورنۍ نور غړي یې هم نه دې کرونا شوي.

چوهدري وویل، دا ځوان اینجنیر و، نوي ډيلي ته یې نژدې د ګارګون په نوم سیمه کې کار کاوه او تر خپل واده یوه اوونۍ مخکې بیهار ته راغلی و، تر واده مخکې یې لږ لږ تبه کېده او معده یې خرابه وه، نو د لنډې مودې په مخه په روغتون کې بستر شو، خو کورنۍ یې دی له روغتونه بهر کړ او د واده محفل یې ورته جوړ کړ چې درې سوه کسانو برخه په کې واخیسته.

تر واده دوه ورځې وروسته، یعني په درېیمه دی مړ شو او د ویر په مراسمو کې یې شاوخوا دوه سوه کسان راغونډ شول.

په هند کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه سست شوي دي خو حکومت ویلي دي چې د ودنو په محفلونو کې به تر پنځوسو ډېر کسان نه سره غونډېږي او د ویر په مراسمو کې به تر شلو ډېر نه سره یوځای کېږي.

سومالیا کې موټر بم چاودنې له امله ۷ کسه وژل شوي

آرشیف

چارواکي وایي، د سومالیا د پلازمېنې موګادیشو له بندره بهر نن ۷ تنه هغه مهال ووژل شول چې پولیسو د ځانمرګي برید کوونکي پر یوه موټر ډزې وکړې.

د سومالیا د اطلاعاتو وزارت ویاند اسماعیل مختار ویلي، کله چې د ځان مرګي دا موټر د پولیسو له لومړۍ تالاشۍ په بیړه تېر شو، دویمې ته په رسېدو پولیسو ډزې پرې وکړې او وچاودېد.

د راپورونو له مخې چاودنه کې ۲ پولیس او یو شمېر ملکیان هم ټپيان شوي دي.

د دغې پېښې مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو هلته له دې وړاندې له القاعده شبکې سره تړلې الشباب وسله والې ډلې ورته بریدونه کړي دي.

دغه ډله څو کاله مخکې له موګادیشو وشړل شوه، خو دوی دغه ساحلي ښار کې پر هوټلونو او نورو ورته اهدافو بریدونو ته دوام ورکړی.

پاریس کې محکمې د داعش ډلې یو غړی په ۳۰ کاله بند محکوم کړ

آرشیف

په پاریس کې یوې محکمې د داعش وسله والې ډلې سره د تړاو په تور یو فرانسوی په ۳۰ کاله بند محکوم کړ.

ټایلر ویلوس پرون، د محکمې له خوا د هغو جرمونو له کبله زندان ته واستول شو چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو ترمنځ یې سوریه کې ترسره کړي.

دا لومړی ځل دی چې فرانسه یو سخت دریځي اسلامپالی په سوریه کې د جرمونو په ترسره کولو محاکمه کوي.

دېرش کلن ویلوس اسلام منلی و او د څېړونکي په باور د المهاجرین په نوم د ترهګرې ډلې غړیتوب یې ترلاسه کړی و.

په دې ډله کې چې د شمالي قفقاز او منځنۍ اسیا د هیوادونو یو زیات شمېر وسله وال غړيتوب لري، په سوریه کې د خلکو په ربړولو او شکنجې تورنه ده.

امریکا کې د درېیمې ورځې لپاره هم د کرونا ویروس ۵۰ زره پېښې ثبت شوي

ارشیف

د امریکا متحده ایالتونو د دریېمې پرلپسې ورځې لپاره، په کرونا ویروس د اخته کیدو تر پنځوس زرو زیاتې نوې پېښې ثبت کړي دي.

د جولای په دریېمه په کرونا ویروس د اخته کېدو دا لوړې شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا متحده ایالتونه د خپلواکۍ د ورځې سره تړلي رخصتي لمانځي چې په دودیزه توګه سفرونه، راټولېدنې او نور مناسبتونه ورسره مله وي.

خو د کرونا ویروس د خپرېدو چټکتیا د دې سبب شوې چې روغتیايي چارواکي له خلکو وغواړي څو په رخصتیو کې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

همدارنګه د امریکا یو شمېر ایالتونو د کاروبارونو او اقتصاد د پرانیستو پرېکړې بېرته شاته غورځولې دي.

امریکايي رسنۍ وايي د پنځوسو ایالتونو څخه په ۴۰ ایالتونو کې د کرونا ویروس خپرېدل په زیاتېدو دي.

خو د متحدو ایالتونو په مقایسه، اروپا او اسیا بیا د کرونا ویروس د کابو کولو اقدامات کړي او دا مهال په تدریجي توګه کاروبارونه او اقتصادي چارې بېرته پیلوي.

په بریتانیا کې به نن (د جولای په 4 مه ) بارونه چې د مارچ میاشتې راهېسې تړلي وو بېرته پرانیستل شي.

همدارنګه دغلته رسټورانټونه، سینماګانې، ګالرۍ، موزیمونه او او هوټلونه هم پرانیستل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG