د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

د ایران په خوزستان کې د ښځو د سوک‌وهنې پر لوبو بشپړ بندیز ولګېد


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

خوزستان د ایران لومړی ولایت دی چې په‌کې د ښځینه سوک‌وهنې پر لوبو بشپړه بندیز دی.

د نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا د راپور له مخې د خوزستان د ښځينه سوک‌وهنې بورډ رئیس حمید زنګانه منش، د یکشنبې په ورځ (د مې په ۳۱مه) نېټه ویلي چې په دې ورزش کې د ښځو ډول فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د دې چارواکي په وینا د ایران ولسمشر د دې ورزش فدراسیون ته د ښځو د سوک‌وهنې د ورزش د ځنډولو په خاطر لیک لېږلی چې په نتيجه کې يې په خوزستان کې د دې ورزش زده‌کړه، تمرین او حتی د څرګندونو ټولګي تړل شوي دي.

تر اوسه د دې اقدام لامل نه‌دی واضح شوی او معلومه نه‌ده چې له دې امره سرغړوونکي به څه ډول مجازات کېږي.

په ایران کې د ښځو ډېری ورزشي فعالیتونه ممنوع شوي دي او د دې وضعیت توجیه نه‌ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG