د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

افغانستان کې زیاتېدونکی کرونا ویروس؛ کاري وخت په طاق او جفتو ورځو ووېشل شو


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.

تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۱» په کابل کې خبریالانو ته وویل، له تازه ثبت شویو پېښو سره د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۱۵،۲۰۵ ته ورسېدې.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه د کرونا ویروس خپرېدل چټک شوي او ناورین رامنځته کېدونکی دی، زموږ یوازنۍ هیله د خلکو همکاري ده، که خلک له موږ سره همکاري وکړي موږ کولای شو په راتلونکي درې څلور اوونیو کې حالت کنټرول کړو، خو له بده مرغه په یوازې ځان څه نه‌شو کولای."

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح

په همدې حال کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دولتي ادارو کې د کارکوونکو د کار په اړه د یوې نوې طرحې خبر ورکوي.

د دې طرحې له مخې ټول دولتي کارکوونکي د یوې ورځې وقفې په نظر کې نیولو سره د سهار له ۷ بجو څخه د ماسپښین تر ۱ پورې خپلو دندو ته ځي.

په دې طرحه کې ویل شوي چې خصوصي بنسټونه باید د خپلو کارکوونکو د خوندي ساتلو لپاره کاري مهالوېش ترتیب کړي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثتبو پېښو شمېر ۱،۴۵۲۵ ته ورسېد

د دې وزارت مرستیال مسعود اوریاخېل د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د سهار له ۷ بجو څخه د ماسپښین تر ۱ بجې پورې ټول دولتي کارکوونکي په دوو شفټونو کې یعنې ۵۰ فیصده په جفتو ورځو کې او ۵۰ فیصده په طاقو ورځو مؤظفه شوي چې خپل دندو ته حاضر شي."

د ښاغلي اوریاخېل په خبره، وزیران، معینان، د مالي برخې کارکوونکي او رئیسان په دې طرحه کې نه‌راځي او دوی به خپلو کارونو ته په عادي ډول دوام ورکوي.

له دې وړاندې د کابل سیمه‌ییزې ادارې په دې ښار کې یو شمېر هټیو، لویو سوپر مارکېټونو، نانوایانو، د کالیو او ټکټ پلورنځیو ته د ورځې په جریان د څو ساعتونو لپاره د کار اجازه ورکړه.

ارشیف
ارشیف

د دې ترڅنګ په کابل ښار کې هغه موټر چې د پلېټو وروستۍ شمېره جفت وي په جفتو ورځو کې او هغه موټر چې د پلېټ وروستۍ شمېره‌یې طاق وي په طاقو ورځو کې د ګرځېدو اجازه ورکړل شوې.

د کابل والي ویاند محمد ناصر مهري د یکشنبې په ورځ په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د اختر له څلورمې ورځې وروسته هغه سپارښتنې چې موټر چلوونکو ته شوي د سرغړونې په برخه کې ورسره جدي چلند شوی او جریمه شوي هم دي."

دغه د محدویتونو پروسه په داسې حال کې تطبیق کېږي چې د وروستيو شمېرو له مخې کرونا ویروس په افغانستان کې د تېرې یوې میاشتې پرتله ۷ برابره زیات خپور شوی.

XS
SM
MD
LG