د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

عبدالله: د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین‌الافغاني خبرې پیلېدونکې دي


د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د سولې پلاوی اماده دی چې هره لحظه له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

ښاغلي عبدالله د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي » په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د اختر درې ورځنی اوربند، د تاوتریخوالی کمښت او د بندیانو خلاصون هغه څه دي چې د مخامخ خبرو لپاره‌یې ښه فرصت برابر کړی دی.

ښاغلي عبدالله پر دې خبرې له ټینګار سره چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین‌الافغاني خبرې ژر پیلېدونکې دي، وویل: "هغه ډول جګړه چې له اوربند څخه وړاندې وه، اوس نه‌ده او دا یوه ښه زمینه‌سازي ده، په دې برخه کې باید هم طالبان او افغان حکومت له ژور دقت څخه کار واخلي، دا د ټولو په ګټه ده او د مذاکراتو د پیل لپاره یو ښه فرصت دی، د ټولو توجه په دې برخه کې غواړم."

دا د مصالحې عالي شورا د مشر په توګه، خبري غونډې ته د ښاغلي عبدالله لومړی ځل څرګندونې وې.

نوموړي وویل، د حکومت له لوري په مذاکراتي ډله کې چې څو وخته مخکې اعلان شوی هېڅ بدلون نه‌راځي.

ښاغلی عبدالله د روانې مې میاشتې پر ۱۷مه نېټه ولسمشر محمد اشرف غني سره تر سیاسي هوکړې وروسته د ملي مصالحې عالي شورا مشر وټاکل شو چې د سولې اړوند ټولې چارې به سمبالوي او د یادې هوکړې پر بنسټ د هغه سیاسي ملاتړو ته په کابینه کې نیمايي برخه ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز وايي، د دواړو لورو له‌خوا د تاوتریخوالي کمښت ښه ګام دی او باید دایمي اوربند ته لاره پرانیستل شي.

د دې مرکز مرستیال حکمت‌الله عظمي ازادي راډیو ته وویل: "په دې کې شک نه‌شته چې تاوتریخوالی راکم شوی او هغه انتحاري حملې چې پخوا کېدې هغه اوس نه‌شته، هغه حملې چې طالبان‌یې رسمي مسؤلیت اخلي هغه کمې شوې دي او مخ په کمېدو به روانې وي، خو باید دایمي اوربند ته زمینه برابره شي."

حکمت‌الله اعظمي
حکمت‌الله اعظمي

له دي سره هم‌مهاله د افغانستان په حکومت کې یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت له‌خوا د کوچني اختر اوربند اوس هم پر ځای او دوی ورته ژمن دي.

دغه سرچینه وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر اوسه اوربند مراعت کړی دی.

که څه هم طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو تېره ورځ‌یې د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې په سرحدي ځواکونو برید کړی چې په نتیجه کې یې ۱۴ افغان سرحدي ځواکونه وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.

مخکې له دې هم له ځینو ولایتونو د دواړو لورو له‌خوا د حملو او مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG