د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

امریکا بیا له روسیې سره د مصنوعي تنفسي ماشینونو مرسته وکړه


د امریکا د مرستو دا دوهمه بسته به نن روسیې ته ورسېږي.
د امریکا د مرستو دا دوهمه بسته به نن روسیې ته ورسېږي.

د امریکا متحد ایالات به له روسیې سره د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې د مرستې لپاره د مصنوعي تنفس د ځانګړو ماشینونو (وینټلېټر) دوهمه بسته واستوي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې دا مرسته د ښه نیت له مخې روسیې ته استوي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا د مرستو دا دوهمه بسته به نن، د مې په ۳۰مه، روسیې ته ورسېږي.

په شیکاګو کې د طبي وسایلو د یوه شرکت وایایر ویاند پاتریک اوکانر درازادې اروپا او ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې نن به د مصنوعي تنفس ۱۵۰ ماشینونه روسیه تر لاسه کړي.

پاترېک اوکانر روسیې ته د مصنوعي تنفس د ماشینونو د استولو په اړه نور جزئیات نه دی ورکړي.

هغه دا هم نه دي ویلي چې روسیې ته د دې ماشینونو به استولو څومره پيسې لګېدلې دي.

د دې میاشتې په پيل کې هم د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو د ادارې له خوا داسې ۵۰ ماشینونه روسیې ته استول شوي وو.

روسیې ته دا ماشینونه د مې د میاشتې په ۲۱مه نېټه د امریکا د پوځ په بار وړونکې الوتکه کې ور ورسېدل.

هغه مهال په روسیه کې د امریکا سفارت ویلي و چې دا د امریکا له خوا له روسیې سره د بشري مرستو بسته ده.

امریکايي چارواکي وايي چې د مصنوعي تنفس د ۲۰۰ ماشینونو بیه د ۵ اعشاریه ۶ میلیون ډالروپه شاوخوا کې ده او امریکا یې د ماشینونو بیه، د لېږدولو مصرف او د کار کولو لپاره ابتدايي مصرف پرې کړی دی.

هغه مهال په روسیه کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي و چې امرکیا او روسیه د بحران په وخت کې له یوه او بل سره مرسته کوي او په دې کې شک نشته چې په راتلونکې کې به هم ورته کار کوي.

د روسیې له لوري د دې نوې بستې په اړه کوم بیان لا نه دی خپور شوی.

څه موده مخکې د روسیې حکومت د ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ تر خبرو وروسته، ۴۵ د مصنوعي تنفس ماشینونه او نور طبي مواد امریکا ته استولي و.

په دې اړه یو اساسي سوال دا و چې د روسیې له لوري امریکا ته د استول شوو موادو بیه چا پرې کړې وه.

همدا راز په دې مسئله کې د داسې دوو روسي شرکتونو چې د امریکا له لوري بندیز ورباندې لګېدلې، لاس درلودو ډېرې پوښتنې پیدا کړې وې.

په کانګرس کې ډیموکراتانو دوهم لیک هم خپور کړ او د ټرمپ له ادارې یې غوښتنه وکړه چې د مصنوعي تنفس د هغو ماشینونو په اړه چې له روسیې امریکا ته ور استول شوي وو، زیات معلومات ورکړي.

په کانګرس کې ډیموکراتانو دا معلومات غوښتي چې له روسیې څخه در ور رسېدو طبي موادو او ماشیونو بیه چا پرې کړې ده.

هغوي همدا راز پوښتنه کړې چې د امریکا حکومت خبر و چې ښایي یو شمېر روسۍ کمپنۍ چې د امریکا د خزانې وزارت تر بندیزونو لاندې دي، لګېدلي په دې کې لاس لري او دا چې ایا په روسیه کې له داسې جوړو شوو ماشینونو مصئونه استفاده کېدلای شي که نه.

XS
SM
MD
LG