د ملي امنیت شورا ویلي چې د بین الافغاني مذاکرو د پیل په وړاندې ټول خنډونه لیرې کړای شوي دي.
دغه مذاکرې چې د مارچ میاشتې لسمې ته پلان شوې وې، د بندیانو د تبادلې پر سر د جنجال له کبله تر اوسه نه دي پیل شوي.
په وروستیو ورځو کې، هم د حکومت او هم د طالبانو له خوا د بندیانو تبادله پیل شوې ده.
صالح محمد صالح په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو له استازي نعمت اله کریاب سره مرکه کړې ده.
لومړی یې ترې پوښتنه کړې، چې ایا واقعاً د بین الافغاني مذاکرو په وړاندې پراته خنډونه لیرې شوي دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: