د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

چارواکي: بامیانو کې د نشه يي موادو استعمال ډېر شوی


ارشیف
ارشیف

په بامیانو کې د معتادینو د درملنې د روغتون مسئولین وايي چې په دې ولایت کې د معتادینو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي چې دوی یې له ګڼو مالي ستونزو سره مخ کړي دي.

د کرونا وایرس له خپرېدلو سره سم په بامیانو ولایت کې یو شمېر بې کوره معتادین را ټول کړای شول چې د محلي چارواکو دا اقدام له یوې خوا د کرونا وایرس د خپرېدلو په برخه کې د خلکو اندېښنې را کمې کړې، خو له بلې خوا بیا د بامیانو د معتادینو د درملنې روغتون مسئولین له یو شمېر مالي ستونزو څخه سر ټکوي.

د دې روغتون رئیس خان محمد ایوبي وايي چې دوی د دومره ډېرو معتادینو لپاره د درملنې کافي امکانات نه لري.

ایوبي زیاتوی: "اصلي ستونزه د ځای ده، دلته یوازې شل بستره دي او موږ د کرنتین له مرکز څخه څه معتادین په نوبت دلته راوړو. دلته یوازې درې اتاقونه دي، چې یو یې د روغتون د کارکوونکو لپاره او په پاته دوو نورو کې یې معتادین اوسېږي. د هرې ورځې په تېرېدلو سره زموږ ستونزې ډېرېږي. دلته موږ د وسائلو له کمښت سره هم مخ یو، موږ د درملنې لپاره درمل نه لرو، دغه ډول دلته د ورزش لپاره هم مناسب ځای نشته."

ښاغلي ایوبي زیاته کړه، د کرونا وایرس له خپرېدلو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان مهاجرو په راتګ سره په دې ولایت کې د معتادینو شمېر ډېر شوی، چې ښځې او ماشومان هم ورکې شامل دي.

که څه هم په بامیانو ولایت کې د معتادینو کره شمېر نه دی معلوم، خو د تېرو کلونو د شمېر له مخې په دې ولایت کې له (۵۰) زرو څخه نیولې بیا تر (۶۰) زرو پورې کسان په نشو اخته دي.

په بامیانو ولایت کې د معتادینو د درملنې یو چارواکی اقا حسین نظري وايي، له دوو میاشتو راهیسې یې نږدې (۱۱۵) معتادین را ټول او کرنتین کړي دي.

نظري زیاتوي: "د کرونا وایرس له خپرېدلو سره مو معتادینو ته یو (۳۰) بستریز مرکز جوړ کړی چې له هغه ځایه څخه مو تر اوسه پورې (۴۶) معتادین د یوه ضمانت له مخې خپلو کورنیو ته سپارلي دي. دغه ډول مو له دې مرکز څخه (۲۲) کسان د درملنې لپاره روغتون ته هم انتقال کړي دي، چې درملنه یې کېږي. موږ د معتادینو د را ټولولو اوونیز کمپاین هم لرو چې معتادین د کرنتین مرکز ته انتقالوو."

بامیان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې کوکنار ورکې نه کرل کېږي، خو محلي چارواکي وايي چې له دایکنډي او نورو ګاونډیو ولایتونو څخه ورته نشه يي مواد راوړل کېږي.

-------------------------

راپور: گلامیز شریفي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG