د افغانستان حکومت ویلي چې نن سې شنبه به د طالبانو شاوخوا ۹۰۰ بندیان خوشې شي، پرون هم په پروان کې د طالبانو ۱۰۰ تنه بندیان خوشې شول.
د ملي امنیت شورا ویلي چې د دغو بندیانو له خوشې کېدو سره به د سولې لپاره لا زمینه برابره شي.
د طالبانو لهخوا د حکومتي بندیانو د خوشې کېدو په اړه څه نهدي ویل شوي.
صالح محمد صالح په دې اړه له لیکوال خوشحال خلیل سره چې پر سیاسي موضوعاتو لیکنې کوي، مرکه کړې ده.
په پیل کې یې ورڅخه پوښتنه کړې چې ایا د بندیانو خوشې کېدل واقعي سولې ته زمینه برابروي؟
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: