د حقوقي او سیاسي چارو پوه او د ډیموکراتو حقوقپوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجبر د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د ولسمشر غني د تازه اعلان په اړه وايي چې د حقالعبد موضوع باید په جدي ډول په پام کې ونیول شي.
ښاغلی رنجبر وايي، دغه اقدام ولسمشر غني د نړیوال فشار له امله کړی، خو نړیوال باید افغان حکومت ته دا تضمین هم ورکړي چې د دې بندیانو د خوشې کېدلو پایله اوربند او سوله ده.
اجمل تورمان له ښاغلي رنجبر سره مرکه کړې او په سر کې یې ورنه د ولسمشر غني د دغه تازه اقدام په اړه پوښتلي دي.
د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: