د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

ډېلي مېل: د امریکا استازی د افغانستان د زیانګالې سولې پر احیا کار کوي


د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
  • ډېلي مېل

د امریکا استازی د افغانستان د زیانګالې سولې پر احیا کار کوي.

دا د بریتانیا د ډېلي مېل ورځپاڼې سرلیک دی. ورځپاڼه په دې لیکنه کې سیمې ته د زلمي خلیل‌زاد د وروستیو سفرونو یادونه کوي چې په افغانستان کې د سیاسي موافقې له لاسلیک کېدو او د مصالحې شورا د رئيس له ټاکل کېدو وروسته‌یې کړي دي.

مېل ورځپاڼه په دوحه کې له طالبانو او په کابل کې له ولسمشر غني سره د زلمي خلیل‌زاد کتنو ته په اشاره لیکي، د دغو کتنو اصلي هدف دا دی چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د سولې موافقه احیا شي.

خلیل‌زاد د دغو کتنو په لړ کې د ټولو خواوو له لوري په افغانستان کې د تشدد د کمېدو غوښتنه وکړه.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت دا خبره هم رااخیستې چې وايي په دې هېواد کې یې اصلي اندېښنه د داعش له درکه ده.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو، د نومونو د نه‌څرګندېدو په شرط اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د دوی تر ټولو لوی تشویش دا دی چې داعش د دې هېواد په ختیځ کې فعالیتونه زیاتوي. دا ډله په منځني ختیځ کې له ډلو او دغه‌راز د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، د چین له اویغور ډلې او د ختیځ ترکستان له اسلامي تحریک سره اړیکې لري.

د مېل ورځپاڼې له لیکنې سره سم، په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو زیاتېدو د امریکا لپاره دا ضروري کړې چې له طالبانو سره د سولې پروسه بېرته راژوندۍ کړي.

د دې موافقې پر اساس طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به له تروریستي ډلو سره جنګېږي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې دوی له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د داعش پر ضد جګړه وکړي.

  • سټارز انډ سټرایپس

د امریکا چاپ سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر اوسني مأموریت لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي، د فبرورۍ له میاشتې را په دې خوا د افغان ځواکونو حضوري یا مخامخ لارښوونه درولې او د مارچ میاشتې له نیمايي را په دې خوا دا کار له لیرې کوي.

ورځپاڼه وايي، د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت سلاکاران له افغان ځواکونو سره له مخامخ کتنې منع شوي او اوس هغوی د ټیلیفون، اېمېل او د وټس اپ په شان له اپونو څخه په استفادې لارښوونې کوي.

سټارز انډ سټرایپس وايي چې دا موضوع په هغه راپور کې څرګنده شوې چې کانګرس ته په وروستیو ورځو کې وړاندې شو.

ورځپاڼه زیاتوي، د ائتلاف ځواکونه د مارچ له ۱۴مې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره له مخامخ کتلو په دې خاطر راګرځول شوي چې کرونا ویروس په خپرېدو دی.

راپور وايي چې له لیرې افغان ځواکونو ته لارښوونه او مشوره مرسته کوي چې دا ځواکونه په کرونا ویروس اخته نه‌شي.

د ځانګړي عملیاتي پروګرام رئيس جناتن سکرودن چې په دې اړه‌یې راپور چمتو کړی او کانګرس ته‌یې وړاندې کړی، وايي له لیرې د ځواکونو روزنه سخته ده او له بلې خوا په دې ډول د دوی ترمنځ اړیکې او اعتماد هغسې نه‌رامنځته کېږي چې مخامخ یا اوږه په اوږه له افغان ځواکونو سره ولاړ وي.

XS
SM
MD
LG