د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۰۶

بلخ کې د کرکټ سټډیوم د جوړونې چارې پیل شوې


بلخ کې د سټډیوم د جوړولو چارې

په بلخ ولایت کې د هغه کرکټ سټډیوم د جوړونې چارې پیل شوې چې تر ۴،۰۰۰ د زیاتو نندارچیانو ظرفیت لري.

کرکټ بورډ وايي د دغه سټډیوم د رغونې لګښت د هندوستان له‌خوا ورکول کېږي او تړون‌یې له فوشنج شرکت سره لاسلیک شوی دی.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د کرکټ د لوبغالي چارې پیل شوي او درته ویلی شم چې په جوړېدو سره به‌یې په بلخ کې د کرکټ لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. ځوانان او لوبغاړي به ورڅخه ډېره ښه ګټه پورته کړي."

د کرکټ دغه سټډیوم به د یو نیم کال په موده کې په مزار شریف ښار کې جوړ شي.

د لګښت په اړه‌یې څه نه‌دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG