د هرات د کرونا ویروس د تشخیص د لابراتوار ستونزه به نن هواره شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تېر ماښام وویل چې د چهارشنبې په ورځ به د هرات لابراتوار ته پلاستیکي ټیوبونه واستول شي.
هغه زیاته کړه: "په موقعیې احوال نهو ورکړی سبا ټیم مؤظف شو چې ویېلېږي. په داسې حالاتو کې چې څه خلاصېږي باید وار له مخه همغږي وکړي، دلته ستونزې د مدیریت دي چې سیمهییز مدیریتونه ستونزې رامنځته کوي."
په هرات کې د دوشنبې له ماسپښین راوروسته د ټیوبونو د نهموجودیت له امله د کرونا ناروغانو د تشخیص چارې په ټپه درېدلې دي.
په هرات کې د افغانستان تر بل هر ولایت د کرونا ویروس ډېرې مثبت پېښې ثبت شوې دي.