د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

ګلوبل وایس: افغانستان په خاص ډول په کرونا اخته شوی


ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
  • ګارډین

ګارډین لیکي، د سې شنبې په ورځ د کابل ښار غلی و، خو اسمان‌یې کاغذ پرانونو رنګین کړی و. ماشومانو د کورونو له بامونو کاغذبادونه الوزولي وو.

ورځپاڼه د کابل د قرنطین لومړۍ ورځې ته هم اشاره کوي او لیکي، کابل د نړۍ د یوه خوار او جګړه‌ځپلي هېواد پلازمېنه د جمعې په ورځ د حکومت له غوښتنې سره سره قرنطین نه‌شوه، خلک بازارونو ته راووتل، دکانونه پرانیستي وو، جوماتونه له خلکو ډک و حتی ماشومانو کاغذ پرانونه بهر الوزولي وو.

ګارډین بیا لیکي چې یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ بیا وضعیت بدل شو، دغه شاوخوا شپږ میلیوني ښار بند شو.

ګارډین اندېښنه څرګندوي چې ښایي په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر زیات وي ځکه چې په دغه هېواد کې یوازې په کابل او په هرات کې د کرونا د تشخیص لابراتوارونه شته، نو ډېر په ناروغۍ اخته مشکوک کسان به لا نه‌وي معاینه شوي.

ورځپاڼه بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز اندېنښنه یاده کړې ده چې وایي، د اټکلونو له مخې ښایي په افغانستان کې تر ۲۵ میلیونه پورې خلک په کرونا اخته شي که احتیاط ونه‌شي.

ګارډین ورځپاڼې بیا دې ته اشاره کړې ده چې په جګړه‌ځپلي افغانستان کې ډېر خلک د ورځې د خوړو لپاره یو څه پیدا کوي او ماښام‌یې خوري که ښارونه بند شي د دغه ډول خلکو چې شمېر یې هم لږ نه‌دی ژوند به ډېر تریخ شي.

ورځپاڼې په دې لړ کې د ۵۶ کلن تمیم خبرې رااخیستي دي چې د کابل په ښار کې یو کوچنی دکان لري او په‌کې کاغذ پرانونه، پلاستیکي لوښي حتی تر ژاولو پورې شیان پلوري.

تمیم وایي، که دکانونه بند شي دا دا معنی لري چې د ماښام لپاره به هېڅ شی د خوړو نه‌لرو، خو تمیم څرګندوي چې د ده مېرمن خیاطي کولای شي، هغې ته‌یې هیله شته چې په کور به ورته د ګنډلو لپاره خلک جامې راوړي.

ورځپاڼې بیا د هرات د والي عبدالقیوم رحیمي خبره رااخیستې ده چې وايي، افغانستان کله هم د داسې ګواښ مخامخېدو ته چمتو نه‌و حتی له طالبانو سره جګړه هم له دې سره توپير لري، تاسو کولای شئ چې طالبان ووینئ د هغوی وسلې وګورئ، خو کرونا مایکروسکوپ ته اړتیا لري چې ویې‌ګوري او مایکروسکوپونه هم په افغانستان کې ډېر نه‌دي.

  • ګلوبل وایس

ګلوبل وایس خپرونې هم په خپلې تازه ګڼه کې په افغانستان کې د کرونا د خپرېدو مسئله راسپړلې ده.

دا خپرونه لیکي، افغانستان په خاص ډول په کرونا اخته شوی. خپرونې د افغانستان نفوس ۳۲ میلیونه اټکل کړی او لیکي چې د دې خلکو اکثریت د څو لسیزو کورنیو جګړو اغېزمن کړي دي او که روغتیایي سیستم په بشپړ ډول جګړو نه‌وي له‌منځه وړی، ډېر یې خراب کړی دی.

ګلوبل وایس بیا دې ته اندېښنه څرګندوي چې افغانستان له ایران سره له هغه هېواد سره چې کرونا سخت ځپلی دی، ګډ سرحد لري.

خپرونه وړاندې لیکي چې ګڼ افغانان په ایران او پاکستان کې ژوند کوي، یو شمېر یې په زوره خپل هېواد ته استول کېږي او نور یې هم غواړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

خپرونه بیا لیکي، افغان حکومت د مارچ په ۲۵مه وروسته تر دې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړې چې له ایران سره په پوله کې پروت په هرات ولایت کې یوځای د کرونا ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې.

ګلوبل وایس څرګندوي چې د ستنېدونکو کډوالو سربېره افغان کلتور ته هم اندېښنه شته، په ودونو، سپورټي لوبو او مذهبي مراسمو کې ډېر خلک سره یوځای کېږي او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم دې دودونو ته اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG