د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

ښايي په توکیو کې د دوبي المپیک لوبې وځنډول شي


جاپان کې د المپیک لوبو لپاره نیول شوي تدابیر.
جاپان کې د المپیک لوبو لپاره نیول شوي تدابیر.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې په توکیو کې د دوبي المپیک لوبو د ځنډېدو د احتمال په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي له دې لوبو د کاناډا وتلو ته په اشارې لیکلي دي چې که دغه لوبې په بشپړ ډول‌یې ترسره نه‌شي، نو ښایي وبه‌ځنډول شي.

کاناډا لومړنی هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله‌یې په دې لوبو کې د نه‌ګډون خبره کړې ده.

استرالیا هم خپلو لوبغاړو ته ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کېدونکو المپیک لوبو ته چمتووالی ونیسي.

د جاپان صدراعظم د دې هېواد پارلمان ته نن وویل چې لا هم د دغو لوبو په بشپړ ډول ترسره کېدو ته ژمن دی، خو وایي که دا کار ستونزمن شي ښایي د لوبو د ځنډولو په اړه پرېکړه وکړي.

تمه ده دا لوبې د جولای له ۲۴مې د اګسټ تر ۹مې نېټې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې ترسره شي، خو د المپیک نړیواله کمېټه د سپورټي فدراسیونونو او لوبغاړو د روغتیایي اندېښنو له کبله تر فشارونو لاندې ده چې دا لوبې باید وځنډول شي.

کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې څه باندې ۰۰۰ ۱۳ تنه وژلي دي.

د المپیک نړیوالې کمېټې مشر «Thomas Bach» د مارچ پر ۲۲مه ویلي چې د دې لوبو د ترسره کېدو د نېټې په اړه به په راتلونکو څلورو اوونیو کې پرېکړه وشي.

XS
SM
MD
LG