د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

ملګري ملتونه: افغانان تر ټولو لږ خوشحاله خلک دي


ارشیف.
ارشیف.
  • هیومن رایټس واچ

د بشري حقونو څارونکې ډلې یا هیومن رایټس واچ د افغانستان د بندیانو پر ستونزې لیکنه خپره کړې ده.

په قطر کې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې له موافقې وروسته ټاکل شوې وه چې د افغانستان حکومت د طالبانو تر ۵ زره پورې بندیان خوشې کړي، خو د افغانستان حکومت د دغو بندیانو د خلاصون کار ځنډولی دی او وايي چې باید د هغوی تر خلاصون وړاندې یو لړ ضمانتونه واخیستل شي چې دا کسان به بیا د جګړې میدان ته نه‌ځي.

طالبان هم اصرار کوي چې څو د دوی بندیان خوشې شوي نه‌وي د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته نه‌کېني.

د هیومڼ رایټس واچ د اسیا مرستیال رئیسه پتریشیا ګاسمن په دې موضوع په لیکنه کې لومړی یادونه کړې چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ میلادي څخه حکومت له جنګي جنایتکارانو، په شکنجې او سختو سرغړونو له تورنو کسانو سره د محاسبې پر غوښتنو سترګې پټې کړي او د بشري حقونو د سرغړوونکو د بخښلو لپاره‌یې قانون تصویب کړی دی.

لیکوالې په عین حال کې ویلي چې اوس د افغانستان په محبسونو کې ډېر داسې طالبان هم بندیان دي چې د حبس موده‌یې پوره شوې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا مرستیال رئیسه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې ښايي په جګړه کې نیول شوي وسله‌وال او د انتحاري حملو جلب و جذبوونکي هم شامل وي.

خو په دوی کې هغه کسان هم شته چې د شپې د چاپو په لړ کې نیول شوي چې کېدای شي په غلطه له طالبانو سره پر اړیکو تورن شوي وي او پټې محکمې او شکنجې ممکن مجبوره کړي وي چې اعتراف وکړي.

لیکواله وايي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني وړاندیز کړی چې په پیل کې به یو نیم زر هغه بندیان خوشې شي چې له تاوتریخوالي لاس اخلي.

د دغو کسانو په منځ کې هغه بندیان هم شامل دي چې د حبس موده‌یې پوره شوې او قاعدتاً باید مخکې لا خوشې شوي وی.

د بشري حقونو د څار ډلې مرستیال رئيسه لیکي، د بشري حقونو نړیوال قانون د دښمنۍ او جګړې په پای کې عمومي بخښنه تشویقوي، مګر پرته له هغو کسانو چې جنګي جنایت‌یې کړی وي.

ملګرو ملتونو په خپله خپرونه کې هغه لېست خپور کړی چې د دې سازمان د تلپاتې پرمختیايي حل‌لارو شبکه‌یې چمتو کوي.

په دې لېست کې چې د نړۍ د خوشحالۍ راپور بلل کېږي، سږ کال کې فنلندیان په نړۍ کې تر ټولو خوشحاله خلک او افغانان تر ټولو لږ خوشحاله خلک بلل شوي دي.

د فنلند خلک د تېر کال په راپور کې هم په نړۍ کې تر ټولو خوشحاله بلل شوي وو، خو د تېر کال په لېست کې تر افغانانو د سوډان خلک لږ خوشحاله ګڼل شوي وو.

له تازه درجه‌بندۍ سره سم اوس افغانستان ۱۵۳ ځای لري چې د دې لېست وروستی هېواد دی.

دا راپور د سړي سر ناخالص کورنی تولید، ټولنیز ملاتړ، ژوند ته د هیلې یا د عمر اوسط، ټولنیزو ازادیو، سخاوت او فساد پر اساس هېوادونو ته درجې یا رتبې ورکوي.

XS
SM
MD
LG