د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۰۱

واشنګټن پوسټ: افغانستان له یوه پاشلي حکومت او طالبانو سره مخامخ دی


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې، چې سرلیک یې دی"افغانستان له یوه پاشلي حکومت او طالبانو سره مخامخ دی، اوس د کرونا ویرس هم پکې په خپرېدو دي."

لیکلي، افغانستان د سولې په جګړه او د قدرت پر سر په کړکېچنو سیاسي ناندریو کې ښکېل هېواد دی.

دلته ډېر وخت تېر شو چې کرونا وویرس د خلکو په ژوند کې پر یوه واقعیت بدل شو.

واشنګټن پوست زیاتوي، ځینو باور درلود چې کرونا هسې یوه اوازه ده او د یوه عادي زکام غوندې دی، یو شمېر نورو باور درلود چې دا ناروغي یوازې د کفارو لپاره ده او هغوی پرې اخته کېږي.

خو اوس چې تر شلو د ډېرو افغانانو کرونا ویرس مثبت ثابت شول، پر افغاني ټولنه یې اغېز هم ښکاره شو.

د دې امریکايي ورځپاڼې د لیکنې پر اساس، لا هم په افغانستان کې عامه پوهاوی یوه ستونزه ده او حتي هغه کسان چې د کرونا ویروس شک پرې کېږي، په ځینو ځایونو کې له طبي مرکزونو تښتېدلي دي.

د واشنګټن پوست اشاره هغو ۳۷ تنو ته ده چې په وروستیو کې د هرات له یوه روغتیايي مرکزه وتښتېدل.

ورځپاڼې د کابل په واټونو کې د یوه کیله پلورنکي ۲۱ کلن مرتضي احمدي په قول لیکلي چې اوس تر پخوا زیات لاسونه مینځي خو لا هم ماسک نه کاروي.

مرتضي واشنګټن پوسټ ته ویلي، په نورو هیوادونو کې خلک په دې خاطر چې د تروریزم او جنایتکارو ډلو له شره خلاص دي، د کورونا له وایرسو ډېر بیرېږي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د افغانستان په اړه د توماس ګیبنس نیف او جولیان بارنیس په قلم لیکنه خپره کړې ده.

دوی لیکلي چې په افغانستان کې امریکايي قوماندانانو افغانستان ته د امریکايي او ايتلافي ځواکونو د ورتګ مخه نیولې او دغه راز تر راتلونکې میاشتې پورې له دې هیواده د ځواکونو وتلو ته هم اجازه نه ورکوي.

د مقالې لیکوالانو دا خبره د امریکايي او اروپايي چارواکو په قول کړې او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه په وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د خپرېدا له درکه د اندېښنې ښکارندويي کوي.

د لیکونکو په باور په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال اسټن سکاټ میلر د پرېکړې هدف دا دی چې پوځیان یې په کورونا وایرسو اخته نه شي خو دا پرېکړه ښايي د ولسمشر ټرمپ غوښتنه له ستونزو سره مخامخ کړي چې له طالبانو سره د موافقې د لاسلیک پر اساس یې د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه کړې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي، امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې د سولې له موافقې سره سم به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر کمولو ته دوام ورکړي، خو اوس اروپايي دیپلوماتان وايي چې دوی ډېر ډاډه نه دي.

حاضردمه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر شاوخوا ۱۲ زره دی خو د هغې موافقې پر اساس چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په دوحه کې لاسلیک شوه، دا شمېر به په راتلونکو نژدې ۳ میاشتو کې ۸۶۰۰ ته راکم شي.

مقاله لیکونکي وايي، د طالبانو د روان تشدد، د افغانستان په حکومت کې د سیاسي بې ثباتۍ او د کورونا وایرس د زیاتې خپرېدا د احتمال له کبله ناټو د اوس لپاره د ځواکونو د ایستلو بحثونه څنګ ته پرې ایښي دي.

اروپايي دیپلوماتانو ویلي چې په افغانستان کې نامعلوم حالت به د امریکایانو لپاره سخته کړي چې په دې هیواد کې د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو پلان عملي کړي او ناټو هم ورسره سم د ځواکونو په کمولو پیل وکړي.

XS
SM
MD
LG