د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۰۴

افغانستان

'که مخالفین امنیتي ستونزې جوړې نه‌کړي، مچلغو بند به ژر بشپړ شي'

ارشیف

د پکتیا ولایت چارواکي وايي که د دولت وسله‌وال مخالفان، په امنیتي لحاظ ستونزې جوړې نه‌کړي، د "مچلغو" بند د رغونې چارې به ژر بشپړې شي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په ۱۳۹۶ل کال کې ویلي وو چې د دغه بند رغونه به په درېیو کلونو کې بشپړه شي.

خو د پکتیا د والي ویاند پرون ازادي راډیو ته وویل، په احمدابا ولسوالۍ کې د دغه بند د رغونې د چارو بشپړېدل لږترلږه دوه نور کلونه وخت غواړي.

عبدالله حسرت د دغه بند د رغونې په وړاندې لوی خنډ امنیتي ستونزې وبللې.

هغه زیاته کړه: "که وسله‌وال مخالفان امنیتي ننګونې ورته جوړې نه‌کړي، د بند کارونه به چټک پر مخ لاړ شي. د اوبو د مدیریت په برخه کې چې کومې پروژې پلې کېږي او چې بیا باالخصوص هغه اوبه کوز (پاکستان) ته ځي، زموږ برداشت دا دی چې حتماً به ورته امنیتي مسایل پیدا کېږي."

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د مچلغو بند له جوړېدو سره به د پکتیا تر ۲۳۰۰ هکټارو زیاته ځمکه خړوبه او ۸۰۰ کیلو واټه برښنا توليد شي.

تر اوسه د مچلغو بند د سروې، ډیزاین او رغونې تړونونه له بېلابېلو شرکتونو سره لاسلیک شوي، خو دغه بند لاهم ګټې اخیستنې ته نه‌دی چمتو شوی.

د دغه وزارت په حواله، افغانستان ۵۰ میلیارد متر مکعب سطحي اوبه لري چې یوازې‌یې په افغانستان کې له ۲۲ میلیارد متر مکعب څخه استفاده کېږي او پاتې نورې اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ننګرهار کې د کرونا ویروس دوهمه مثبته پېښه ثبت شوه

ارشيف

په ننګرهار کې د کرونا ویروس دوهمه مثبته پېښه ثبت شوه.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، نن جمعه په جلال اباد ښار کې یو کس چې نوم یې نه دی ښودل شوی او تازه له امریکا راګرځېدلی، تېره ورځ یې د ننګرهار سیمه ييز روغتون ته مراجعه کړې وه او له تشخیص وروسته معلومه شوه چې په کرونا ویروس اخته دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند عادل ظاهر ازادي راډيو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې ناروغ کس د خپلې ځيرکۍ له مخې د ځان ښه مراقبت کړی او له هېڅ چا سره یې تماس نه دی نیولی.

دی وایي، دا چې نوموړي له لومړۍ لحظې ځان په خپل کور کې قرنطین کړی و، له همدې وجې یې وضعیت ښه دی او د کورنۍ نور غړي یې هم ښه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایتي ادارې نن خبرداری ورکړی چې له جلال اباد ښار سره به سر له نن څخه د ټولو ولسوالیو د لویو لارو په ګډون د کابل، لغمان او کونړ لویې لارې بندې وي، تر څو ننګرهار او د دغه ولایت مرکز ته د کرونا ویروس د انتقال مخنیوی شوی وي.

د یادونې وړ ده چې تېره میلادي میاشت یو بل کس هم چې حضرت بلال نومېده او له لغمان څخه ننګرهار ته راغلی و، په کرونا ویروس اخته ښودل شوی و، چې اوس هم په لغمان کې تر طبي څارنې لاندې دی.

د چارواکو په خبره، حضرت بلال اوس ښه دی او له کرونا ویروسه خلاص شوی دی.

پکتیا کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف نوي بندیزونه اعلان شوي

پکتیا کې د خلکو پر لویو غونډو، په جوماتونوکې په جمع د لمانځه، ودونو او خیراتونو لپاره د خلکو پر راغونډېدو بندیز لګول شوی.

په پکتیا کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره نوي بندیزونه ولګول شو.

د پکتیا د والي ویاند عبد الله حسرت په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن د اپرېل په ۳مه، خپور شوی چې په ګردیز کې د کرونا ویروس د ۲ مثبتو پېښو تر ثبت وروسته پرېکړه وشوه چې د خلکو پر لویو غونډو، په جوماتونوکې په جمع د لمانځه، ودونو او خیراتونو لپاره د خلکو پر راغونډېدو بندیز ولګول شي.

حسرت ونه ویل چې دا بندیز به تر کومه دوام کوي.

بل پلو په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولین وایي، چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه یې د تندر قول اردو قرارګاه او ګارنيزيون ټول جزوتامونه قرنطين کړل او قول اردو ته په ننوتو بشړپ بندیز ولګېد.

د دې مرکز د رسنیو د برخې مسول ایمل مومند ازادي راډيو ته وویل، چې دغه ګام یې په دې ولایت کې د کرونا د دوو مثبتو پېښو له ثبت وروسته پورته کړی.

نوموړي د امنيتي ځواکونو له منسوبینو او د عامو خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې له نن وروسته دې دغه مرکز ته له ورتګ ډډه وکړي خو په وینا یې د قول اردو روغتون ته ور وړونکي نظامي ټپیان له دې امر څخه مستثنا دي.

بغلان کې ګرځبندیز اعلان شو

ارشیف

په بغلان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوی لپاره نن، د اپرېل په ۳مه، د پلخمرۍ ښار قرنطین شو.

په پلخمرۍ کې به د خلکو پر ورځنیو فعالیتونو بندیز وي.

د ازادي راډیو خبریال وایي چې د یو شمېر دولتي دفترونو مامورین به هم رخصت وي.

دا بندیز به له سبا (شنبه) عملي کېږي او تر راتلونکو ۲۱ ورځو به پرځای وي .

د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازي له خلکو غوښتنه کړې چې بندیز مراعت کړي که نه له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

په بغلان کې تر نن سهاره د کرونا ویروس دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

برېښنا شرکت: بغلان کې د برېښنا د پرې شويو مزو د جوړېدو هڅې دوام لري

ارشیف

د افغانستان برېښنا شرکت وايي بغلان ته یې تخنیکي ډله تللې او د برېښنا د پرې شوي جریان د سمولو هڅې کوي.

په کابل او هغو سیموکې چې د ازبکستان وارداتي برق ورځي له پرون ماسخوتن راهیسې برق نشته.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په بغلان کې د جګړې له امله د ازبکستان د وارداتي برق مزي پرې شوي یا تخریب شوي وو او له دې امله په کابل کې د برېښنا جریان پرې دی.

برښنا شرکت ویلي چې ډېر ژر به یې انجینیران دا ستونزه حل کړی.

بغلان کې د کرونا ویروس بله مثبته پېښه ثبت شوې

ارشیف

په بغلان کې په کرونا ویروس د بل وګړي د اخته کېدو خبر هم تائید شو.

دازادي راډیو خبریال نن، د مارچ په دریمه، له بغلانه په راپور کې وویل چې پرون هم هلته یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.

په افغانستان کې پرون په کرونا ویروس د ۲۹ نویو مثبتو مواردو راپور ورکړل شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون خبریالانو ته وویل چې په ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۳ ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا ورازت په وروستي یوه شواروز کې د کرونا ویروس د تازه پېښو د ثبت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

چارواکي: غزني کې ۷ وسله وال وژل شوی

ارشیف

دولتي چارواکي خبر ورکوي چې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې په هوايي بمبار کې ۱۶تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولایت مقام د مطبوعاتو مرستیال سمیر احمد احمدي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه د یادې ولسوالۍ په ملاح نوح بابا، عاشقوالو او ابو کلا سیمه کې د امنتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه رامنځ ته شوې چې سیمه ته هوايي ځواکونه رسیدلي او بمبار یې کړی دی.

دی وايي د بمبار له امله ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر دې محاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۷۳ کسانو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار

په افغانستان کې پرون په کرونا ویروس د ۲۹ نویو مثبتو مواردو راپور ورکړل شو چې له دې سره په دې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېره ۲۷۳ ته لوړه شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار له آزادۍ سره په خبرو کې وویل، پرون د کرونا ویروس ۱۴ تازه موارد- ۹ په کابل، ۲ په پکتیا، یوه په کندهار، یوه په بغلان او یوه په دایکنډي کې تثبیت شوي.

له بلې خوا د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا د آزادۍ راډیو خبریال ته وویل چې په هرات کې په کرونا ویروس د اخته کېدو ۱۵ نور موارد یې تثبیت کړي دي.

تمنا وايي چې له دې نویو پېښو سره په هرات کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېره ۱۹۹ ته لوړه شوه.

له بلې خوا پرون په افغانستان کې د کوروناویروس له کبله د یو بل ناروغ د مړینې راپور هم ورکړل شو.

د دایکندي د عامې روغتیا رییس اسحاق علي درمان وايي، یوې ۶۵ کلنې مېرمنې چې پرون ناوخته یې ناروغي تثبیت شوه، تېره شپه په روغتون کې سا ورکړه.

د درمان په وینا دا مېرمن د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکې وه، له ایران څخه هېواد ته راستنه شوې وه او د بډوډو او نورې ناروغۍ یې درلودې.

ولسمشر غني له باجوه سره د سولې په روانو هڅو خبرې کړي

ولسمشر غني د ټېلېفوني تماس پرمهال

ارګ وايي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره په ټېلېفوني خبرو کې له طالبانو سره د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې.

جمهوري ریاست په یو خبرپاڼه کې وايي چې د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه ولسمشر غني ته له طالبانو سره د خبرو لپاره د ټولو اړخونو په ګډون د یوه پلاوي د ټاکلو مبارکي وویله او د دې خبرو د پرمختګ هیله یې وکړه خو په خبرپاڼه کې په دې اړه د دوی د خبرو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ښاغلي غني او جنرال باجوه په خبرو کې د کرونا ویروس پرضد د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې، سوداګرۍ او ترانزیت مسایل هم شامل وو.

چارواکي: نړیوال بانک افغانستان ته ۱۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي

ارشیف

افغان چارواکي وايي چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې لپاره له افغان حکومت سره د نړیوالو مرستې راروانې دي.

د کرونا ویروس پرضد د مبارزې لپاره دولتي کمېټه چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش یې مشري کوي وايي، په دې لړ کې نړیوال بانک سل میلیونه ډالر د افغانستان لپاره ځانګړي کړي دي.

د ښاغلي دانش مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت پرون له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل دا مرستې په لومړي ګام کې هغو بېوزلو کسانو ته ورسېږي چې په ورځنیو کارونو بوخت دي.

هغه زیاته کړه: "دا ټول خوراکي مواد دي او هغو کسانو ته به ورکړل شي چې ورځني کارونه درلودل او د ګرځبندیز له کبله زیانمن شوي، هغه کسان چې پر کراچیو شیان پلوري او د ټولنې محرومه طبقه ده."

ښاغلی هدایت وايي چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې کمېټه به په نژدې ورځو کې په کابل او ولایتونو کې د دې مرستو د مستحقو کسانو فهرست برابر کړي.

نوموړی زیاتوي، د نورو هېوادونو او نړیوالو موسسو مرستې هم راروانې دي چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې د هڅو په ترڅ کې به ولګول شي.

چارواکي: طالبانو بادغیس کې د ملي امنیت ۶ منسوبین وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې بادغیس ولایت

د بادغیس سیمه‌ییز چارواکي وايي د ملي امنیت ۶ منسوبین د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند نجم‌الدین برهاني نن پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د وري ۱۴» ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو پرون شپه ناوخته د مقر ولسوالۍ په خارستان سیمه کې پر امنیتی ځواکونو برید کړی و.

د برهاني په خبره نښتو یو نیم ساعت دوام وکړ.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مقر د بادغیس یوه نا امنه ولسوالي ده چې مرکز قلعه‌نو ته څېرمه پرته ده او له ترکمنستان سره هم یو څه ګډه پوله لري.

ولسمشر غني د مالیې سرپرست وزیر او کابل ښاروال معرفي کړل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د وېډيو کنفرانس له لارې عبدالهادي ارغندېوال د مالیې سرپرست وزیر او نوماند او داوود سلطان‌زوی د کابل د ښاروال په توګه معرفي کړل.

عبدالهادي ارغندېوال او داوود سلطان‌زوی روانه اوونۍ د ولسمشر غني د حکم له مخې په یادو دندو ګمارل شوي وو.

ښاغلی ارغندېوال د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې د اقتصاد وزیر و او ښاغلی سلطان‌زوی هم د ولسمشر محمد اشرف غني د ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.

تازه ولسمشر اشرف غني احمد ضیا سراج د ملی امنیت عمومي ریاست د نوماند په توګه ټاکلی، نوموړی له دې وړاندې د همدې ریاست سرپرست و.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ویلي و چې په دوو اوونیو کې به کابینه جوړوي.

طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت له پلاوي د پاکستان هرکلی

پاکستان د افغانستان حکومت له‌خوا له طالبانو سره خبرو لپاره د پلاوي د جوړولو هرکلی کړی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت پرون په بيان کې ويلي دي چې دې سره به بين‌الاافغاني خبرو اترو لپاره لاره هواره شي.

په بيان کې ويل شوي چې پاکستان باور لري دا يو مهم ګام دی او د افغانستان حکومت ژمنتيا په ډاګه کوي چې په هغه هېواد کې د سولې پروسه پر مخ بوځي.

افغان حکومت وایي کابل ته د طالبانو ورغلي درې کسیز پلاوي سره‌‌یې کتلي دي او په خبرو کې د بندیانو د تبادلې په اړه بحثونه شوي دي.

د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د چین مرستې کابل ته راورسېدې

کابل ته د چین رارسېدلې مرسته

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د چین هېواد مرستې نن کابل ته ورسېدې.

د چین سفیر وانګ‌هو د افغانستان د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په حضور کې د دغو مرستو د تسلیمي پر مهال وویل چې چین د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د کرونا ویروس د مبارزې تجربې شریکې کړې دي.

هغه وویل نننۍ مرسته شوي وسایل به د کرونا ویروس د مخنیوي په لارو چارو کې مؤثرې تمامې شي.

د چین په دې مرستو شویو موادو کې ماسکونه، د تنفس دستګاوې او د ډاکترانو لپاره محافظتي لباسونه شامل دي.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن وویل چې د چین هېواد دا مرسته شوي مواد به په شفافه توګه ووېشل شي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳۹ ته رسېدلي دي.

دا پېښې داسې وخت زیاتې شوې چې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار تأیید کړه چې تازه په هرات کې د چهارشنبې په ورځ څه باندې ۴۰ نور کسان په کرونا اخته شول.

تر اوسه په افغانستان کې کرونا ویروس ۴ کسان مړه کړي هم دي.

ناټو سازمان نن د افغانستان په وروستیو پرمختګونو بحث کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

نن د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران غونډه لري او د افغانستان په وروستیو پرمختګونو هم بحث کوي.

د ناټو سازمان دا غونډه د وېډيو کنفرانس له لارې دایرېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون وویل چې په دې غونډه کې به د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ناټو په دایمي تعهد بحث وکړي.

هغه زیاته کړه چې شرایط سخت دي او طالبان او ټول سیاسي لوري باید د بین‌الافغاني خبرو د پيلېدو لپاره په خپل تعهد ودرېږي.

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښي ۲۳۹ ته ورسېدې

کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص دوهم مرکز

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳۹ ته ورسېدې.

د هرات د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم تمنا وویل چې د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۷ پېښو نمونې په دې ولایت کې وازمویل شوې چې ۴۱یې مثبتې تشخیص شوې.

د ډاکتر تمنا په خبره په نویو پېښو کې هېڅ ناروغ ایران ته د سفر سابقه نه‌لري.

بل‌خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کرونا ویروس دوه مثبتې پېښې په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې چې له دې سره په افغانستان کې د کرونا یا (کوویډ-۱۹) ناروغانو شمېر ۲۳۹ تنو ته ورسېد.

د عامي روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه کرونا ویروس د ۱۰ تنو ناروغانو درملنه شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG