د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د اروپا ملتونو فوټبال ټورنمنت یو کال وځنډول شو


ارشیف، د اروپا د فوټبال فدراسیون مسابقې ۲۰۲۱م کال ته ځنډول شوې دي.
ارشیف، د اروپا د فوټبال فدراسیون مسابقې ۲۰۲۱م کال ته ځنډول شوې دي.

د اروپا د فوټبال فدراسیون وایي، د اروپا د ملتونو د فوټبال د ۲۰۲۰م کال تورنمنټ‌یې د کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) له کبله یو کال وځنډاوه.

دغه فدراسیون پرون سې شنبه وویل، د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د ټولو کلبونو او ملي ټیمونو مهال‌وېش تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوی دی.

په پام کې وه دغه مسابقې د جون میاشتې له ۱۲مې د جولای تر ۱۲مې نېټې په ۱۲ اروپايي هېوادونو کې وشي.

د اروپا د فوټبال فدراسیون پرون سې شنبه وویل، دغه مسابقې ۲۰۲۱م کال ته ځنډول شوې دي.

د کرونا ویروس له کبله د اروپا د ټولو کلبونو مسابقې یا لغوه شوي، یا ځنډول شوې دي.

XS
SM
MD
LG