د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۵۸

نیویارک ټایمز: کرونا وایروس په افغانستان کې جګړه او سوله پېچلې کړې


ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې ډېره پر نړیوالو ځواکونو د کرونا وایروس احتمالي اغېزو ته پام اړولی او لیکي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وایي چې تر یکشنبې پورې‌یې په پوځیانو کې د کرونا وایروس مثبته پېښه نه‌ده تأیید شوې، خو د احتمالي مثبتو پېښو لپاره‌یې قرنطین ځایونه جوړ کړي دي.​

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د ناټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په یوه بیان کې ویلي چې روغتیایي پوځي مرکزونه‌یې په افغانستان کې تیاری نیولی چې د قرنطین او انزوا لپاره مناسب اقدامات عملي کړي.​

د سټارز انډ سټرایپس په وینا دغو ځواکونو نه‌دي ویلي چې څه شمېر پرسونل‌یې قرنطین شوی، خو په بیان کې یې ویلي هغوی چې ګومان کېږي له خطر سره مخامخ دي یا زکام ته ورته نښې په‌کې لیدل کېږي، سمدستي په هماغه مرکز کې له روغتیایي خدمتونو برخه‌من کېږي.​

د بیان له مخې هغوی چې نښې نښانې یې ښایي چې پر کرونا وایروس اخته شوي وي، زیاتوي د معاینې سمپلونه‌یې د نورو ازمیښتونو لپاره په جرمني کې د لاندستول لوی روغتیایي مرکز ته استول کېږي. ​

سټارز انډ سټرایپس لیکي، د امریکا د کانګرس غړو تېره اوونۍ دې ته اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي و په داسې حال کې چې کرونا په نړیواله اپیډمي یا وبا بدله شوې، په افغانستان کې یې ځواکونه له دغه وایروس څخه په مناسب ډول نه‌دي خوندي شوي.​

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۲۰ اوښتی. پر دغه وایروس ډېر اخته شوي هم په دې وروستیو کې له ګاونډ ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. ​

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په افغانستان کې د کرونا وایروس د خپرېدو پر خطرونو یو مطلب تر دې سرلیک لاندې چې "کرونا وایروس په افغانستان کې جګړه او سوله پېچلې کړې ده."​

نیویارک ټایمز د پیل په کرښو کې لیکي، د افغانستان ګاونډ ایران چې دغه وایروس ډېر ځپلی هره ورځ په زرګونه افغانانو ته اجازه ورکوي چې له پولې افغانستان ته واوړي حال دا چې دا هېواد ورڅخه غواړي چې پوله وتړي.​

په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړۍ مثبته پېښه څو اوونۍ مخکې په هغه کس کې وموندل شوه چې له ایرانه ستون شوی او اکثره نوې مثبتې پېښې هم په دې وروستیو کې له ایرانه په نوي راستنو شویو کې موندل شوي دي.​

  • ​نشنل انټرست

امریکایۍ نشنل انټرست خپرونې د امریکا او طالبانو د سولې لاسلیک شوي تړون ته په یوه مطلب کې کتنه کړې او لیکي،​ دواړو لورو د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې دغه تړون په دې تمه لاسلیک کړ چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګېدو لپاره لومړنی ګام پورته کړي. ​

خپرونه د دې مطلب په یوه برخه کې لیکي، که متحده ایالات پرېکړه وکړي چې د افغانستان شرایطو ته له پام پرته ځواکونه په بشپړ ډول وباسي، طالبان به پر دې هېواد د واک تحمیلولو لپاره خلاص لاس ولري.

د نشنل انټرست په لیکنه که دغسې یو وضعیت رامنځته کېږي په غالب ګومان تر شا تشه به‌یې د سیمې قدرتونه لکه چین، روسیه او پاکستان ډکه کړي.

XS
SM
MD
LG