د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

واشنګټن پوسټ: پاکستان په افغانستان کې د سولې ناکامي ته اندېښنه لري


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

پاکستان اندېښنه لري چې په افغانستان کې د سولې ناکامي به تاوتریخوالی رامخې ته کړي.

دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې مقالې سرلیک دی. لیکنه وايي، له کلونو راهیسې پاکستان په دې تورن دی چې طالب وسله‌والو ته‌یې ځای ورکړی او په داسې حال کې چې د خپل دې بې‌وزله ګاونډي د بې‌ثباته کولو هڅه کوي، ظاهراً په افغانستان کې د خبرو له لارې د ستونزې هواري ته هم سر خوځوي.

ورځپاڼه د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شوي تړون ته په اشارې چې د امریکايي سرتېرو وتلو او د طالب او افغان مشرانو ترمنځ خبرو ته لاره هواروي وايي، پاکستان دا پرمختګ وستایه او همدارنګه‌یې هیله وښوده چې د دې پرمختګ یو څه امتیاز هم له دې کبله ورکړل شي چې د افغان طالبانو هغه مشر یې له زندان خوشې کړ چې په خبرو کې یې د دې ډلې د مرکچي پلاوي مشري وکړه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د طالبانو او امریکا ترمنځ له تړون وروسته، په کابل کې د واک پر سر جنجال او د بندیانو د خوشې کېدو پر سر د ولسمشر محمد اشرف غني سره د طالبانو د اختلاف یادونه کړې او ویلي یې دي چې طالبانو له څه وخت اورکم وروسته بېرته پر افغان حکومتي ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

واشنګټن پوسټ وايي، اوس پاکستان اندېښمن دی چې دا کړکېچ به په افغانستان کې هسې تاوتریخوالی او کډوالي رامنځته کړې لکه په ۱۹۸۹م کال کې چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو له وتلو وروسته رامنځته شوه.

ورځپاڼه په واشنګټن کې د ووډرا وېلسن په نړیوال مرکز کې د سیمه‌ییز څېړونکي میشل کوګلمن له خولې وايي: "پاکستان له یو داسې افغانستان څخه ستراتېژیکې ګټې ترلاسه کوي چې په جګړه کې ښکېل وي." د کوګلمن په وینا دا ځکه چې د پاکستان طالب شریکان نور هم پیاوړي کېږي او په دې هېواد کې د هندوستان د فعالیت وړتیا له‌منځه ځي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د کوګلمن او نورو امریکايي څېړونکو په حواله زیاتوي، که څه هم پاکستان کې د افغانستان د روان کړکېچ څخه د اغېزمنېدو په اړه اندېښنې څرګندېږي، خو پاکستان د ګټې په تمه دی او ورته دا مهمه نه‌ده چې د سولې او د واک د شراکت له خبرو څه نتیجه راوځي، ځکه په وینا یې اسلام‌اباد لا هم د کابل د وېشلي سیاستوالو پر ځای طالبان باوري ګڼي او لا هم په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ د ختمولو په هڅه کې دي.

  • ملټري ټایمز

ملټري ټایمز خپرونې بیا په یوه لیکنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون سربېره پر طالبانو د امریکا د هوايي بریدونو په دوام لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې راغلي، د سولې د روانو خبرو او هڅو سربېره امریکا په افغانستان کې پر طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو هوايي بریدونو ته دوام ورکوي.

ملټري ټایمز خپرونه وايي، په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې له ۱۸ کلنې جګړې د وتلو هڅه کوي، داسې ښکاري چې افغان هوايي ځواک لا هم د طالبانو او نورو وسله‌والو پر ضد د مقاومت هغه پړاو ته نه‌دی رسېدلی چې امریکايي لوري یې هیله درلوده.

خپرونه په دې لیکنه کې زیاتوي چې امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې تر ۷۷۵ زیات بمونه غورځولي دي.

د لیکنې لیکوال همدارنګه د افغان هوايي ځواک په بېلابېلو ننګونو او پرمختګونو غږېدلی او زیاتوي، د هغو ځمکنیو افغان ځواکونو لپاره چې د ترهګرو او وسله‌والو پر ضد جګړه کوي، په دقیق وخت د هوايي ملاتړ د برابرولو وړتیا د افغانستان په اوسني جګړه کې حیاتي رول لري.

XS
SM
MD
LG