د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۴۰

د اروپا فوټبال د ټولو لیګونو سیالۍ وځنډېدې


ارشیف، د لېورپول د تېر کال د فوټبال اتلولي.

د اروپا د فوټبال ټولو مهمو لیګونو د کرونا وایروس په خاطر سیالۍ ځنډولې دي.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپا د فوټبال ټولنې یا یوفا هم پرون (جمعه) تر نامعلومې مودې پورې د اروپا د فوټبال اتلولۍ او اروپايي لیګ سیالۍ وځنډولې.

همداراز پرون د استرالیا او نیوزیلند ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ له نندارچیانو پرته په سیدني کې وشوه او د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د سیالۍ لپاره سریلانکا ته خپل سفره لغوه کړ.

له بلې خوا هند وايي، د دغه هېواد د کرکټ غوره لیګ یا ای پي اېل په نړۍ کې د کرونا د خپور شوي وایروس له کبله د اپرېل په ۱۵مه نه‌پیلېږي.

خو له دې سره سره چې کرونا وایروس په نړۍ کې پر ګڼو سپورتي سیالیو سیوری غوړولی، جاپان وايي د جولای په میاشت کې د توکیو د المپیک سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

XS
SM
MD
LG