د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۲۹

نړۍ

ایران د اوکراین نسکورې شوې الوتکې توربکس کیف ته ورکوي

په ایران کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې توربکس

د ایران د هوایي چلند ادارې موافقه وکړه چې د اوکراین د راغورځول شوې مسافر وړونکې الوتکې توربکس د څېړنو لپاره کیف ته ورکوي.​

په مونتریال کې مېشت د ملګرو ملتونو د هوايي چلند په نړیواله اداره کې د ایران استازي فرهاد پرورش د چهارشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته وویل چې تهران نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکړې چې که‌یې غوښتي وي کولای شي د راغورځول شوې الوتکې په توربکس کې د ثبت شویو معلوماتو په ارزونه کې برخه واخلي.​

له دې مخکې ایران بهرني هېواد ته د دغې الوتکې د توربکس له سپارلو سره مخالفت کړی و.​

د اوکراین د هوایي شرکت دغه بوینګ ۷۳۷ الوتکه د تېرې جنوري میاشتې په اتمه د تهران هوايي ډګر ته نږدې د ایران د ځواکونو په توغندیو نسکوره شوه او ټوله ۱۶۷ سورلۍ یې ووژل شوه.​

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره میلیاردونه ډالره پور غوښتی

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپل هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پیسو له نړیوال وجهي صندوقه د ملیاردونو ډالرو پور غوښتی دی.

روحاني نن د اپرېل ۸مه د خپلې کابینې په غونډه کې وویل چې د ایران په وړاندې باید په چلند کې توپیر ونه‌شي.

د ایران مرکزي بانک تېره میاشت د پیسو له نړیولې ادارې پنځه میلیارده ډالر پور غوښتی و.

ایران په ټول منځني ختيځ کې له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او له دې امله مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت پرون وویل چې تر ۶۲۵۰۰ زیات وګړي په دې ویروس اخته دي او له ۳۸۰۰ زیات له دې ویروسه مړه شوي دي.

د بریتانیا صدراعظم لا هم په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې دی

د بریتانیا صدراعظم

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې په کرونا ویروس اخته دی بېګا دوهمه شپه هم په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې تېره کړه.

بورېس جانسون د نړۍ تر ټولو لوی سیاسي مشر دی چې کرونا ویروس نیولی دی.

د هغه ویاند نن د اپرېل ۸مه، ویلي چې د صدراعظم روغتیايي وضعیت ثبات لري، خو د دې لپاره چې تر نظر لاندې وي، په ای سي یو یا د شدید مراقبت په خونه کې ساتل کېږي.

د بورېس جانسون مسئولیتونه د اوس لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب ته سپارل شوي دي.

راب ویلي باور لري چې بورېس جانسون به له کرونا ویروس سره جنګ وګټي ځکه هغه یو جنګیالی دی.

نیویارک کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۰۰۰ تنو ته لوړ شو

دا پر نیویارک ښار د سپټمبر د ۱۱مې په حملو کې تر وژل شویو وګړو نږدې ۱۰۰۰ تنه زیات دي.

د امریکا په نیویارک ښار کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.

دا شمېره پرون د اپرېل ۷مه خپره شوې ده.

دا پر نیویارک ښار د سپټمبر د ۱۱مې په حملو کې تر وژل شویو وګړو نږدې ۱۰۰۰ تنه زیات دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ځیني سیمو کې چې د کرونا ویروس سخت خپور شوی و، خو خلک په کورونو ننوتل او د واټن ساتلو مراعت‌یې وکړ، ویروس سوکه سوکه د کمېدو په حال کې دی.

کرونا ویروس یوازې په بریتانیا کې ۵۵ زره کسان نیولي او تر ۶۲۰۰ زیات پرې مړه شوي دي.

د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان بحث پیل شوی

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو پرون د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې پیل کړې.

د اروپايي ټولنې مالیې وزیرانو نن چهارشنبه د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان د اختلافاتو د حل کولو لپاره خبرې وکړې.

د دغو هېوادونو اقتصاد د کرونا وبا بد ځپلی دی.

د اروپايي ټولنې د رئيس ویاند لویس ریګو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د «کوویډ-۱۹» په وړاندې د اروپايي ټولنې ستره اقتصادي پالېسي ښه پر مخ روانه ده، خو لا وروستۍ شوې نه‌ده."

ټاکل شوې ده چې نن سهار د مالیې وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته جزئیات وړاندې شي.

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو پرون د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې پیل کړې.

روسیې او قطر د فوټبال نړیوال جام په اړه وروستۍ ادعاوې رد کړ

ارشیف

روسیې او قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو د حق د ترلاسه کولو لپاره د میلیونونو ډالرو رشوت ورکولو تازه ادعاوې رد کړې.

د امریکا عدلیې وزارت د تازه تور پر اساس، د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون چارواکو د دې لپاره چې په ۲۰۱۸ کې په روسیه او په ۲۰۲۲ کې په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو ته رایې ورکړي، رشوت اخیستی دی.

په دواړو ځایونو کې د فوټبال له سیالیو سره د موافقې په اړه له ډېر پخوا راهیسې پلټنې او اوازې روانې دي، خو په دې تازه تور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د دواړو جامونو په اړه نوي مستقیم او رسمي تورونه لګول شوي دي.

قطر دا ادعاوې په کلکه رد کړې او روسیې وویل چې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام حق‌یې یو مخ له قانوني لارې ترلاسه کړی و.

ایران کې د کرونا ویروس وېره؛ پارلمان‌یې لومړۍ غونډه وکړه

د پارلمان په دې غونډه کې رئیس علي لارجاني نه‌و ځکه چې هغه تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شو.

د ایران پارلمان د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې خپله لومړۍ غونډه وکړه چې په دې هېواد کې کرونا ویروس خپور شوی دی.

تهران پرون وویل چې اوومه ده چې په پرله‌پسې توګه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ایران کې په کمېدو دی.

د ایران پارلمان ۲۰۰ نوي غړي لري چې درېیمه برخه وکیلان دې غونډې ته حاضر شوي وو، خو د پارلمان رئیس علي لارجاني نه‌و ځکه چې هغه تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شو.

د ایران پارلمان د فبرورۍ په ۲۵مه بند شو او د پارلمان لږ تر لږه ۳۱ غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دې سربېره چې په ایران کې امر شوی دی چې خلک به سره نږدې نه‌درېږي او نه‌کېني، د پارلمان په پرونۍ غونډه کې وکیلان سره نږدې ناست وو.

په ایران کې کرونا ویروس د فبرورۍ په ۱۹مه لومړی کس نیولی و او دغه هېواد د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې کرونا ویروس په‌کې ډېر خپور شوی دی.

د ایران روغتیا وزارت پرون وویل چې ۳۸۷۲ تنه تر اوسه کرونا ویروس په ایران کې وژلي دي او څه باندې ۶۲۵۰۰ تنه د 'کوویډ-۱۹' په اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي.

داسې اندېښنې شته چې په ایران کې چارواکي د دې ناروغۍ په اړه سمې شمېرې نه‌خپروي او اصلي شمېرې تر اعلان شویو ډېرې لوړې دي.

پاکستان پوځ معترضو ډاکترانو ته د کرونا ویروس طبي وسایل برابروي

ډاکتران وايي، پولیسو بد چلند کړی او د دوی یو شمېر ملګري یې وهلي دي.

د پاکستان پوځ وایي چې نږدې ۵۰ ډاکترانو ته به له کرونا ویروس څخه د ژغورنې وسایل چمتو کړي.

دا هغه ډاکتران دي چې د روغتیایي تجهیزاتو او درملو لپاره‌یې اعتراض کړی وو او بیا د لنډې مودې په مخه زنداني شول.

دغو ډاکترانو د دوشنبې په ورځ په کوټه کې مظاهره وکړه او پولیسو توقیف کړل.

د بلوچستان ایالتي ویاند لیاقت شهواني وویل چې دا ډاکتران په همغه ورځ بېرته خوشې شول.

د پاکستان پوځ پرون په یوه بیان کې څرګنده کړه چې روغتیایي وسایل او له ویروسه د ځان ژغورنې تجهیزات کوټې ته واستول شول.

یو شمېر نیول شویو ډاکترانو پرته له دې چې نومونه‌یې واخیستل شي، ویلي دي چې له دوی سره پولیسو بد چلند کړی دی او پولیسو یو شمېر ډاکتران وهلي دي.

دې ډاکترانو له وېرې نه‌غوښتل چې نومونه‌یې افشا شي.

په پاکستان کې تر پرون پورې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څلور زره څلورو ته رسېده او د دوو ډاکترانو په ګډون دې ویروس د ۵۴ کسانو ژوند اخیستی دی.

د ازادي راډیو قرغزستان څانګې د امریکا د تحقیقي راپورونو جایزه ګټلې

د ازادې اروپا/ ازادي راډيو

د ازادې اروپا/ ازادي راډيو د قرغزستان څانګې ازاتیک راډیو د قرغزستان له یوې بلې وېب‌پاڼې سره په ګډه د امریکا د تحقیقي راپورونو یوه جایزه ګټلې ده.

دا جایزه دې ادارو ته د سازمان شویو جرمونو او فساد په اړه د راپورونو د لړۍ په خاطر ورکړل شوې ده.

په امریکا کې مېشت د تحقیقي خبریالانو او اېډېټرانو ادارې ای ار اي دوشنبه خبریالان ستایلي په داسې یوه هېواد کې چې خلک نه‌غواړي د فساد او جرمونو په اړه راپورونه جوړ شي د راپورونو لړۍ جوړه کړه او خلک‌یې له حقایقو خبر کړل.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د منځنۍ اسیا څانګې اکثر خبریالان وخت ناوخته په خپلو هېوادونو کې د دولت له‌خوا له محدودیتونو سره مخ کېږي او ان کله تحقیقات هم ترې شوي.

د امریکا-طالبانو تړون کې د افغان ښځو د حقونو نه‌یادونې په اړه اندېښنه

ارشیف، د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون

د امریکا د استازو جرګې د څار او سمون کمېټې مشرې کارولین بي. مالوني ویلي له دې ډېره اندېښمنه ده چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره یوه کلمه هم نه‌ده راغلې.

د اغلې مالوني په حواله دا بیان پرون شپه د امریکا د استازو جرګې په وېب‌پاڼه خپور شوی.

جمهوري غوښتونکې استازې کارولین زیاته کړې چې د طالبانو په رژیم کې ښځې او نجونې سخت تر فشار لاندې وې او په ټولنه کې هېڅ رول نه‌و ورکړل شوی.

د امریکا د استازو جرګې د څار او سمون کمېټې له غړو سره دوشنبه ناوخته د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو او همکارانو یې د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د امریکا استازو جرګې په اعلامیه کې د ښاغلي سوپکو د پرونیو خبرو یوه برخه ذکر شوې چې هغه ویلي دا لا معلومه نه‌ده چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو تر ایستلو وروسته د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته څنګه دوام ورکولای شي.

تر دې مخکې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په باب د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانو اندېښنه ښودلې وه.

دا تړون د فبرورۍ په ۲۹مه دا مریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو چې ډېر تمرکز یې له افغانستانه د امریکایي او ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو، له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو په پرې کولو او د افغانستان له حکومت سره په خبرو او سولې دی.

یونېسف: د ښوونځیو تړلو سوېلي اسیا کې میلیونونه ماشومان اغېزمن کړي

ارشیف

یونېسف وايي د 'کوویډ-۱۹' یا کرونا ویروس له امله په سوېلي اسیا کې له ۴۳۰ میلیونو زیات ماشومان د ښوونځیو د تړلو له امله اغېزمن شوي دي.

دې ادارې نن سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې که زیانمنو ماشومانو او ستونزمنو لارو لرونکو ځايونو لپاره د ښوونځيو د تړلو په وخت کې د زده‌کړې بل بديل برابر نه‌شي او له خپلو درسونو څخه وروسته پاتې شي، ښايي هېڅکله به هم بېرته ښوونځي ته لاړ نه‌شي.­

د نړۍ اکثرو پرمختللو هېوادونو کې د کرونا ویروس د وېرې د خپرېدو په خاطر ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، خو زده‌کوونکو ته په انلاین بڼه درسونه ورکول کېږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف ویلي سوېلي اسیا د انټرنټي محدودیتونو په خاطر د انلاین زده‌کړو په لحاظ له ډېرو ننګونو سره مخ ده او په‌کار ده چې د ټلوېزیون، راډیو او نورو بدیلو لارو په اړه فکر وشي.

د افغانستان د پوهنې وزارت او خصوصي تعلیمي مؤسسو د انلاین، راډیو او ټلوېزیون له لارې د ښوونځیو د درسونو د وړاندې کولو ژمنه کړې ده.

فرانسه: ایران دې د اټومي تړون پر اساس خپلو مکلفیتونو ته درناوی وکړي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

په داسې حال کې چې د نړۍ پام کرونا ویروس ته اوښتی، ایران دې خپلو هغو مکلفیتونو ته درناوی وکړي، چې په اټومي تړون کې ورته ټاکل شوي دي.

دا خبره د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په ټېلېفوني مکالمه کې کړې ده.

مکرون زیاته کړې، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره دې نړیواله ټولنه همغږې شي.

د فرانسې د حکومت د اعلامیې په حواله، مکرون هیله ښوولې چې ایران داسې تازه اقدامات ونه کړي، چې له اټومي تړون سره په ټکر کې وي او د سیمه ییز کړکېچ په کمولو کې برخه واخلي.

بلخوا د حسن روحاني دفتر وايي، هغه د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې همغږۍ غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې پرون دوشنبه د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتنه وکړه، چې پر ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه کم کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د بشري مرستو وړاندیز کړی، خو ایراني چارواکو رد کړی دی.

تاجکستان کې د روغتیايي کارکوونکو په شمول ۱۳ تنه قرنطین شوي

ارشیف

تاجکستاني چارواکو د دې هېواد په شمال کې د یو کس له مړینې وروسته د روغتیايي کارکوونکو په شمول ۱۳ کسان قرنطین کړي.

د چارواکو په وینا دا کس سینه‌بغل ته ورته ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

روغتیايي چارواکو ویلي، د جابر رسولوف په روغتون کې د مشر ډاکتر په شمول د دې قرنطین شوې ډلې د کرونا ویروس د معایناتو نتایج منفي وو.

د مړ شوي کس خپلوانو ویلي چې هغه ګاونډي قرغزستان ته د واده لپاره تر سفر وروسته ناروغ شو.

د تاجکستان د سغد ولایت په جابر رسولوف روغتون کې وروستي وضعیت د منځنۍ اسیا په دې بې‌وزله هېواد کې د کرونا ناروغۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړي.

د تاجکستان حکومت ویلي تر اوسه په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کېدو هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې.

تېره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان لپاره د دې هېواد استازي هم د دې ادعا پلوي وکړه.

د تاجکستان روغتیايي سیستم کمزوری او له مالي ستونزو سره مخ دی.

همدارنګه د تاجکستان په شااوخوا کې داسې هېوادونه پراته دي چېرې چې د کرونا ویروس پېښې په‌کې ثبت شوي او په زیاتېدو دي.

د ترکمنستان ختیځ کې د بانکي ماشینونو څخه استفاده محدوده شوې

تېرو دوو ورځو کې د پیسو بانکي ماشینونو مشتریانو ته د نقدي پیسو ورکړه تر ۱۰۰ مناتو "د ترکمنستان پولي واحد" محدود کړې.

د ترکمنستان په ختیځ درغن اتا سیمه کې چارواکو د افرادو لپاره د 'ATM' يا د بانکي ماشینونو څخه د نقدو پیسو ایستل نور هم محدود کړي دي.

د چارواکو دې اقدام ته د انرژۍ په دې بډایه هېواد کې د نقدو پیسو د کمۍ د یوې بلې نښې په سترګه کتل کېږي.

د دوشنبې په ورځ د درغن اتا له مرکز څخه د ازادي راډیو خبریال په یو راپور کې وویل چې تېرو دوو ورځو کې د پیسو بانکي ماشینونو مشتریانو ته د نقدي پیسو ورکړه تر ۱۰۰ مناتو "د ترکمنستان پولي واحد" محدود کړې.

له ۱۰۰ مناتو څخه په رسمي نرخ ۳۰ ډالر او د تور بازار په نرخ ۵ امریکايي ډالر جوړېږي.

دا له هغې وروسته چې په ۲۰۱۸ میلادي کال ترکمن چارواکو په دې هېواد کې له بانکونو څخه د نقدو پیسو په را ایستلو د محددویتونو لګول پیل کړي، د پیسو تر ټول کمه اندازه ده چې ترکمنستان کې یې وګړي له خپلو بانکي حسابونو د اتومات ماشینونو له لارې ایستلی شي.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په فبرورۍ کې د یو کس لپاره په ورځنۍ توګه د نقدو پیسو د ایستلو اندازه ۱۰۰۰ مناته ټاکل شوې وه.

په نومبر کې دا اندازه ۸۰۰ ته راکمه شوه.

تېره میاشت د پیسو ځیني اتومات بانکي ماشینونو خلکو ته د پیسو ورکول په ورځني ډول تر ۲۰۰ مناتو محدود کړل.

امریکا د "روسیې د امپریال خوځښت" د ترورېستانو په توګه پېژندلی

د روسیې د امپریال خوځښت یو تن غړی ډېنېس ګاریوف چې په ۲۰۱۵ کال کې امریکا په تور لېست کې شامل کړی.

امریکا د "روسیې د امپریال خوځښت" په نوم د دې هېواد یوه ډېره نېشنلېسته ډله او درې مشران‌يې د ترورېستانو په توګه پېژندلي دي.

دا لومړی ځل دی چې امریکا د سپین نژادو د برتري پالنې یوه بهرنۍ ډله په دې ډل‌بندۍ کې شاملوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد چارو تنظیموونکي ناتن سېلز (Nathan Sales) د دوشنبې په ورځ دا یو "بې‌مخینې" اقدام وباله او په یو بیان کې یې وویل: "د دې غورځنګ لاسونه د بې‌ګناه خلکو په وینو سره دي."

دا غورځنګ خپله ځان "د روسیې اورتودکس ملي-هېواد پال او سلطنت پلوی سازمان" بولي.

دا ګروپ همدارنګه غواړي چې روسیه دې د یو توکميز دولت په توګه اعلان شي چې په‌کې د دوی په وینا د روسي وګړو درې څانګې روسان، اوکراینیان او بلاروسان شامل وي.

دا غورځنک په سینت پټرسبورګ، مسکو او نیژني نوبوګورډ کې څانګې لري، همدارنګه د امپریال لښکر په نوم نظامي برخه هم لري چې په‌کې د لاس په لاس جګړې، رزمي هنرونو او تاکتیکونو روزنه ورکول کېږي.

د امریکا له‌خوا د ترورېستانو په لېست کې د دې ډلې شاملول لومړی ځل دی چې له امریکا بهر د سپین نژادو د برتري پالنې یوه ډله په دې لېست کې شاملېږي.

پر دې ډلې سربېره د دې ګروپ درې مشران په انفرادي ډول په تور لېست کې شامل شوي دي.

په کرونا ویروس اخته د بريتانيا صدراعظم روغتیايي وضعیت خراب دی

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وروسته له هغې چې روغتیايي وضیعت‌یې خراب شو د جدي روغتیايي څارنې برخې ته انتقال شو.

د ښاغلي جانسون دفتر وايي، په کرونا ویروس د بورېس جانسون د اخته کېدو راهيسې د نوموړي روغتیايي وضعیت د خرابېدو خواته روان دی.

بورېس جانسون چې ۵۵ کلن دی، د یکشنبې په ورځ د لندن په سینټ توماس روغتون کې بستر شو.

نوموړي ۱۰ ورځې په کور کې تېرې کړې، خو د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته روغتون ته یوړل شو.

بورېس جانسون د بریتانیا د صدراعظم په توګه د ناروغۍ پر مهال خپل ځیني واکونه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب ته ورکړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG