د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۰۵

استرالیا ښځينه کرکټ لوبډله بیا د نړیوال شل اوریز جام اتله شوه


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د استرالیا ښځينه کرکټ لوبډله د پنځم ځل لپاره د نړیوال شل اوریز جام اتله شوه.

د ښځينه کرکټ لوبډلو ترمنځ اووم پړاو نړیوال شل اوریز جام د فبروري په ۲۱مه په استرالیا کې پیل شوی و چې تېره شپه ناوخته پای ته ورسېد.

په دې جام کې ۱۰ لوبډلې ولوبېدې.

د یکشنبې په ورځ د پای‌لوبې لومړۍ توپ ‌وهنه استرالیا وکړه، دې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۴ منډې وکړې.

خو هندوستان په ۱۹،۱ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۹۹ منډې وکړې او استرالیا ترې لوبه په ۸۵ منډو وګټله.

دا پنځم ځل دی چې استرالیا دا نړیوال جام ګټي.

XS
SM
MD
LG