د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د تاوتریخوالي کمېدو اوونۍ؛ سړې خونې له مړو تشې او د تابوتونو په پلور کې کموالی


سړه خونه
سړه خونه

هغوی چې ډېری سروکار یې د امنیتي پېښو له قربانیانو سره و، وایي دا تېره یوه اوونۍ یې ارامه ساه اخیستې.

د وزیر محمد اکبر خان روغتون سړه خونه به په پېښو کې د وژل شویو له جسدونو ډکه وه.

د دې روغتون د مسؤلینو په وینا، په تېره یوه اوونۍ کې په کومه پېښه کې د وژل شوي کوم جسد دې روغتون ته نه‌دی وړل شوی.

ارشیف
ارشیف

د وزیر محمد اکبر خان روغتون د سړې خونې مسؤل ذبیح‌الله وایي چې له یوې اوونۍ را په دې خوا د دې سړې خونې یخچالونه تش دي.

ذبیح‌الله زیاته کړه، د اورکم اوونۍ له پيل څخه وړاندې هره ورځ لسګونه مړي دې سړې خونې ته راوړل کېدل.

دی وايي، تابوتونو او یخچالونو کې د وژل شویو له ځای په ځای کولو نور ستړی دی، خو تېره یوه اوونۍ یې ارامه ساه اخیستې ده.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG