د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۴

افغانستان

چارواکي: ننګرهار کې د هوايي برید له امله ۸ کسه ملکیان وژل شوي

ارشیف

ننګرهار چارواکو تایید کړه چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په هوایي برید کې وژل شوي کسان ټول ملکیان وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې دغه برید تېر مازیګر ۴بجې د سره رود ولسوالۍ په ککړک خوړ سیمه کې شوی چې د یوه ماشوم په ګډون ۸ تنه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، د برید موخه وسله وال طالبان وو چې وړاندې یې له دغې سیمې د چک پواینټ په توګه استفاده کوله.

خو وسله والو طالبان وایي چې برید د ملکي خلکو پر دوو موټرو شوی چې په کې ۱۱ تنه ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ځایي خلکو په خبره، برید د هغو خلکو پر موټر شوی چې د خوګیاڼو د جمعې ورځې میلې ته یې سوداګریز توکي وړي وو او بېرته راګرځېدلي وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هرات کې د کاراتې سیالیو پنځم پړاو پای ته رسېدلی

ارشیف

د کاراته کیوکوشین سیالیو پنځم پړاو پای ته ورسېد.

د هرات ولایت د بدني روزنې د ریاست فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډيو ته وویل په دې سیالیو کې له د کیوکوشین، تاتاکای او سوکیوکوشین سبکونو له ۲۰ کلپونو ۲۴۶ لوبغاړو ګډون کړی وه.

د ښاغلي ضیا په خبره، د دغو سیالیو د جوړول موخه د کاراتې د ازادو سبکونو د همغږۍ او په ۱۳۹۹ کال کې په ملي کچه د لوبو لپاره چمتولی دی.

ښاغلی ضیا وایي په دغو سیالیو کې چې د څلور عمري کټګوریو ۱۰ کلنو، ۱۵ کلنو، ۱۸ کلنو او د ۲۲ کلنو کسانو تر منځ وشوې د ۶۶ غوره لوبغاړو ته جامونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

کاپیسا کې ۳۵۰ ټنه جلغوزي راټول شوي

ارشیف

د کاپیسا ولایت د والي ویاند وایي، په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه جلغوزي راټول شوي دي.

د کاپیسا ولایت د والي ویاند قیس قادري نن ازادي راډيو ته وویل چې دا اندازه جلغوزي سږکال د دغه ولایت له دریو ولسوالیو راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.

د ښاغلي قادري په خبره، تېر کال په کاپیسا ولایت کې له د سږنۍ اندازې نیمايي جلغوزي راټول شوي وه او لامل یې هم په تګاب، نجراب او اله سای ولسوالیو کې نا امنۍ وې.

نوموړی وايي، دا مهال په کاپیسا ولایت کې د یو کیلو جلغوزيو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ ده او په یو کال کې له دې درکه ۹۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

افغانستان کې د مالدارۍ برخې د پیاوړي کولو هڅې

د چرګانو فارم

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزرات وايي، راتلونکي لمریز کال کې به په بېلابېلو ولایتونو کې د مالدارۍ په برخه کې پانګونه وشي او دا برخه پیاوړې کړي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې ترڅ کې به بې وزلو مېرمنو ته د کبانو، چرګانو او غواګانو فارمونه هم جوړ شي.

ښاغلی رستمي وایي په دې سره به د خلکو او هېواد اقتصاد لاپیاوړی شي.

هغه زیاته کړه: "د مالدارانو عواید به زیات او د هېواد اقتصاد به لا پیاوړی شي، د مالدارۍ سکټور مجموعي ارزښت ۷ میلیارده ډالر دی، هر څومره چې په دې برخه کې پانګوال او حکومت کار وکړي، د تولید په ځانګړې توګه د لبنیاتو کچه لوړه شي."

د ښاغلي رستمي په خبره، یوازې په ۱۳۹۷ کال کې د وچکالۍ له امله په دغه سکټور کې ځېنې ستونزې وې خو له تېر کال را پدېخوا د مالدارۍ په برخه کې ستونزې کمې شوي او عواید لوړ شوي دي.

خو نوموړي په دې اړه چې له دې درکه اوس عواید څومره دي او راتلونکی لمریز کال به د مالدارۍ په برخه کې څومره پانګونه وشي جزئیات ورنه کړل.

طالبانو ځینو سیمو کې مخابراتي شبکو فعالیت ته بیا اجازه ورکړې

د مخابراتي شبکو انتن

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې په اکثر ولایتونو کې چې وسله‌والو طالبانو د مخابراتي شرکتونو فعالیت ته اجازه نه ورکوله، مخابراتي شبکې فعالې شوې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یوه چارواکي، نقیب الله سېلاب پرون د فبرورۍ په ۲۱مه ، ازادي راډیوته وویل: "ځنې سیمې چې لوژیستکي او تخنیکي مشکل لري، پر هغوي کار کېږي څو ټول مخابراتي سایټونه فعال شي.

وسله‌والو طالبانو د افغانستان په ډېرو لرې پرتو سیمو کې مخابراتي شبکو ته د فعالیت محدوده اجازه ورکوله او د شپې له خوا په ډېرو سیمو کې شبکو کار نه کاوه.

د مخابراتي شبکو د فعالېدو خبر تر هغه وروسته خپور شو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ اعلان شوه.

په دې یوه اوونۍ کې به د افغانستان حکومت، هلته مېشت بهرني ځواکونه او وسله‌وال طالبان پر یوه او بل حملې نه کوي.

چارواکي: کاپیسا کې د داعش ۱۲ غړي وژل شوي

ارشیف

په کاپيسا ولايت کې چارواکو د داعش ډلې د ١٢ غړو د وژل کېدو راپور ورکړى، چې ٢ ښځې هم په کې شاملې دي.

د کاپيسا د پوليسو وياند عبدالشايق شورش نن ازادۍ راډيو ته وويل، د داعش ډلې دغه ١٢ وسله وال د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنيت په عملياتو کې وژل شوي دي.

شورش وايي دغه عمليات چې تېره شپه ناوخته پيل شوي وو، په نتيجه کې يې ٣ نور وسله وال ټپيان شوي او ٦ تنه يې نيول شوي دي.

نجراب د کاپيسا له ناامنو ولسواليو ګڼل کېږي، چې د دولت وسله وال مخالفان يې پر ځينو سيمو کنټرول لري.

د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوال سازمان نوې غوښتنه

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس غبریوسس

د روغتیا نړیوال سازمان پرون د فبرورۍ په ۲۱مه، خبرداری ورکړ چې که هېوادونه په چټکۍ سره متحد نه شي او عمل ونه کړي، د کرونا ویروس د خطر د مخنیوي موقع ښايي له منځه ولاړه شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس غبریوسس پرون ویل چې لا هم د دې موقع شته چې د کرونا ویروس د لا زیاتې خپرېدا مخنیوی وشي خو دا موقع د کمېدو په حال کې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په داسې وخت کې دا خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ او جنوبي کوریا کې هم د کرونا ویروس د خپرېدو خبرونه خپاره شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وویل چې داسې هېوادونو لکه لبنان او کاناډا ته د دې وژونکي ویروس د رسېدو خبر دا معنی لري چې د ویروس د مخنیوی موقع د ختمېدو په حال کې ده.

کرونا ویروس د ډېسېمبر په میاشت کې د چین په ووهان ولایت کې پېدا او له هغه ځایه نورې نړۍ ته خپور شو.

د چین حکومت پرون وویل چې ۱۱۸ نور کسان په دې ویروس مړه شوي دي.

د ایران حکومت پرون د کرونا ویروس له امله د ۴ وګړو مړینه تائید کړه او ویې ویل چې ۱۸ تنه په دې ویروس اخته پېژندل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت: د سرغړونې په صورت کې له طالبانو سره پرېکنده عمل کوو

د افغانستان امنیتي ځواکونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونه وضعیت څاري او که چېرې وسله‌وال طالبان د تاوتریخوالي د کمېدو له پرېکړې سرغړونه کوي، پر ضد به یې پرېکنده عمل کېږي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو وخت د تېرې شپې له ۱۲ بجو پېل شو.

تر راتلونکې شنبې به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر وسله‌والو طالبانو او وسله وال طالبان پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو حملې نه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې، مروې امینتي پرون ازادي راډیو ته وویل: "موږ د افغانستان له خلکو او خاورې د دفاع لپاره بشپړ تیاری لرو، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لازمې لارښوونې شوې او که چېرې طالبان پر خپله ژمنه عمل ونه کړي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې قاطعانه پر ضد اقدام کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که چېرې د تاوتریخوالي د کمېدو پرېکړه په بریالتوب عملي شي، د فبرورۍ په ۲۹مه به له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

د موافقې د لاسلیک په ۱۰ ورځو کې به د افغانستان حکومت له طالبانو سره خبرې کوي چې یوه اساسي موضوع به یې دایمي اوربند وي.

یوناما په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت هرکلی وکړ

ارشیف

په افغانستان کې دملګرو ملتونو د استازي دفتر، یوناما د تاوتریخوالي د کمېدو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې چې پرون، د فبرورۍ په ۲۱مه، خپره شوه ویل شوي چې دا یوه بې سارې موقع ده چې تل‌پاتې سولې ته لاره خلاصولای شي.

یوناما ویلي چې په افغانستان کې له ټولو خواوو سره کار کوي چې د تل پاتې سولې لپاره داسې یو بهیر پرمخ بوځي چې ښځې، ځوانان، اقلیتونه او ټول افغانان برخه په کې ولري.

یوناما په افغانستان کې پر ټولو خواوو بیا هم غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره چې د ملکي خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي کار وکړي او دایمی اوربند او هر اړخیز سیاسي جوړ جاړي پر لور ګامونه پورته کړي.

ولسمشر غني: افغان ځواکونه دې پر طالبانو بریدونه بند کړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر پرون، د فبرورۍ په ۲۱مه په ټول هېواد کې امنیتي او د فاعي ځواکونو ته امر وکړ چې پر وسله‌والو طالبانو حملې بندې کړي.

د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې، د بېګا شپې له ۱۲ بجو د فبرورۍ تر ۲۹ مې به په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم وي.

محمد اشرف غني پرون په ټلویزوني وینا کې وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي.

محمد اشرف غني زیاته کړه: "اوس چې د سولې لپاره زمینه برابره شوې، له دې فرصته موږ د خپلو خلکو برحقه غوښتنه مطرح کړه چې طالبان اوربند ومني او مذاکرات پېل شي، خو دا چې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي په کموالي هوکړه وکړه، داهم اوربند او پایه دارې سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام دی."

د وسله‌والو طالبانو د نظامي چارو کمېسیون هم یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې تر راتلونکې شنبې به د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو او امریکايي قواوو حملې نه کېږي.

په خبرپاڼه کې وسله‌والو طالبانو ته ویل شوي چې دافغانستان د حکومت تر کنټرول سیمو ته له تګه ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل چې په یوه اوونۍ کې د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه په بریالیتوب عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

پومپیو: د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د فبرورۍ په ۲۹ لاسلیکېږي

قطر کې د طالب او امریکايي مرکچي پلاوي ګډ انځور

د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي د واشنګټن او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه د فبرورۍ پر ٢٩مه لاسليک شي.

د افغانستان حکومت د دې هوکړې د لاسليک په درشل کې د يوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه کړې.

د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل وايي، د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه د نن شپې له ١٢ بجو عملي کېږي.

هغه زیاته کړه: "افغان دولت له سولې څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هدف بشپړ چمتوالی نیولی، د یوې اونۍ لپاره چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالی د کموالي په نوم نومولې، موږ له خپل ادرس بشپړ تیاری لرو او په دې هیله چې دغه یوه اونۍ د دې باعث شي، چې د تل پاتې اوربند خاوندان شو او افغانستان کې تل پاتې سوله راشي دا نېټه د شپې له دولسو بجو پیلیږي."

د طالبانو يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډيو ته ويلي، د تاوتريخوالي د کمېدو په وخت کې به د افغان قواوو د شپې عمليات او هوايي حملې بندېږي، په بدل کې به طالبان هم لويې حملې نه کوي.

د طالبانو يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادۍ راډيو ته وويل، که ښکېل اړخونه خپلې ژمنې پرځاى کړي، د تشدد کمول به سر له سبا عملي شي.

'کندهار کې ۱۸ وسله وال مخالفین وژل شوي'

ارشیف

د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د دولت ١٨ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

امنيه قومانداني وايي افغان ګډو ځواکونو دغه ګډ پوځي عمليات تېره شپه د ولسوالۍ په سرو څاهانو سيمه کې کړي دي.

د تلفاتو په اړه يې د دې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي نن ازادۍ راډيو ته وويل: ”دښمن ته يې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى دى. په دغو عملياتو کې ١٨ وسلوال وژل شوي او ٧ تنه نور يې مرګوني ټپيان شوي دي.“

د دغو عملياتو په اړه وسلوالو طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.

چارواکي: سرپل کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

په سرپل ولايت کې بيا ٢٠٩ شاهين قول اردو وايي، امنيتي ځواکونو د طالبانو ډله ييزه حمله په شا تمبولې ده.

دې قول اردو په يوه اعلاميه کې ويلي وسله والو طالبانو تېره شپه د ملي امنيت پر يوه پوسته حمله وکړه، چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

په اعلاميه کې ويل شوي، دغه حمله دوه ساعته روانه وه، چې طالبانو ته په نتيجه کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

٢٠٩ شاهين قول اردو وايي، د طالبانو درې مهم قوماندانان، ابوبکر، عيسى او ملا محمود له ٦ نورو وسله والو سره وژل شوي او ١٣ تنه نور يې ټپيان شوي دي.

په دې حمله کې د افغان قواوو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

امنیتي چارواکي: زابل او ارزګان کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

ارشیف

د تاوتريخوالي د کمولو د هوکړې په درشل کې له څو ولايتونو د ناامنيو خبرونه رارسېدلي دي.

د ملي اردو مسوولان وايي په زابل او ارزګان ولايتونو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان په جنوب کې ٢٠٥ اتل قول اردو وايي، په پوځي عملياتو کې چې پرون شوي، ٤ نور وسلوال طالبان ټپيان شوي دي.

د دې قول اردو وياند خواجه يحيى علوي نن ازادۍ راډيو ته لومړى په زابل ولايت کې د عملياتو په اړه وويل: ”د زابل ولايت د مرکز کلات په مربوطاتو کې د دښمن ٨ کسان وژل شوي او د دغو جنايتکارانو ٣ تنه ټپيان شوي دي، د دښمن يو موټر او دوه موټرسايکلونه هم تخريب کړاى شوي دي.“

ښاغلى علوي وايي ٢ نور وسله وال طالبان د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې وژل شوي او يو تن ټپي دى.

دغه راز د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې هم د پوځي عملياتو پر مهال د ٥ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

ایران کې نن پارلماني ټاکنې کېږي

د ایران د نګهبان شورا په دې انتخاباتو کې د شاو او خوا ۹ زره کسانو د کاندیدو غوښتنه رد کړې ده.

ایرانیانو نن د دې هیواد د پارلمان د غړیو د ټاکلو لپاره رایې ورکول پیل کړي دي.

په دې انتخاباتو کې د ایران د پارلمان د ۲۹۰ څوکیو لپاره له ۱۶ زره زیاتو کسانو نومونه ثبت کړي وو خو د پیاوړې نګهبان شورا له خوا یوازې ۷۱۴۸ کاندیدان تایید شوې دي.

د ایران د نګهبان شورا په دې انتخاباتو کې د شاو او خوا ۹ زره کسانو د کاندیدو غوښتنه رد کړې ده.

د اوسني پارلمان ۹۰ تنه غړي هم د نګهبان شورا له خوا په ننیو انتخاباتو کې له کاندیدو محروم شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتونو د ایران نګهبان شورا تورنه کړې چې په دې انتخاباتو کې یې د هغو کسانو د کاندیدو مخه نیولې چې د ایران د ستر مشر ایت الله علي خامنه يي د پالیسیو پیروي نه کوي.

متحده ایالتونو د ایران ددې انتخاباتو په درشل کې د احمد جنتي سربیره د انتخاباتو پر پنځو چارواکو بندیزونه لګولي دي. جنتي چې د ایران په رژیم کې ځواکمن ملا دی ددې هیواد د نګهبان شورا مشري کوي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازی براین هوک ویلي دا بندیزونه په دې خاطر دي چې دې کسانو د یو شمیر کاندیدانو په مخنیوي د ایران د خلکو لپاره د ازادو او عادلانه انتخاباتو مخه نیولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو بیان کې ویلي: ”د جنتي په څېر ملایانو په تیرو ۴۱ کلونو کې د ایران خلک د رایو ورکولو پر مهال له خپل ريښتیني انتخاب بې برخې کړي دي.“

د نوموړې په وینا د ایران خلک پرته له دې چې څنډې ته شي او یا په ډله ایزه توګه ووژل شي، د خپل نظر د څرګندولو حق لري.“

غني: د سولې خبرو ته د یوه فرصت په سترګه ګورو

افغان ولسمشر غني

ولسمشر اشرف غني وايي چې افغان حکومت د سولې خبرو ته د یوه فرصت په سترګه ګوري او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره یې لازم چمتووالی لري.

تمه ده چې د تاوتریخوالي د کمولو د یوې اونۍ له تېرېدو وروسته د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې موافقه لاسلیک او ورپسې د افغانانو ترمینځ د سولې خبرې پیل شي.

ارګ په یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو وايي ښاغلي غني تېر ماښام د سولې د مشورتي لویې جرګې د کمیټو له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې د سولې حیاتي پروسه هم فرصتونه او هم احتمالي خطرونه لري خو حکومت له فرصتونو د اعظمي استفادې او د خطرونو د مدیریت لپاره پوره چمتووالی لري.

د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر غني په حواله زیاتوي چې وايي، د سولې مرکچي پلاوی په بین الافغاني خبرواترو کې باید موثریت او واحد دریځ ولري او صلاحیتونه به یې د افغانستان دولت ټاکي.

ولسمشرغني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تمه ده په راروانه اونۍ کې وسله وال طالبان د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمولو پر ژمنه عمل وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG