د کابل د منتخبې لوبډلې د انتخاب لپاره د باولېنګ ټاکنیزې سیالۍ پرون د ۱۶ لوبغاړو په حضور په کابل کې ترسره شوې.
د لوبې په پای کې اته تنه څلور نجونې او څلور هلکان د کابل منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
دغه لوبې تېره اوونۍ د ۷۰ لوبغاړو په حضور کې پیل شوې وې چې ترې اته لوبغاړي غوره شوي.
ټاکل شوې چې د غوراوي درېیم پړاو سیالۍ په نږدې راتلونکي کې پیل شي.