د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۱

سټارز اېنډ سټرایپس: امریکا په افغانستان کې د جګړې لګښت راکموي


ځینې بهرنۍ ورځپانې
  • ستارز اېنډ سټرایپس

ستارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي چې د امریکا متحده ایالات پلان لري چې په افغانستان کې د جګړې لګښت په تېره یوه لسیزه کې تر بل هر وخت راکم کړي.

ورځپانه د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د بودجې د څانګې د مسودې په استناد لیکي چې د دې علت دا دی چې امریکا غواړي په دغه هېواد کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي.

ستارز اېنډ سټرایپس لیکي، دفاع وزارت د افغان مأموریت لپاره له کانګرس څخه د دوشنبې په ورځ د راتلونکي مالي کال لپاره د ۱۴ میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې ده او دا پیسې د روان مالي کال په پرتله ۳ میلیارده کمې دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، امریکایي چارواکو د دفاع وزیر مارک اسپر په ګډون وړاندیز کړی دی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راښکته شي. اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ امریکایي پوځیان شته.

د ورځپاڼې په باور که له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ کېږي که نه‌کېږي واشنګټن غواړي چې د خپلو پوځیانو شمېر په افغانستان کې لږ کړي.

سټارز اېنډ سټرایپس څرګندوي، د سولې په خبرو کې د طالبانو یوه اصلي غوښتنه دا ده چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

په دې خبرو کې طالبانو منلې ده چې شخړې به راکموي، خو په ځواب کې یې امریکایان او افغان حکومت له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي.

  • هریتیج بنسټ

د هریتیج بنسټ خپرونې بیا په افغانستان کې پر امریکایي سرتېرو د یوه برید مسئله څېړلې ده چې ویل کېږي د افغان ځواکونو له دننه په ننګرهار کې د حملې په ترڅ کې دوه امریکایي سرتېرې وژل شوې دي.

د خپرونې په باور تر اوسه د دې پېښې جزئیات روښانه شوي نه‌دي چې څه شوي او څرنګه شوي دي.

خپرونه لیکي، داسې ښکاري چې دا خپل‌منځي پېښه ده.

د هریتیج بنسټ خپرونه بیا څرګندوي چې څو کاله مخکې داسې پېښې په منظم ډول پېښېدې چې د ډېرو تر شا د طالبانو لاس و.

وړاندې په دې لیکنه کې راغلي دي چې له دې څخه د طالبانو هدف دا و چې د متحدانو ترمنځ فاصله رامنځته شي.

د خپرونې په باور دا ډول بریدونه تر پخوا خورا کم شوي دي او علت‌یې دا دی چې افغان ځواکونه تر پخوا مسلکي شوي او د دې لپاره چې امریکایي ځواکونه نوره جګړه نه‌کوي دغه ډول حملې کمې شوې دي.

خپرونه بیا لیکي چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځیانو هلې ځلې تر ډېره د افغان ځواکونو روزل، هغوی ته سلامشوره ورکول او د ترهګرو په وړاندې د عملیاتو پر مهال د هغوی ملاتړ دی.

XS
SM
MD
LG